دننګرهار دطب پوهنځی
ننګرهارطب پوهنځى د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې لومړنى پوهنځى دى، چې په (۱۳۴۲) کال کې تاسيس شو، د لومړي ځل لپاره پکې پنځو امريکايي او درېو افغان استادانو (۴۸) تنو محصلانو ته تدريس کاوه، اوسمهال ياد پوهنځى (۲۴) څانګې لري، چې د (۱۱۲) تنو استادانو له خوا پکې (۱۰۵۳) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.
څانګې
د زړه او هضمي سيستم ناروغيو څانګه
اندوکراين او هيماتولوژي څانګه
تنفسي او روماتېزم څانګه
انتان او توبرکلوز څانګه
جراحي څانګه
يورولوژي څانګه
اورتوپيدي او د عصابو جراحي څانګه
د کوچنيانو جراحي او انستيزي څانګه
کوچنيانو څانګه
غوږ او ستوني څانګه
سترګو څانګه
ولادي نسايي څانګه
راديولوژي څانګه
عقلي- عصبي څانګه
پوستکي څانګه
اناتومي څانګه
عامې روغتيا څانګه
وقايوي طب څانګه
فارمکالوژي څانګه
هستوپتالوژي او بيوشيمي څانګه
فزيالوژي څانګه
مايکروبيالوژي څانګه
عدلي طب څانګه
بيزيک ساينس څانګه
د طب پوهنځي محصلانو د ښې روزنې په موخه په (۱۳۴۸) کال کې د ياد پوهنځي په چوکاټ کې يو تدريسي روغتون هم رامنځته شو، چې د عمومي جراحي، ولادي- نسايي، عمومي داخله، کوچنيانو، سترګو، پوستکي، غوږ، ستوني، راديولوژي، عقلي او عصبي څانګو او دغه راز د مجهزو لابراتوارونو په لرلو سره لاهم د ختيزې سيمې د ولسونو په خدمت کې دى.
د ګڼو نورو اسانتياوو ترڅنګ طب پوهنځى يو غني کتابتون هم لري، چې (۱۰۰۰۰) ټوکه مسلکي کتابونه پکې د محصلانو د مطالعې لپاره اېښودل شوي دي. د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي تر دې دمه( ۴۸) دورې فارغان ورکړي، چې شمېر يی ( ۳۷۷۶) تنه دى، چې له دې ډلې( ۲۵۱) تنه يې نجونې دي.
