ددولت مخالفین په ترکیه کې
د اختر له دويمې راهيسې د حکومت څومره مخالف شخصيتونه چې دي ټول ترکيې ته راغلي. کرزى، محقق، عطا، صلاح الدين، زلمى مجددي، په کابينه کې د جمعيت يو شمېر وزيران، په پارلمان کې د جنبش تقريباً ټول وکيلان، د جمعيت يو زيات شمېر وکيلان او لسګونه نورې سياسي څېرې په انقره کې دي چې ظاهراً د باتور دوستم د کوژدنې يا واده په مراسمو کې ګډون وکړي.
د اختر د دويمې ورځې راهيسې په انقره کې د دوستم په اقامتګاه کې سخت بيروبار دى. دا چې د پردې تر شا څه روان دي پدې اړه کره معلومات نه لرم. ځکه دلته ټولو خپلې خولې تړلي او د معلوماتو د ورکولو نه جدي ډډه کوي. په هر صورت د پخوانۍ تجربې له مخې د راټولو شوو څېرو ماضي او مشترکاتو ته که وکتل شي دا ډول غونډې نوې نه دي. اساس يې د اوسني حکومت سره د پخوانيو ټوپکمارو + هغو کسانو چې اوس يې برم او دبدبه له لاسه ورکړې ده، د واک پر وېشلو ولاړه ده. د خبرو اترو پر محتوا د بحث لپاره لږ وختي دى خو د اختر په شپو کې که د محقق او عطا څرګندونې مو اورېدلي وي، دا مسئله د باتور خان د کوژدنې نه ډېره ژوروه ده. يعنې له پخوا ورته پوره تيارى نيول شوى دى.
هغه څه چې ددې غونډې په اړه اهميت لري، هغه د ترکيې کوربه توب دى. معمولاً د هېوادونو ترمېنځ اړيکې دوه ډوله ده. يوه يې غير رسمي او بله يې رسمي راشه درشه ده.
۱ - د افغانستان په چارو کې د ترکيې غير رسمي رول ژور او مرموز دى. د ايران، روسيې او هند برخلاف ترکان هڅه کوي چې د مېډيا له سترګو لرې د استخباراتو پر مټ دا ډول اړيکې ټينګې کړي. ترکي استخبارات د افغاني سوداګرو نيولې، عادي دولتي مامورينو، سيمه ايزو ټوپکمارو، جهادي ډلو او تاليبانو سره دومره ژورې اړيکې لري چې په سيمه کې سارى نشته. دوى په کابل کې د تيکا ( د ترکيې د همکارۍ او هغمږۍ اژانس) په نامه يوه اداره لري چې مخامخ د استخباراتو لخوا څارل کيږي. اوسنى مشر يې سليمان شاهين نوميږي. ظاهري قواره يې له تاليبه هېڅ توپير نه لري. دا سړى د زابل، ارزګان، غزني، لوګر، کندز، فارياب، بادغيس، تخار او د نورو ناامنو ولايتونو لرې پرتو ولسواليو ته دسفرونه کوي. که د همدې سيمو وکيلانو ته د پيل زړه ورکړې لاړ به نشي. يعنې دا حيرانوونکې نه ده چې په تېرو ۱۶ کلونو کې حتى يو ترکي هېوادوال د مخالفينو لخوا نه دى وژل شوى. د تاليبانو لخوا د برمته شوو بهرنيانو د خوشې کولو پر سر د خبرو اترو منځګړيتوب معمولاً ترکي استخبارات کوي. ګلبدين ۲ اونۍ مخکې له دې چې په لغمان کې ظهور وکړي، په استانبول کې وو. د مبالغې پرته د پارلمان د وکيلانو ۷۵ سلنه په ترکيه کې کورونه لري. کورنۍ يې همدلته اوسيږي د دولت لخوا ورته خاصه پاملرنه کيږي.
۲ - رسمي يا ډيپلوماټيکي اړيکې يې بيا د سيمې د نورو هېوادونو سره لږ توپير لري. د ډيپلوماټيکي اړيکو شتمن ميراث ورته د اتاترک – غازي امان الله خان د دوستۍ را پاتى دى. د افغانستان په اړه د ترکانو رسمي دريځ ددې رومانتيکې نوستالژۍ دوام دى. ترکيه د افغانانو په نزد د داسې بدنامۍ نه شديده وېره لري چې د ايران، پاکستان، امريکا او روسيې په څېر هېوادونه ورسره لاس او ګرېوان دي. ځکه خو په رسمي برخورد کې تل احتياط کوي. د ترکيې د اړيکو بل ډيناميک په افغانستان کې ترک توکمه لږه کي ( ازبکان او ترکمنان) دي. ترکيه د سړې جګړې د پاى ته رسېدلو راهيسې په ټوله نړۍ کې د خپلو توکمي خپلوانو د حقونو د خوندي کولو په بهانه د هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. افغانستان او چين ترې استثنا دي. د اويغورانو په مسئله کې له چينه ډاريږي خو په افغانستان کې بيا نورې ستونزې لري. مهمه يې ددې لږه کيو سياسي رهبري ده. دوستم د اردوغان د بلا نه هم بد راځي. ترکيه باور لري چې د دوستم په څېر دايم الخمر او بې ثباته جنګسالار د ترک توکمه لږه کيو د رهبرۍ وړتيا نه لري خو په داخل کې دده نه د پراخ ملاتړ له امله د دوستم پېټى ور تر غاړه دى. په ۲۰۱۲م کال کې يې د کرزي په مرسته هڅه وکړه چې د عالم ساعي لخوا پرې کودتا وکړي خو ناکامه شوه. حتى د ايشچي د بدنامۍ او بيا وروسته د جنبش نوين د نوي حزب تر شا هم ترکيه ولاړه ده. د دوستم اوسنى تبعيد هم د ترکيې په مشوره او همکارۍ عملي کيږي. خلاصه د ازبکانو فکتور لږ تر لږه د اوس لپاره کمرنګى دى.
را به شو اوسنۍ غونډې ته
ددې غونډې اهميت دوه اړخونه لري. يو د ترکيې لپاره او بل يې د ګډونوالو لپاره. دا غونډه د افغانستان په ورځني سياست کې د ترکيې د رول له پلوه طلايي فرصت دى. ترکيه د هېڅ ډول سياسي يا اقتصادي ماليت يا لګښت پرته د افغانستان په چارو کې دخيله شوه. مثلاً پاکستان يا ايران دا چانس نه لري. دا هغه چانس دى چې يواځې امريکا درلود. ( د ملي وحدت د حکومت د رامنځته کېدلو بهيراو جان کيري را په زړه کړئ.) هېڅ امکان نه لري چې ترکيې د امنيت شورا ته يا افغان حکومت ته ددې غونډې په اړه معلومات نه وي ورکړي. يعنې دا غونډه د اتمر + غني + عبدالله په مشوره ترسره کيږي.(مهمه نه ده چې افغان دولت دې ورسره موافق وي يا مخالف وي.) پدې ډول فکر کوم چې ترکيه له دې لارې په دوو ډګرونو کې پر افغان دولت د فشار راوړلو هڅه کوي.
لومړى يې د افغانستان – پاکستان د ترينګلو اړيکو په اړه ده. ترکيه تل هڅه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د منځګړيتوب رول ادا کړي خو دېر وروسته پوه شوه چې دا کړکېچ دومره پېچلى دى چې ددوى له وسې نه دى پوره. د ۲۰۰۷م کال نه تر ۲۰۱۴م کاله پورې يې د `` استانبول د بهير`` او `` د ترکيې – افغانستان – پاکستان درې اړخيزې سرمشريزې`` تر نامه لاندې د منځګړيتوب هڅه وکړه. ستونزه دا وه پاکستان ته يې پر افغانستان ترجيح ورکوله. د پاکستان – ترکيې دوستي بې له قيده او شرطه ستراتيژيکه ده. ترکيې ددې دوستۍ په پښو کې څو ځله افغانستان قرباني کړ. کرزى خداى وهلى به هرې سرمشريزې ته چې راغى، اسناد او شواهد به يې وړاندې کړل، غوښتنې به يې وکړلې خو بېرته به تش لاس او ځوړند سر کابل ته روان وو. ښه مې په ياد دي چې پر کونړ او نورستان باندې د پاکستان د توغنديو د بريدونو د مسئلې په اړه يې عبدالله ګل ته زاري وکړه چې مخه يې ونيسي خو بريالى نشو. د غني حکومت ددې سرمشريزو په بهير کې له ګډون ډډه وکړه. دې موضوع د ناټو په چوکاټ کې د ترکيې پرستيج ته تاوان ورسولو. فکر کوم اوس بيا غواړي چې د پاکستان – افغانستان د اړيکو په برخه کې د رول په موخه پر افغانستان فشار راوړي.
دويم ډګر يې بيا په هېواد کې د افغان – ترک د ښوونځيو د تړلو هڅې دي. په ټوله نړۍ کې د فتح الله ګولن اړوند د تعليمي موسسو د تړلو مسئله د ترکيې د بهرني سياست لپاره حيثيتي بڼه غوره کړې ده. له يو کال راهيسې کوښښ کوي چې دا ښوونځي وتړي خو نه يې کابينه ورسره مني، نه يې ستره محکمه او نه هم پارلمان ورته غاړه ږدي. ځکه د همدوى بچي په کې درسونه وايي. مثلاً په پاکستان کې د اردوغان له سفره ۲ ورځې وړاندې حکومت د پاک – ترک د ښوونځيو ترکي استادانو ته ۴۸ ساعتونه وخت ورکړ چې هېواد پرېږدي. دلته په افغانستان کې د ترکيې سفير همدا چيغې وهي چې دا څنګه دوستي ده چې زموږ يوه کوچنۍ غوښتنه چې زموږ لپاره حيثيتي مسئله ده، نه منل کيږي؟
ددې غونډې د اهميت دويم اړخ بيا ددې د ګډونوالو پورې اړه لري. په کابل کې تقريباً هره مياشت دوى غونډې کوي خو ځکه نتيجه نه ورکوي چې د بين المللي ټولنې ملاتړ ورسره نشته دى. دا لومړى ځل دى چې د حکومت مخالفين له هېواده بهر سره راټوليږي. له دې کاره يواځې يوه موخه لري چې هغه په رسمي کچه د بين المللي ټولنې د ملاتړ جلبول دي. ترکيه د غير رسمي کوربه هېواد په توګه له دې بهيره ملاتړ کوي. بله دا چې پدې غونډه کې به د امريکا په ګډون د نورو ښکېلو هېوادونو غير رسمي استازي هم ګډون وکړي. دا هغه څه دي چې په کابل کې د ډيپلوماټيکي نزاکتونو له امله ناشوني ول. د غونډې لپاره د ترکيې انتخاب بيا بل مهم اړخ دى. دا ټوپکمار ددې لپاره انقرې ته نه دي راغلي چې جنرال دوستم دلته دى. يعنې دوى د دوستم له غمه مړه نه دي. اساسي علت يې دا دى چې د مشروع دولت د مخالفت لپاره داسې يو هېواد وموندل شي چې په افغاني ټولنه کې بدنام نه وي. پدې ډول به د هغو نيوکو او غندنو مخنيوى هم وشي چې ټوپکمار پرې په پردي پالنې تورن شي. خلاصه فکر وکړئ که چېرې دا غونډه په پاکستان، يا ايران، يا امريکا يا بل هېواد کې شوې واى څه به مو ويلي واى؟ ټوپکمارو ستاسې د همدې غبرګون د مخنيوي په موخه ترکيه انتخاب کړې ده.
په پاى کې د فېـسبوک فعالو ملګرو ته زما مشوره دا ده چې که چېرې غواړي چې پدې بهير نيوکه وکړي نو له هېواده بهر په دايرېدلو دې تمرکز وکړي. يعنى داسې ويلاى شئ چې په هېواد کې دننه د لنډه غرو زور پر حکومت ونه رسېدلو، اوس يې له هېواده بهر مغرضو دوستانو ته لاس اوږد کړ. شرم دى!
ايمل جلال
