اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

دَ نمر تندر نيول

دَ نمر تندر نيول او توهمات

دَ مارچ دَ مياشتې په نهمه نېټه نمر تندر نيولے وۀ . دا نظاره دَ دَ نړۍ په مختلفو سيمو او ملکونو کښې وليدې شوه . انډونېشيا کښې دَ دې تندر ترمخه زياترې علاقې په تيارۀ کښې ډوبې شوې او دَ دغه ځايونو خلق په ګڼ شمېر کښې دې نظارې کتو ته راجمع وو .

هر څو کۀ دَ نن پرمخ تللې نړۍ دَ سپوږمۍ يا نمر دَ تندر نيولو نه خوند اخلي او دَ مختلفو سيمو خلق هغه ځايونو ته ځان رسوي چرته چې په مکمله توګه نمر تندر نيولے وي خو اوس هم دَ بعضو سيمو خلق په دې اړه دَ توهماتوښکار دي . دَ نمر او سپوږمۍ تندر نيول دَ پخوا راهسې دَ مختلفو علاقو او قومونو دپاره يو ناشونې نظاره ګرځېدلې ده او دَ دوي په ژوند اثرانداز شوې ده .

په پخواني مصر کښې به دَ هغه ځائې باچايان چې ورته به فرعون وئيلي شو دَ نمر زامن او په زمکه دَ هغۀ نمائندګان تصور کېدل. کله به چې نمر تندر ونيولو نو باچا به په خپله عبادت خانه کښې تر هغې چکرې وهلې تر څو چې به دَ نمر دَ تندر نيولو عمل ختم شوے نۀ وۀ.

په روم کښې دا يو عام رواج وۀ چې کله به نمر يا سپوږمۍ تندر نيولو نو خلقو به خپلې تورې او نېزې راواخستې او چغې سورې به ئې جوړې کړې چې هغه بلا وويروي کومې چې نمر يا سپوږمۍ په ولقه کښې اخستې وي. دَ چين په خلقو کښې تر ډېرې مودې پورې دا تصور عام وۀ چې سپوږمۍ يا نمر هله تندر نيسي کله چې شېطاني قوتونه دَ سپي يا لېوۀ په شکل کښې راشي او دَ دوي دَ خوړلو کوشش وکړي. دې خلقو به دا يو بد شګون ګڼلو او په دغه ورځ به ئې خوراک څښاک نۀ کولو. جاپانيانو به دَ قيمتي کاڼو هارونه په ونو کښې ځوړندول چې مقصد به يې دَ نمر رڼا سېوا کول وو کله به چې هغه تندر نيولے وۀ. دغسې دوي به اورونه هم بلول چې دَ نمر دَ تتې رڼا کمے پوره کړي او نمر له قوت ورکړي.

دَ روس او امريکې اوسېدونکو بعضو قبيلو به دا ګڼل چې دَ نمر يا سپوږمۍ دَ تندر نيولو په وخت ټوله دنيا دَ بدو اثراتو په ولقه کښې وي نو دوي به دَ خوراک څښاک څيزونه څرګند نۀ پرېښودل چې هسې نه دغه بد اثرات په خوراک پرېوځي او بيا په خوړلو ئې دَ ناروغتيا ښکار شي. دا رسمونه نن هم په دې قبيلو کښې شته. دَ دوي مطابق دغه وخت نمر يا سپوږمۍ دَ بيمارۍ په حالت کښې وي ځکه نو دَ خوراک څښاک په څيزونو دَ دوي رڼا لګېدو سره دغه بيمارۍ هغې ته منتقل کېږي. دَ هندوستان دَ بهار او آسام خلقو به ځانونه په کمرو کښې بند کړل او کړکۍ به ئې بندې کړې چې دَ تندر نيولي نمر رڼا پرې پرې نۀ وځي.

پښتنو کښې هم دَ قدرت دَ دې عجيبه مظهر په اړه مختلف رسمونه او توهمات شته. په کور کښې مشرانې ښځې امېدوارو ښځو ته په دې موقع دَ کوټې دننه دَ څملاستو وېنا کوي او په دغه وخت دَ څۀ کار کولو او په لاس کښې دَ څۀ تېرۀ څيز لکه چاړۀ يا قېنچۍ وغېره دَ اخستلو نه ئې په سختۍ سره منع کوي. دوي دا ګڼي چې کۀ په دغه وخت امېدواره ښځه په لاس کښې څۀ تېرۀ څيز واخلي يا څۀ دَ لاسو خپو کار کوي نو دَ دې اثر په ماشوم پرېوځي او دَ هغۀ دَ بدن څۀ حصه کټ شوې يا نيمګړې پېدا کېږي. دغه شان په دغه وخت ئې دَ خوراک څښاک دَ کولو نه هم منع کوي. پښتنو ته چونکه زياتر رسمونه دَ هندوانو نه راغلي دي نو دا هم دَ هندوانه توهماتو يوه لړۍ ښکاري چې نۀ خو دَ دين او نۀ دَ سائنس له رويه څۀ اهميت لري. دَ نمر يا سپوږمۍ تندر نيول يو قدرتي عمل دے. سپوږمۍ زمکه او نورې سيارې دَ نمر نه ګېرچاپېره چورلي. لکه چې خداے پاک په قران کريم کښې فرمائي: (الله) هغه ذات دے چا چې ورځ او شپه پېدا کړي دي او نمر او سپوږمۍ ئې پېدا کړي دي. هر يو په يوه دائره کښې په خپل رفتار حرکت کوي.

چونکه په دوي کښې دَ هر يو رفتار جدا جدا وي نو کله کله داسې وشي چې سپوږمۍ، زمکه او نمر درې واړه په يو قطار کښې راشي. کله چې سپوږمۍ دَ نمر او زمکې ترمنځ راشي نو دَ نمر دَ رڼا مخه ونيسي او دغه شان په زمکه اوسېدونکو ته دَ نمر څۀ حصه يا ټول نمر تور ښکاره شي. دې عمل ته دَ نمر تندر نيول وائي. کۀ احتياطي تدابير ونۀ کړې شي نو دَ دې عمل نه يواځې نومولود او امېدوارې ښځې نه بلکې نور انسانان هم متاثره کېدې شي. دَ سائنس دَ پوهانو مطابق دَ زمکې په مخ دَ انسانانو نه په څو چنده زيات خطرناک جراثيم موجود دي کوم چې دَ نمر دَ شعلو او رڼا په وجه مړۀ کېږي او وده نۀ شي کولې. خو کله چې دَ تندر نيولو په وخت دَ نمر رڼا زمکې ته نۀ رارسي نو په درجه حرارت کښې کمے راشي او دغه خطرناک جراثيم وده بيا مومي ځکه نو دَ خوراک څښاک څيزونه پټول پکار وي. دغه شان په دغه وخت نمر ته نۀ دي کتل پکار ځکه چې دَ سترګو دَ نازکو پړدو يا نظر خرابېدو خطره وي. په سوره فصلت آيت نمبر اووۀ دېرشم کښې الله تعالي فرمائي:

ترجمه: او دَ هغه ذات دَ نخښو نه ورځ او شپه هم دي او نمر او سپوږمۍ هم. پس نمر او سپوږمۍ ته مۀ ټيټېږئ مګر صرف خدائے ته (ټيټ شئ) چې تاسو ئې پېدا کړي يئ کۀ چرې تاسو په رښتيا دَ هغۀ بندګي کول غواړئ.

دَ نمر يا سپوږمۍ تندر نيول دَ خداے پاک دَ لوئے والي يوه نخښه ده. دَ دې کائنات دَ ټولو روښانه، اهم او هر وخت په نظر راتلونکي دوه ؤ او عظيم الشانو نخښو نمر او سپوږمۍ تتول او دَ دوي په شان او رڼا کښې کمے راوستول يقيناً چې دَ الله دَ عظمت يوه نمونه ده. هغه خپلو بندګانو ته دا ښودل غواړي چې دا هر څۀ هغۀ پېدا کړي دي او لکه دَدې کائناتو دَ نورو څيزونو، نمراوسپوږمۍ هم دَهغۀ تابع دي /پاڅون مردان

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←