اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

سپوږمۍ

سپوږمۍ دَ زمکې واحده سياره ده. او د َنمر نه پس په دوېم نمبر په اسمان کښې روښانه شی دی. دَ سپوږمۍ سره انسانی تړون ډېر دَ پخوا نه دی دَ دنيا په هر ګوټ کښې په هر دور کښې انسان دَ دې اسمانی وجود په باره کښې دَ پته لګولو تجسُس کړی دی ډېرې فرضی قيصې دَ دنيا په هر ادب کښې موجودې دی . په سپوږمۍ موجود داغونو ته انسان دَسمندرو اؤ مېدانونو تشبيح ورکړې ده کوم چې تور داغونه دی دَخلقوخيال وۀ چې دا سمندرې

دی او دا نور هوار ميدانونه دی او دې له ئې په بيلوبيلو ژبوکښې نومونه هم ورکړی وو دَ پخوانوخلقو دا خيال وۀ چې په سپوږمۍ هم څه مخلوق اۤباد دی.اصل معلومات دَ هله نه لاس کيدل شروع شو کله نه چه ګليليو دوربين ايجادکړو دې نه پس پوهانوتحقيق شروع کړو اؤ د َ سپوږمۍ باره کښې صحيح معلومات ترلاسه کيدل شروع شو.دَ روس لونر پروګرام په دې هلوځلوکښې وړومبی پروګرام وۀ چې په کال ١٩٥٩کښې ئې بغيرانسان خلائی جهاز دَ سپوږمۍ مدار ته استولی وۀ دې نه پس دَ امريکې اپالو ٨ پروګرام وۀ چې په ١٩٦٨ کښې سره دَانسان يې خلائی جهاز دَسپوږمۍ مدار ته استولی وۀ دې نه پس دَ١٩٦٩ نه تر ١٩٧٢ پورې شپږ نور مِشنونه سره دَ انسان دَ سپوږمۍ په سطح کوز شوی دی په سپوږمۍ اوسه پورې ١٢ کسانو قدم اېښیدی اؤ دا ټول امريکنيان دی دَ ټولو نه وړومبی انسان چې په سپوږمۍ يې قدم ايښی دی دَ هغۀ نوم نيل اۤرمسټرانګ دی چې په جولائی ١٩٦٩ کښې دَ اپالو ١١ جهاز نه په سپوږمۍ قدم کېښودو اؤ په انساني تاريخ کښې ئې د َسائنس اؤ علم نوی باب رقم کړو.دې اپالو مشن دَ سپوږمۍ نه ٣٨٠.٠٥ کلوګرام خاوره او کاڼی دَتحقيق دَپاره راوړې دى.دَدې هلو ځلوپه نتيجه کښې سائنسدانانو دا پته ولګوله چې په سپوږمۍ څۀ قسمه دَ ژوند اثار نشته کوموداغونو ته چې خلقو دَ سمندرو نومونه ورکول هغه په حقيقت کښې هاغه غټې کندې دی کومې چې دَشهاب ثاقب دَټكراؤ دَ وجې نه جوړې شوي دی اؤ يا دَ لاوې نه جوړې دي کومه چې دَسپوږمۍ دَ سطحې نه راوتې ده سپوږمۍ تقريباً4.8 بلين کا له مخکښې پېداشوې ده اؤ تقريباً٣٠ نه ٥٠ ملين کاله دَ نظام شمسی دَ پيدا وخت نه وروستو جوړه شوې ده. دَ سپوږمۍ دَ پېدائش ډېرې نظريې دی خو کومه چې ډيره مشهوره ده دَ هغې مطابق دَمريخ دَ سائيز يوه ګوله زمکې سره هاغه وخت وجنګېده چې کوم وخت زمکه دَ پېدائش په وړومبنی سټيج کښې وه دَ دې جنګېدو په نتيجه کښې د زمکې يوه غټه حصه په شکل دَ دوؤ وړو وريځو کاڼو په خلاء کښې خوره شوه څۀ وخت پس دغه ماده يؤشوه او بيا يخه شوه اوتر ٥٠٠ کالوپورې پرې دَشهاب ثاقب باران ورېدو اؤ ډيروخت پس دَسپوږمۍ سطح کښې بدله شوه. دَدې قطر٣٤٧٥ کلوميټره دی اؤ دروندوالی ٧.٣٥×١٠^٢٢ کلوګرام دی.دَ مزکې نه ئې فاصله ٣٨٤٠٠٠ کلوميټره ده دا ډېره اوږده فاصله ده کۀ يؤ ګاډی په ١٠٠ کلوميټر فى ګېنټه سره په بره روان شی نوپه پينځه مياشتو او لس ورځوکښې به ورسي.دا په ٢٧.٣ ورځوکښې دَ زمکې نه ګېرچاپېره خپل چکر پوره کوی. سائنسدانان وائی چې سپوږمۍ دَ زمکې نه سالانه ٣.٨سنټي ميټره لرې ووځي اودا عمل به تر ٥٠ بلين کالوپورې جاری وی اؤ دغه وخت به سپوږمۍ خپل چکر په ٤٧ ورځو کښې پوره کوی. دَ حرارت درجې يې -٢٣٣ نه١٢٣ سنټی ګرېډ ده.تاسو اندازۀ لګولی شئ چې اوبه په ١٠٠ درجه سنټي ګرېډ باندې خوټکېږې. مونږ دَ زمکې نه دَ سپوږمۍ صرف يو اړخ وينو ځکه چې سپوږمۍ خپل مرکز نه ګېرچاپېره په ګردش هاغه هومره وخت اخلی څومره چې دَ زمکې نه ګېر چاپېره په ګردش اخلی. په سپوږمۍ څۀ قسمه هوا يا فضاء نشته .په دې وجه دَ سپوږمۍ په سطح اواز نه اورېدل کېږي او دَ زمکې په مقابله کښې اسمان تک تور ښکاری. دَ کائناتی شعاګانو،شهابيو او دَ شمسی هواګانو نه دَ سپوږمۍ دَ سطح دَ بچاؤ څۀ ذريعه نشته.ځکه دَ دې څيزونو بمباری دَ سپوږمۍ په سطح مستقل جاري وي. او دَ دغه ش هابيو دَ ټکراو له وجې جوړې شوې غټې غټې کندې دَ زمکې نه هم ليدی شی. مستقل دَ دوړې وريځ کومه چې دَ دغه کائناتی شهابيودَ وړو وړو ذراتو نه جوړه ده دَ سپوږمۍ نه ګېرچاپېره هر وخت موجود وی سائنسدانانو اندازۀ لګولې ده چې تقريباً پينځه ټنه ذرات په هر څلېريشتو ګېنټوکښې دَ سپوږمۍ دَسطح سره ډغره وهى .دا ذرات چې په اصل کښې دَ بجلۍ طاقتور ذرات دی دَ سپوږمۍ دَ سطح نه دوړه پاڅوی کومه چې تر١٠٠کلوميټره پورې اوچته ځی. دَسپوږمۍ په سطح د َكشش طاقت دَ زمکې په مقابله کښې ١/٦ يعنې په شپږمه حصه دی. مطلب دا چې کۀ دَ چا وزن په زمکه ١٢٠پونډ وي نو په سپوږمۍ به شل پونډه وي.دَ سپوږمۍ په سطح زلزلې هم راځی او دَ زمکې دَ کشش له وجې نه وی اګرچې دا ډېرې کمزورې او کمې وی خو تقريباً يوه ګنټه پورې وی. دَ دې وجې نه دَ سپوږمۍ په سطح چاودونه راشی. دَ سپوږمۍ دَ کشش اثر په زمکه هم غورځېږي کوم چې دَ مدوجذر په صورت کښې مونږ په سمندرو کښې ليدې شو.د فلسفيانو دا خيال وۀ چې کله سپوږمۍ پوره وی نو دَ دې رڼا دَ اثر لۀ کبله په بعضو انسانانو کښې دماغی بيمارۍ پېدا کېږي کۀ دَ هسپتال په نفسياتی وارډونو کښې دَ ذهني مريضانو داخلې زياتې شی روډ ايکسډېنټونه او دَ خودکشۍ رجحان زيات شي ځکه چې څنګه دَ سپوږمۍ دَ رڼا د کشش له وجې په سمندرو کښې مد و جزر پېدا کېږي دغه شان په انسانی دماغ چې زياته حصه يې په اوبو مشتمله ده هم دَ دغې رڼا اثر پرېوځی خو سائنسدانانودا خبره غلطه ثابته کړه وې دَسپوږمۍ دَ کشش طاقت ډېر کم دی او دَ دې کم طاقت له کبله دا په هيڅ توګه څۀ اثر نۀ غورځوي

حوالې: همارى کائنات سيد قاسم محمود_ قران بائى ډاکټر غلام جېلانى برق. او وکى پيډيا ويب سائټ. په مننه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←