پښتو، پښتو تشریحي قاموس
پښتو، پښتو تشریحي قاموس ته کره کتنه
وتلي ليکوال او ژورناليست، قدرمن اسدلله غضنفر څو ورځې دمخه د پښتو ـ پښتو قاموس په برخه کې يوه ډېره ګټوره او عالمانه کره کتنه کړې وه او له نورو لوستنکو نه يې هيله کړې وه، چې د نوي پښتوـ پښتو قاموس په برخه کې خپل نظر وړاندې کړي. په دې چې د پښتوـ پښتو قاموس نه زه پخپله ډېره استفاده کوم، نو لازمه مې وګڼله چې په دې برخه کې خپل نظر لوستونکو ته وړاندې کړم.
لومړى: هر لغت چې په پښتو ـ پښتو قاموس کې تشريح کيږي، لوستکونکى پرې نپوهيږي چې دا د کومې ژبې لغت دى. زما وړانديز دا دى چې د هر پردى لغت تر څنګ يوه نښه راشي چې دا د کومې ژبې لغت دى. د بېلګې په توګه د (قسطنطنيه) تر څنګ (ع) ليکل کېدى شو چې (ع) به د (عربي) لنډول وي. همدا شان د (فوټوسينتیز) په څنګ کې (لا) ليکل کېدى شو چې دا به د (لاتيني) لنډون وي. له بده مرغه (فوټوسين ټېس) په پښتوـ پښتو قاموس کې ناسم د (فوټو سين تسيس) په توګه ليکل شوى. لاپسې ښه به دا واى چې د لاتيني لغاتو ترڅنګ اورجينل يا اصل لاتيني لغت وليکل شي، د (فوټوسين ټېس) لغت لپاره په دې ډول (photosynthesis) .
د (شترمرغ ) تر څنګ ليکل کېدى شول چې (ف) يعنې (فارسي).
دوهم: د ځينو لغاتو د پوهېدلو لپاره د هغوى هممانيز يا مترادف لغات ليکل شويدي. له بده مرغه سړى نشي پوهېدى چې دا هممانيز لغت هم پښتو دى او که د کومې بلې ژبي لغت دى. د بېلګې په توګه د (ټپوس) يا (ټپس) د لغت لپاره يو هممانيز (غليواز) ليکل شويدى. لوستونکى په دې نپوهيږي چې (غليواز) د کومې ژبي لغت دى. ځينې لوستونکي به فکر کوي چې پښتو څومره ډېره غني ژبه ده چې د يو لغت لپاره ډېر هممانيزونه لري، حال دا چې (غليواز) يو ايرانى لغت دى.
بل دا چې د (ټپس) د لغت لپاره بل هممانيز (کمڅټ) ليکل شوېدى. خو بيا په پښتوـ پښتو قاموس کې د (کمڅټ) لغت په هېڅ ځاى کې تصديق شوى ندى چې داسې لغت په پښتو کې شته او که نه. د (کمڅټ) لغت له بده مرغه په هېڅ قاموس کې ما ونه موند، نه په (پښتو قاموس) کې، او نه په (درياب) کې.
د (شاهين) لغت لپاره د هممانيز لپاره (باتور) ليکل شوېدى. کله چې بيا د (باتور) لغت وليدل شي، نو بيا د تشريح لپاره يې راغلي دي چې د (باز له کورنۍ يو مرغه).
د (ګربت) د لغت لپاره د هممانيز لپاره ليکل شويدي (باز، شاهين). حال دا چې (باز) ، (شاهين) او (ګربت) هممانيز لغات نه بلکې ځانګړي مرغان دي. د (کربت) د لغت لپاره ماته داسې ښکاري چې په افغانستان کې ډېرو کسانو ته به دا لغت نا اشنا وي. د بېلګې په توګه څه موده دمخه د کريکټ په شپږيزې سيالۍ کې په يوې لوبډلې باندې (د کابل بازان) نوم ايښودل شوى و. په انګليسي کې ورته ليکل شوي وو (Kabul Eagles). حال دا چې (Eagle) په پښتو کې (ګربت) ته وايي او نه (باز) ته. باز ته په انګليسي کې (falcon) وايي. (ګربت) په هوا کې هغه مقام لري څنګه چې په مځکه کې (زمرى) يې لري، نو که څوک (ګربت) ته (باز) وايي، د دې مانا به دا وي چې (زمري) ته څوک (پړانګ) ووايي.
دريم: ځينې لغات دومره په تفصيلاتو تشريح شويدي چې د يوې ډکشنرۍ له چوکاټه وتلي دي، د بېلګې په توګه د (کمونيزم) لغت دومره په تفصيلاتو ليکل شوېدى چې له لوستونکي نه اصلي مانا يې ورکه شي، لکه (شډل کمونيزم)(اصلي کمونيزم) او داسې نور. د ډېرو تفصيلاتو لپاره خو يو دايرت المعارف په کار دى چې له يوې ډکشنرۍ نه دا توقع نشي کېدلى.سل په سلو کې د کمونيزم د پوهېدلو لپاره خو يو وړوکى کتاب هم ناکافي دى.
څلورم: د ونو او بوټو لپاره هم داسې تېروتنه شوې چې د يو لغت لپاره نور هممانيزونه ليکل شوي چې بيا دا هممانيز په دې قاموس کې يا تصديق شوى ندى او يا بالکل په بله مانا تشريح شويدى.
پنځم: په پښتو کې ګڼ شمېر لغتونه شته چې په ځانګړي ډول يوه مانا لري، خو کله چې يو بل لغت ورسره يوځاى شي، نو بيا د دې لغت مانا بالکل بدله شي. د بېلګې په توګه: (وتل) په پښتو کې (له يو ځايه راوتل) ته وايي، خو کله چې (خوله) د (وتل) سره يوځاى شي، يعنې (خوله راوتل)، نو له دې نه مطلب دا دى، چې (د يو چا د شونډو لاندې دانې شنې کېدل) چې په فارسي کې ورته (تبخال) وايي.
بل مثال: (خوله) دومره تشريح شوې چې (…هغه غړى چې ژبه او غاښونه پکې دي). خو که چېرته د (خوله) سره مختلف فعلونه يوځاى شي، نو له دې نه بالکل بله مانا اخيستل کيږي. د بېلګې په توګه: (خوله وچېدل)(مړل يا مړکېدل) ته وايي. (خوله ګرزول) : له دې مطلب دا چې (حقيقت نه ويل، له هغې خبرې کولو نه ډډه کول چې نور خلک اورېدو ته يې په تمه دي).
(خوله بويول): له دې مطلب دا چې يو څوک په خبرو راوستل چې يو پټ راز ووايي.
ښه به دا واى داسې ډېرې بېلګې په پښتوـ پښتو قاموس کې ليکل شوې واى. دا ټکى البته په پښتو قاموس چې په (۱۳۳۰) کال کې ليکل شويدى، مراعات شوېدى.
شپږم: د (قسطنطنيه) لغت به د لرغونپوهنې او د جغرافيې له نظره يو اړين لغت وي، خو د ژبپوهنې له اړخه ډېر ارزښت نلري. خو په پښتوـ پښتو قاموس کې ورته ځاى ورکړل شوېدى، په داسې حال کې چې په پښتو کې يو ډېر معمول لغت لکه (دمګړۍ) په پښتوـ پښتو قاموس کې نشته. همدا شان يو لغت چې د غني خان په شعرونو کې ډېر ياديږي (خېشت) په پښتوـ پښتو قاموس کې نشته. که چېرته زما معلومات سم وي، نو(خېشت) د پښتونخوا د (هشنغر) په سيمه کې (ښايست) ته وايي. غني خان په يو شعر کې وايي:
زړه مې واچوه په تال کې د جمات کوڅې له ولاړم
د ملا په پښو مې کېښود ما وى دا مې صدقه ده
ما مرګي ته شروع کړې د ژوندون د خېشت قصه ده
د ژوندون او د جانان دا څه عجبه فلسفه ده
اوم: په جرمني ـ جرمني قاموسونو کې د يو لغت د ماناګانو د ښودلو نه وروسته بيا په دې لغت کې خاص اصطلاحات او متلونه بيانيږي. د بېلګې په توګه په پښتوـ پښتو قاموس کې د (ناوه) لغت تشريح شوى چې (ناوه) څې شى دى، خو په جرمني ـ جرمني ډکشنرۍ کې بيا ځينې متلونه ورسره ليکل شويدي، لکه: (له بارانه تښتېدل او د ناوې لاندې کېناستل). که چېرته داسې متلونه په پښتوـ پښتو قاموس کې ورزيات شي، نو نړيوال منل شوو ستندرد قاموسونو ته به يو قدم نور هم ورنږدې شي.
اتم: د (سرکولپي) لغت له تشريحاتو نه وروسته انګليسي لغت (good will) ليکل شويدى. دا ټکى زه ډېر ګټور ګڼم، ځکه چې د انګليسي لغت په موندلو بيا د دې لغت ژباړه د نورو ژبو نه پښتو ته قاموس ليکونکو ته ډېره ستره مرسته وي. دا ټکى قلندر مومند د (درياب) په قاموس کې تر يوه حده پورې مراعات کړيدى، په تېره بيا د نايابو بوټو لاتيني بڼه يې ليکلې ده. د بېلګې په توګه د (هېمش ګل) لپاره لاتيني کلمه ليکل شوېده (Hibiscus phoeniceus). همدا شان د (ارغنجو) لپاره ليکل شويدي (Prunus Armeniaca).
نهم: ماته د پښتو ـ پښتو قاموس دا ټکى ګټور ښکاري چې د ځينو عربي لغتونو ليکدود يې په پښتنو بڼه کړيدى، د بېلګې په توګه: د (کميس) لپاره (قميص) د (تابيا) لپاره (تعبيه)، د (بدرګه) لپاره (بدرقه) او د (مانا) لپاره (معني) ندي ليکل شوي. د پښتنو ماشومانو لپاره به د (کميس) يا (مانا) لوستل، ليکل او پرې پوهېدل ډېر اسان وي، نسبت (قميص) او يا (معنى) ته.
د ليکدود ريفورم د پښتو په شان په جرمني ژبه کې هم راغلى دى. د بېلګې په توګه د (ټېلفون) لپاره په جرمني ژبه کې هېڅ څوک نه ليکي چې (Telephon). سم ليکدود اوس د (Ph) په ځاى په (F) دى. يعنې ټېلفون په دې ډول ليکل کيږي: (Telefon) .
وروستى ټکى: سره له دومره نيوکو زه پخپله له پښتو اکاډمۍ نه ډېر مننونکى يم چې له ډېرو ستونځو سره سره بيا هم دومره کار يې کړى دى. که دا قاموس نه واى، نو زما په شان د ډېرو نورو کسانو چې د لسيزو راهيسې له خپل هېواده ليرې دي، ژبنۍ ستونځي به ډېرې واى.
که چېرته نوى پښتو ـ پښتو قاموس په کمپيوټر وليکل شي او په اينټرنېټ کې پرليکه شي او هم د (CD) په توګه ترلاسه کړى وشي، نو دا به د هغو لپاره ډېره ستره اسانتيا وي، چې ورځينې ډېر کار اخلي.
ډاکټر اکرم ملکزى، جرمني
