د پېريانو شرط
شينکۍ به تل پېريانو نيوله. کله چي به پر هغې دغسي حمله راغله، نو پر ځمکه به اوږده وغځېده، تر خولې به يې ځګونه راغلل، پښې او لاسونه به يې کاږه شول او کله- کله خو به يې ګډي وډي خبري هم کولې. خلکو به ويل چي دا د هغې خپلي خبري نه، بلکي د هغې د پېريانو خبري دي. پېريانو به کله ويل چي موږ مسلمانان يو او کله به يې ويل چي کافران يو، همدا اوس د قاف له غره څخه راغلو او کله به يې نورې خبري کولې.
د شينکۍ د خبرو پر مهال به د شينکۍ د شا و خوا کورونو ښځي راټولي شوې او هري يوې به د خپلو ستونزو په باب پوښتني ځني کولې. په دې کي به د ناروغانو، ورکو خپلوانو، ورکو شيانو او داسي نورو په اړه پوښتني کېدې، خو د شينکۍ مور به بيا داسي ويل: ”اى ظالمانو! تاسي زما لور ولي ځوروئ؟ له خدايه نه ډارېږئ؟ اخر تاسي له موږ بېچاره ګانو څه غواړئ؟“
پېريانو به کله ويل چي سره غواړو، ياني يو شى حلال کړئ او کله به يې بيا نور څه ويل. د شينکۍ مور په وار- وار يو چرګ حلال کړ او د پېريانو لپاره به يې همداسي روغ- رمټ بام ته وغورځاوه، خو په دې خيراتونو هم د شينکۍ ناروغي ښه نه شوه. مور يې شينکۍ پر ډېرو زيارتونو، پيرانو، تعويذګرو او ډاکټرانو وګرځوله، خو هيڅ ګټه يې ونه کړه. يوه ورځ تر بلي ناروغه کېده او رنګ يې لکه ژيړ زعفران داسي واوښت. مور يې نه پوهېده چي شينکۍ څه ډول ناروغي لري؟
يوه ورځ چي شينکۍ پېريانو نيولې او د پخوا په پرتله يې ډېره په تکليف کړې وه، مور بېچاره ګۍ يې سخته وارخطا شوه او د پخوا په شان يې وويل: ”اى ظالمانو! ولي نه راته واياست چي تاسي له موږ بېچاره ګانو څه غواړئ؟
تر ډېررو مودو وروسته اخير پېريانو خپل اصلي شرط په ډاګه کړ او ويې ويل: که تاسي زموږ يو شرط ومنئ، نو زموږ دي د سليمان (ع ) په ګوتمۍ قسم وي، چي بيا به په ټول ژوند کي شينکۍ و نه ځوروو.
د شينکۍ مور، چي د خپلي لور ناروغۍ ډېره ځورولې وه، خوشاله شوه. ويل ستاسي هر شرط پر غبرګو سترګو منو. دغه يو د سرو زرو وښی چي زما د مور د لاس نښه ده او ما خپلي مږور ته ساتلی دی، سمدلاسه يې خرڅوم، خو مقصد چي زما لورکۍ جوړه شي. وواياست څه شرط لرئ؟
پېريانو وويل: ”شينکۍ، ستاسي ګاونډي جانان ته ورکړئ، خو که مو له جانان پرته بل چا ته ورکړه نو موږ به نه هغه هلک او نه شينکۍ ژوندۍ پرېږدو“.
