زمونږ دباچا
د پاچا خان خبرې د باچاخان د شلم تلين په مناسبت
په پښتنو کښې بغض او کينه ده . يو پښتون د بل پښتون دشمن دى . اتفاق نشته ، ته زما په خوشحالۍ خوشحاله نه يې او زه ستا په خوشحالۍ خوشحاله نه يم. ته زما خير نه غواړې او زه ستا خير نه غواړم . ته زما په بربادۍ خوشحاليږې او زه ستا په بربادۍ خوشحاليږم . زه تا وژنم او ته ما وژنې
نن څه لږ ډير اميد پيدا شوى دى چې دا ستاسو مينه ، دا ستاسو محبت ، دا ستاسو جوش او دا ستاسو احساس وينم
خو اى وروڼو پام وکړئ . زه تاسو ته اپيل کوم . په مونږ باندې خداى فضل کړی دى . نن يې مونږ راويښ کړي يو ، مونږ ته يې نن يوه جذبه راکړې ده . په مونږ کښې يو احساس پيدا شوى دى . زما دا خبره په ياد لرئ . دا خلک په دې خوښ نه دي . د همدې د پاره زه تاسو ته وايم ، دلته چې مونږ څه کارونه کوو ، هغه د ملک او خلکو د پاره کوو . زمونږ شريک ملک دى . مونږ ټول د يو بابا اولادونه يو . مونږ ټول پښتانه يو . کوششونه کيږي چې په مونږ کې اختلاف پيدا شي .
زما تاسو ته دا عرض دى چې اى وروڼو ! خپل دوست او دشمن وپيژنئ ، ګټه او نقصان و پيژنئ. کوشش وکړئ چې څوک په مونږ کښې اختلاف پيدا نه کړي.
ما سره دا وعده وکړئ چې تاسې به کوشش کوئ او خلک به پوهوئ ، دا کوم احساس ، دا کومه جذبه چې په مونږ کښې پيدا شوې ده دا وساتۍ .
د کوم قوم چې د کرسۍ د پاره ، د اقتدار د پاره شوق پيدا شي ، نه په هغوي کښې اتفاق راځي او نه ترقي راځي.
نن وکورئ مسلمانانو ته . اسلام خو ورورولي ده ، آبادي ده . زمونږ څه حال دى . تاسو اول د افغانستان خلکو ته وکورئ . دا جنګ د امريکې جنګ دى په مينځ کښې پښتانه تباه کيږي . يو خوا پښتانه او بل خوا پښتانه . تاسو له ما سره وعده وکړئ چې د پښتون د يووالي د پاره به کار کوئ.
دا د پاخان خبرې وې چې له نن نه يي25 کاله د مخه ګړې وې .
هغه د پښتنو په بې اتفاقۍ خپه ؤ ، هغه د پښتنو په بربادۍ زوريده ، د هغه فکر د پښتنو تر منځ د بغض او کينې په خاطر پريشان ؤ . د هغه زړه ديو پښتون په لاس د بل پښتون په وژلو غمجن او فريادي ؤ.
پاچان خان پښتنو ته په ذهن کښې دا خبره اچوله او په غوږونو کښې يې ورته د خطر زنګ غږ ولو چې اى پښتنو ! دشمنان ستاسو په منځ کښې اختلاف اچوي او ستاسې د بربادۍ د پاره رنګارنګ سازشونه کوي.
د پاچاخان په پورتنيو خبرو کښې دا فلسفه پرته ده او پښتنو ته دا پيغام پروت دى چې په منصب او په څوکۍ تير نه وځي او خپله پښتو او پښتونواله له منصب او پيسو قربان نه کړي.
پا چا خان په رښتيا يو ستر رهبر او مشر ؤ ، هغه په قام کښې اصلاح غوښتله ، هغه پوهيده چې د پښتون قام بيمار دى ، هغه ددوي په بيمارۍ پوهيده ، هغه لکه يو ډاکټر د پښتنو د بيمارۍ د علاج د پاره ډيرې نسخې وليکلې ، کله چې پاچا خان ژوندى ؤ نو د کوتو په شمير پښتنو د خپلى بيمارۍ د علاج د پاره دپاچاخان له نسخو څخه کار اخيستلو خو کله چې هغه له مونږ نه د تل لپاره بيل شو نو اوس څوک له هغو نسخو څخه کارهم نه اخلي.
د پاچا خان پورتنيو خبرو ته چې سړی ځير شي نو دا به ورته ښکاره شي چې هغه خبرې د نن ورځې له حالاتو او ماحول سره مطابقت لري . د دښمنۍ خبرې ، د بې اتفاقۍ خبرې ، د څوکۍ د شوق خبرې ، د بغض او کينې خبرې د ناپروائۍ خبرې د ترهګرۍ خبرې دا ټولې خبرې نن هم په پښتنو کښې موجودې دي. هغه دا خبرې په 1986 م کال کښې کړې وې خو هغه د 2011 م کال خبرې دي او دا به ترڅو چې دا دنيا ودانه ده او تر څو چې پښتانه د ځمکې پرمخ ژوندي دي دا خبرې به زړې نه شي. او د پا چاخان فلسفه به د تل د پاره ژوندۍ وي.
د پاچاخان نظر يو پراخ نظر ؤ ، هغه هر څه ته متوجه ؤ . پاچا خان د پښتنو د يوالي ، اتحاد او اتفاق د پاره ، د پښتون قام د سرلوړۍ او ترقۍ د پاره ، د پښتون قام د حقوقو د ترلاسه کولو د پاره نه ستړې کيدونې مبارزې وکړې . هغه په دې لار کښې ګړاوونه وکالل ، هغه د خپل خوږ عمر ډيرې رڼې ورځې بنديخانو په تورتمونو کښې له تکليف او عذاب سره تيرې کړې. هغه د پښتون قام د سياسي ، اقتصادي ، فرهنګي ، اجتماعي او ملي حقوقو د تر لاسه کولو په خاطر د يو سياس ستر تحريک زبردست ټينګ بنسټ کيښود او له پښتنو يې وغوښتل چې په دې بنسټ د پاسه د پښتون قام د بقا او ترقۍ عمارت جوړه کړي .
له ډير افسوس سره بايد ووايو چې د پاچاخان په دې فلسفه يا خو پښتانه پوه نه شول او يا هم پښتنو له بې پروائۍ څخه کار واخيست . د پاچا خان په فلسفه او د پښتنو په عمل کښې يو ستر تضاد موجود دى. پښتانه دا مني او په دې خبره پوهيږي چې پاچاخان د پښتون قام يو ستر خدائي خدمتګار ؤ او هغه د پښتون قام د عزت او حرمت د ساتلو د پاره هلې ځلې کولى خو پښتانه د پاچاخان د سياسي تحريک د پر مخ بوتللو په کار کښې پاتې راغلل . د پاچا خان د سياسي تحريک د موټر پايې له کاره ولويدى او چا يې د ترميم او جوړلو فکر ونکړ.
پاچا خان په کال کښې يو ځل ياديږي ، هغه هم په څو مختصرو غونډو کښې . پاچاخان د پښتنوکاندي دى . په هندوستان کښې د هندوستان له زرو مليونو نه زيات وګړي د مهاتما کاندي د فکر او فلسفې پيروي کوي او هغه دخپل سرنوشت مشال ګڼي ، په پاکستان کې يو سل او پنځوس مليونه پاکستانيان چې پښتانه هم پکښې شامل دي د علي جناح د فلسفې په رڼا کښې د پاکستان موجوديت ته د احترام سرونه ټيټوي او درناوى يې کوي ، خو پنځوس مليونه پښتانه د پاچاخان له فلسفې څخه ناخبره دي ، پاچاخان د نړۍ يو ستر سياست دان ؤ خو پښتون قام ترې ناخبره دى ، همدا سبب دى چې پښتانه د سرګردانۍ په عالم کښې لالهانده او پريشانه ښکته پورته ، يو خوا بل خوا لکه يتيمان بې آسرې ګرځي راګرځي. اوس ښايي چې د پاچا خان د سياسي تحريک د موټرپايی ترميم شي تر څو دا موټر روان شي . مونږ ټول بايد ددې پايو د ترميمم د پاره سره لاسونه ورکړو او په سياسي بيدارۍ سره ، له پښتني مينې او احساس سره دا ولاړ موټر په حرکت راولو.
قامي اصلاح او د مدرسو جوړول :
پاچا خان د قامي اصلاح په فکر کښې ؤ ، هغه د قامي اصلاح د پاره قامي تعليم ضروري او حتمي ګڼلو . هغه د همدغه هدف د تر سره کولو د پاره ښونځي جوړ کړل .
له پاچاخان سره دا فکر ؤ چې پښتانه بايد په خپله ژبه تعليم وکړي او شاکردان دې بايد په ديني او ملي جذبه وروزل شي ، په همدې فکر هغه د خپلو ملګرو په مرسته ډيرې مدرسې جوړې کړې چې په دې کار کې ورسره حاجي صاحب مخفي ، مولوي عبدالعزيز ، مولوي فضل ربي او زما نيکه د ارواښاد رشتين بابا پلار مولوي تاج محمد خان نظري او عملي همکاري وکړه.
پاچاخان د دير د خال په کلي کښې يوه مدرسه جوړه کړه ، پاچاخان او مخفي صاحب پکښې د ښوونکو په حيث کار کولو ، په دغه مدرسه کښې په سلکونو شاګردانو سبق ويلو . د ملاګنډ د پيرنګي پوليټيکل په وينا د دير نواب دغه ښونځی وران کړ . پاچا خان او مخفي صاحب له دير نه وشړل شول . پاچا خان بيا په خپل کلي اتمانزو کښې د دوستانو په مرسته يو آزاد ښوونځی پرانيست .
په کال 1914 م کښې د ترونکزو حاجي صاحب سره د نورو ملګرو چې زما نيکه مولوي تاج محمد خان هم ورسره ؤ آزادو قبائيلو ته لاړل چې د انکريزانو په ضد خلک راپاڅوي . په دې وخت کښې د ترونکزو حاجي صاحب او دده ملګرو د آزادو قبائيلو په سيمو کښې ډيرې مدرسې جوړې کړې . مولوي تاج محمد خان د ټولو مدرسو مهتم شو او په مهتم صاحب مشهور شو. د کدر ددارلعلوم لومړنی مدير مولوي تاج محمد خان ؤ.
انکريزان د پاچاخان د اصلاحي فکر سره مخالف وو ، انکريزانو نه غوښتل چې پښتانه د تعليم خاوندان شي ، دپا چا خان له خوا جوړ شوي ښوونځي او مدرسې يې ورانې کړې او پاچا خان يې په همدې ګناه څو څو ځلې زندان ته واچولو.
د افغانستان محترم جمهور رئيس حامد کرزي يو ځل په خپلو خبرو کښې دا يادونه وکړه او داسې يې و ويل : ” کله چې پاچا خان پښتنو ته ښونڅي جوړ کړل نو پيرنګيانو هغه په جيل کښې واچولو.”
اوس هم هغه حالت دى ، په سوات او د پښتنو په نورو سيمو کښې په سل هاو ښوونځي له منځه يوړل شول او په لک هاو د پښتنو اولادونه له درس او تعليم څخه پاتې شول . د پښتنو دشمنان په دې پوهيدل چې پښتنو تعليم ته مخه کړې ده ، ددوي اولادونه تعليميافنه شوي دي ، دشمنان پوهيدل چې په پښتنو کښې لکه قدير خان د اتومي وسلو ماهران هم پيدا شوي دي ، هغوي پوهيدل چې په پښتنو کښې قوي سياست مداران ، دانشمندان او پوهان پيدا شوي دي ، نو ځکه يې د پښتنو پر ځمکه اور بل کړ .
په افغانستان کښې د پښتنو په سيمو يې بمبارۍ وکړې ، په دې سيمو کښې يې تعليمي ، اقتصادي ، فرهنګي ، تجارتي او نورې حياتي چارې ګډې وډې کړې .
په دې سيمو کې يې بد امني منځ ته راوړه . دا د پښتنو د دښمنانو کار دى چې نه غواړي پښتانه ترقي وکړي ،
د پښتنو دشمنانو د پښتنو هيواد په دوو برخو وويشلو ، صوبه يې جدا کړه خو د پښتنو په حقوقو يې سترګې پټې کړې .
په پختونخوا کښې يې پښتانه په خپله ژبه له تعليم څخه بې برخې وساتل . پاچا خان غوښتل چې پښتانه په خپله ژبه تعليم حاصل کړي خو د پاچاخان په دغه ستر ارمان باندې خاورې واچول شوې. پاچاخان غوښتل چې په وطن کښې د علم او پوهې له لارې يو انقلاب راولي ، او ددې نقلاب د پاره ده غوښتل چې عالمان او پوهان وروزي . پاچاخان به چې هر وخت د قامي خدمت بيرغ اوچت کړ نو د دشمنانو له خوا به ونيول شو ، بيرغ به يې ورته څيرې څيرې کړ او او دى به جيل ته واچول شو خو سره له دې بياهم پاچاخان تر مرکه دا مبارزه جاري وساتله او چا يې مخه ونه شوه نيولې . د هغه مبارزه يوه حقيقي او د خلکو د پاره د خدمت مبارزه وه ، پاچاخان په مال او دولت خرڅ نه شو ، پاچا خان خپله پښتو او خپل پښتون قام د منصب او مقام په مقابل کښې خرڅ نه کړ . هغه خپل عزت وساته ، هغه خپله پښتووساتله ، هغه خپل احترام وساته.
کوم عزت او احترام چې پښتنو د پاچاخان کولو هغه عزت د پاچا خان نه پس د بل چا نه دى شوى . په داخلي او بين المللي سطح چې د درنښت کوم مقام هغه حاصل کړی ؤ ، هغه مقام بل چا تر اوسه حاصل نه کړاى شو . هغه يو نابغه رهبر ؤ.
د پاچا خان مقام ته څوک رسيدلى نه شي ، د پاچا خان لمسی اسفند يارولي هم له پاچا خان سره مقابله نه شي کولى. پا چاخان د پښتنو له دشمنانو سره هيڅ پټه او ښکاره معامله ونکړ ه ، هغه په دولت کښې د کوم مقام غوښتنه ونه کړه او نه يې د چا غوښتنه ومنله . هغه په خپله يو مقام ؤ ، داسې مقام چې هيڅ مقام ته يې رسا قد ټيټ نه شو . هغه په عزت ژوند وکړ او په عزت سره له دنيا رخصت شو . پا چاخان د سياست يو پوهنتون ؤ ، پاچا خان د علم او پوهې يوه مدرسه وه ، پاچا خان د اخلاقو او انسانيت يو مرکز ؤ. په دې پوهنتون ، په دې مدرسه او په دې علمي مکز کښې ډير خلک وروزل شول او وپالل شول.
پاچاخان د ورورولۍ او عزيزولۍ خبرې کولې . پاچا خان چې په افغانستان کښې ؤ نو هغه د افغانستان ټولو سيمو ته سفرونه کول ، هغه به په ښارونو ، کليو او بانډو ګرځيده ، له ټولو ولسونو سره به يې ليدل کتل کول ، له پښتنو ، تاجکو ، هزارؤ ، ازبکو ، ترکمنو ، نورستانيانو او بشه يانو سره به يې ناسته ولاړه کوله او ټولو ته بې د افغانانو په سترګه کتل. هغه به له ټولو سره د يووالي ، او اتحاد خبرې کولې ، هغه به له ولسونو سره د عزيزولۍ او مينې محبت کيسې کولى.
پاچاخان د مليونونو انسانانو په زړونو کښې د انسانيت او سړيتوب دنګ برجونه ودرول . هغه د خدايي خدمتګارۍ سياسي تحريک جوړ او د خپل ، منطق ، ايمان او پښتو له زور او طاقت څخه په استفاده يې د زورمندانو او جابرانو ملاوې ماتې کړې . د هغه ارداده قوي وه ، د هغه عزم ټينګ ؤ ، هغه يو ثابت قدمه مبارز ؤ ، د هغه د مبارزې مخه چا نيولې نه شوه .
پاچا خان د يو باشعوره سياسي شخصيت په حيث دنيا ته ثابته کړه چې پښتون يواځې د ټوپک ملګری نه دى بلکې يو باشعوره ملت دى
څنګ به د قام او دملي شعور معراج ته رسو
د لر او بر پښتونه يو شه چې مزل پوره شي
. پا چا خان د تشدد طرفدار نه ؤ ، هغه به ويل چې له تشدد نه نفرت او د عدم تشدد نه محبت پيدا کيږي . نن مونږ پښتانه له هر څه نه زيات د پاچاخان د عدم تشدد فلسفې ته ضرورت لرو . نن د پښتنو په سيمو کښې انفجارات کيږي ، روزانه په سل هاو بيګناه پښتانه وژل کيږ ي . يو ويشتم قرن دى ، دنيا چيرته رسيدلى او د پښتنو د تعليم مخه نيول کيږي ، ښوونځي او پوهنتونونه يې ورانيږي او تړل کيږي.
د پښتنو اولادونو ته په مدرسو کښې د ترهګرۍ او ځان وژنې درسونه ورکول کيږي ، د پښتنو اولادونه د يو ويشتم قرن د تعليم څخه بې برخې پاتې کيږي ، د پښتنو اولادونه د علم او نوې تکنولوجۍ له فيض څخه بې برخې پاتې کيږي .
دا ولې ؟
هو !
دا ددې د پاره چې پښتانه د پاچاخان په فلسفې عمل نه دى کړی .
دا ددې د پاره چه پښتون د خپل دشمن په لمسه د خپل قام د ترقۍ په وړاندې ديوالونه درولي دي .
دا ددې د پاره چې په پښتنو کښې د بغض او کينې د سرطاني مرض علاج نه دى شوى.
دا ددې د پاره چې يو پښتون د بل پښتون خير نه غواړي.
دا ددې د پاره چې د پښتنو فکري بنياد کمزورى دى.
دا ددې د پاره چې پښتانه ولس ته د پاچا خان د ورورۍ او عزيزولۍ پيغام په امانت دارۍ سره نه دى رسولى.
دا ددې د پاره چې يو پښتون بل پښتون وژني او په سر يې پيسې اخلي .
دا ددې د پاره چې په پښتنو کښې د اتحاد او اتفاق تارونه مضبوط نه دي.
او س پښتنو څه کول پکار دي او څه بايد وشي . ددې د پاره چې پښتانه له اوسني بد حالت څخه ووځي او ددوي په سياسي ، فرهنګي ، اقتصادي ، امنيتي ، اجتماعي ژوند کښې ښه والې او بهبود راشي نو
دا لاندني څو وړانديزونه ورته مناسب ګڼم .
1- د پا چا خان د سياسي تحريک فعاله کول .
پرته له يو سياسي تحريک نه پښتانه هيڅ هم نه شي تر لاسه کولاى. ددې کار د پاره بايد د پا چاخان د فکر ملګري ميدان ته راووځي ، په ښارونو وګرځي ، کليو ته لاړ شي ، د خلکو د کورونو دروازې وټکوي او بيده خلک راويښ کړي . پا چا خان په خپلو پښو ميټر لکولى ؤ او روزانه به يې په کيلو مترو مزلونه کول او په هر ځاى کښې به يې خلکو ته ځان رساوه او هغوي به يې رابيدارول. دا يواځنۍ لارده چې په ګټونو کښې پراته پښتانه راويښ کړاى شي.
ملنګ جان وايي :
راځی پښتنو وروڼو د پاک زړه په صداقت
ملا وتړۍ په ټينګه رابهر شئ په ميدان
2- د پا چاخان د مبارزو تعقيبول :
کومه مبارزه چې پا چا خان د پښتون قام د حقوقو د تر لاسه کولو د پاره کړې ده ، هغسې مبارزه پکار ده.
څرنګه چې پاچاخان په قام غمژن ؤ ، هغسې بايد مونږ غمژن ووسو .
3- د پا چاخان د فلسفې ژوندي کول او په هغې عمل کول.
د پاچاخان په فلسفه کښې دومره قوت پروت دى چې که هغه راژوندې شي او عمل پرې وشي نو د پښتنو ژوند به بدل شي. د فکر او علم خاوندان پښتانه ، د علم او پوهې لرونکي پښتانه ، په سياست او رموز پوه پښتانه بايد کوشش وکړي چې د پښتنو هر زلمي ته، هرې پيغلې ته او هر ماشوم ته ځان ورسوي او ورته ووايي چې پا چا خان څوک ؤ او څه ؤ. د پيغلو خبره مې ځکه ياده کړه چې پا چا خان د نجونو د تعليم طرفدار ؤ ، هغه به ويل :
( زما خيال ورځ په ورځ د جينکو تعليم او تربيت طرف ته زياتيږي . ولې چې زه دا خبره د خپل قام د پاره خطرناکه ګڼم چې هلکانو ته خو دى تعليم ورکړ شي او جينکۍ دې د علم نه محرومې کړی شي . ددې نتيجه به دا وي چې زمونږ هلکان به اول خو د جاهلانو له ښځو سره ودونه نه کوي او که چيرې وهم کړي نو اکثر به يې کور سمون نه خوري او هميشه به پکښې کشمکش وي چې ددې نه زمونږ قام او ملک ته د لوى نقصان د رسيدو انديښنه ده.)
4- په پښتنو کښې د اتفاق او ورورۍ د سستو مزو ټينګول .
د اتفاق او ورورۍ د مزو ټينګول په ښه فکر او ښه تعليم سره کيداى شي . هر څومره چې په يو قوم کښې د تعليم سطح لوړه شي په هغه اندازه د خلکو فکر مثبت لورته وده کوي او له دې سره د اتفاق او ورورۍ سست مزي ټينګږي . له بلې خوا د ولس په اقتصادي وضع کښې ښه والى هم د خلکو د ژوندانه په فضا کښې د نفرت او کينې دوړې لر کوي .
5- . تعليم ته مخه کول .
اساسي خبره د تعليم ده. او دا موضوع هغه موضوع ده چې پاچا خان ورباندې تاکيد کړی دى. زياتره پښتانه سياستمداران د تعليم خاوندان نه دي ، همدا وجه ده چې پښتانه په سياست کښې ناکام دي . په جنګ جګړه کښې استاذان دي خو چې جکړه وکټي نو څوک يې په قدرت کښې نه شريکوي. په يوه بهانه او بله بهانه يې تير باسي او د خير په غونډۍ يې کينوي. پاچاخان ددې دپاره چې پښتانه تعليم يافته شي نو د ښونځيو د جوړولو د پاره يې ملا وتړله ، هغه خپل وس وکړ ، دشمن ډير ځيرک او چالاک ؤ ، هغه دشمن اوس لا نور چالاک شوى دى . اوس هغه دشمن هوايي بريدونه کوي او ښوونځي له مينځه وړي . پخوا به يې دا کار د پوليټکل اجنټانو او جاسوسانو په ذريعه کولو خو اوس يې په بل شان کوي.
6- په پښتو ژبه ليک او لوست ته توجه کول
په پښتنو کښې د ليک لوست موضوع ډيره مهمه ده. زه فکر نه کوم چه په کوزه پښتونخوا کښې 20 % پښتانه په پښتو ليک او لوست وکولاى شي . دا ځکه چې هلته تعليم په پښتو نه ؤ او تر اوسه پورې په پښتو ژبه تعليم ته توجه نه کيږي. په افغانستا ن کښې هم زياتره پښتانه د پښتو په ليکلو کښې مشکل لري. . پاچاخان دې مشکل ته متوجه ؤ نو ځکه يې پښتانه دې ته هڅول تر څو ليک او لوست ته توجه وکړي.
7- په پښتنو کښې د پاچاخان د فکر او نظر د پلوشو خپرول .
په قام کښې د پا چا خان د فکر او نظر د پلوشو خپرول يوه اساسي تقاضا ده. اوسنى نسل د پاچا خان له فکر او نظر څخه لرې ساتل شوى دى . ددې کار د پاره لازمه ده چې د هر پښتون په کور کښې د پاچاخان د فکر او نظر رڼا خپره شي ترڅو ماشومان او لويان ددغې رڼا نه ګټه واخلي او خپل تياره ذهن روښانه کړي.
8- د پاچاخان په نوم د پوهنتونونو او علمي تحقيقاتي مرکزونو او ښونځيو جوړول .
البته دا کار د ولسونو په غوښتنه او د حکومتونو په همکارۍ او توجه عملي کيداى شي. پښتانه سياستمداران چې په حکومتو نو کښې لوړ سياسي وظيفې لري ، دا ددوي دنده ده چې ددې کار د عملي کولو د پاره خپل مسؤليت رفع کړي.
9- د اختلاف مخه نيول .
پا چا خان وايي :
( چې په ډلو کښې اختلاف پيدا شي ، که ډير ښه کار او د کار خلک وي هم بې کاره شي ، د هغوي ذهني طاقت د يو بل په غورځولو کښې صرف شي . په خدمت کښې اختلاف نه راځي ، اختلاف له خود غرضۍ نه پيدا کيږي.)
10- د پښتنو ورورلي :
پښتون هيچيرې کوم بهرني قوت وهلى نه دى ، بلکې تل ورته خپل ورور تربور شوى دى .
ارماني د پښتنو د آبادۍ ؤ
آرزومند د خپل وطن د آزادۍ ؤ
يو تحريک ؤ يو درياب ؤ په چپو کښې
يو داعي د پښتنو د ورورولۍ ؤ
په پښتنو کښې که د ورورولۍ احساس ژوندى نه شي نو د پاچا خان د ارمان غوټۍ به هيڅکله ګل نه شي.
د پاچا خان په باره کښې خبرې پاى نه لري ، که زه هر څومره کينم او دې ليکلو ته دوام ورکړم ، ستړې به شم ، سترګې به مې خوبولې شي ، سر به راباندې وګرځي ، ماغزه به مې ستړي شي ، د لا س کتې به مې سستې سستې شي خو د پاچا خان د فلسفې ټول اړخونه به ونه څيړل شي ، د ددې کار د پاره ډير وخت ته ضروت دى ، ډير کار ته ضرورت دى ، ډيرو تحقيقاتو ته ضرورت دى . زه به خپلو خبرو ته د ولي خان له دې خبرو سره خاتمه ورکړم .
( پيرنګيانو په خپلو کتابونو کښې د پښتون د وهلو د پاره دوه وسلې ښودلې دي . يوه دا چې پښتانه درنه يو ځاى نه شي او دويمه دا چې پښتانه من حيث القوم مسلمانان دي ځکه نو د مذهب او اسلام په نوم يې ووهئ .)
او مونږ نن وينو چې پښتانه د اسلام په نوم وهل کيږي او ټکول کيږل .
مونږ له هر چا نه غواړ و چې له پښتنو سره د دوستۍ له لارې مخکښې راشي . له پښتنو سره دوستي د هر چا په ګټه ده . هغه څه چې له پښتنو نه د دوستۍ له لارې لاس ته راتلى شي هغه د دشمنۍ له لارې لاس ته نه شي راتلاى. که هر څوک له پښتون سره له زور نه کار اخلي نو په مقابل کښې هغومره د پښتنو مقاومت او حساسيت زياتيږي. پښتانه صبور دي ، له ډير صبر نه کار اخلي . خداى پاک د صابرينو سره ملګرى دى.
إن الله مع الصابرين .
و من الله التوفيق
