بې وخته اختر
نولس کاله پخوا مې دا کبسه لیکلې، خو اوس چې داختر شپه په هماغه محله کې د بام په سر ناست یم، د شاوخوا کورونو او محلو نه د اختر بېدریغه ډزې اورم، خو له یوه جومات نه د قران مجید د وروستۍ پارې نلاوت هم د لوډ سپېکر نه اورم:
بې وخته اختر[لنډه کیسه/ افسانه]
لېک: بازمحمد عابد
چې خداى (ج) ته ښکاره وي، نو له بنده گانو يې څه پرده. سږ کال خو مې تر پنځه ويشتمې روژې پورې د تراويج يو لمونځ هم نه و کړى، بلکې د ماخوستن لمونځ به هم رانه اکثر قضاء و.
د روژې شپږويشتمه شپه وه، چې د تره زوى مې له نږدې مدرسې نه قاري صاحب راوست. غوښتل يې چې په کور کې سره په گډه ختم شريف ادا کړو. چا ته چې په ختم کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، تقريباً پوره شوي وو. اودس مې وکړ.
وټاکل شوه چې په درې شپو کې به ختم سر ته رسوو. قاري صاحب د ښکلې نوراني څيرې سره ښکلى بلبلي غږ هم لرلو او په ښکلي قریحه يې په اوله شپه څوارلس پارې قرائت کړې.
د چايو په وقفه کې مې ترې پوښتنه وکړه:
- قاري صاحب په سږنۍ روژه کې دې دا څويم ختم دى؟ قاري صاحب وويل:
- د خداى (ج) کرم دى، خبره له شميره وتې ده. د روژې له اولې شپې نه مې تر لسمې شپې پورې په مدرسه کې طالبانو ته ختم کړى دى. او بيا مې تر اوسه د دوستانو په دېرو کې د درو او څلورو شپو ختمونه ورکړي دي. "
په دوهمه شپه حجرې ته دوه درې دقيقې وروسته ورغلم. د ماخوستن جمعه ولاړه وه. د لمانځه نيت مې وتاړه. د حجرې په کونج کې مې د خوږو په قوتيو نظر پريوت، په زړه کې راوگرځيدل چې کيداى شي د ختم اجنډا تغيير موندلى وي. د سنتو په وقفه کې مې د سترگو په کونجونو کې له يوه ملگري نه پوښتنه وکړه. هغه راته وويل:
" قاري صاحب چيرته د درې شپو ختم نيولى دى او زموږ ختم نن شپه ختموي. "
شپه تر نيمايي اوښتې وه، چې ختم شريف تر سره شو. قاري صاحب به لس پنځلس مینټه په عربي او پښتو ژبو دعا گانې ويلې او د ختم گډون کوونکيو به دآمين په مزو ټړلې. په اخر کې به هر چا د خوږو قوتۍ او ځانونه قاري صاحب ته نېږدې کول چې د برکت دم پرې چوف کړي. او بيا هر چا د شکرانې په توگه قاري صاحب ته چنده ورکړه، بلا پيسې ټولې شوې او قاري صاحب په ډېره خوښۍ د شپې په څلورم پار د مدرسې لاره ونيوله.
قاري صاحب وروستى ختم هم زموږ په کوڅه کې په نېږدې حجره کې نيولى و. په دوه شپو کې يې شپږ ويشت پارې قرائت کړې وې. نهه ويشتم روژه ماتى چې څنگه وشو، لږه شيبه به لا تېره نه وه، چې د شا و خوا علاقو نه د اختر د ډزو آوازونه پورته شول. زموږ په علاقه کې هم سرمستو ځوانانو دکلاشنکوفونواو تمانچو ډزې وکړې. د ماخوستن تراذانه پورې د ډزو آوازونه د نژدې او لرې سيمونه اوريدل کيدل. زموږ په کوڅه کې چې چا د دريو شپوختم نيولی و، د هغوى له حجرې نه هم دکلاشنکوف ضربې چليدلې دغه وخت قاري صيب په حجره ننوت او له سلامه وروسته يې وويل:
"ورونو اودسونه کوئ چې داڅلور پارې هم په خير سره په گينټه نيمه کې سرته ورسوو."
يوه ځوان چې د کلاشنکوف شپېلۍ يې په سپينه ټوټه پاکوله وويل:
"قاري صيب اوريدلي مې دي چې د اختر په شپه خو څوک تراويج نه کوي."
قاري صيب وويل:
" اختر چيرته دى دخداى بنده، سبا خوديرشمه روژه پوره کيږي."
بل ځوان چې دکټ په لنگه ناست و او سگريټه يې اوږده اوږده لوگي ايستل وويل:
" قاري صاحب، خداى دې اجر درکړي، پريږده چې داختر دشپې نه څه مزه واخلو.."
قاري صيب دکورنۍ مشر وليده چې حجرې ته راننوت و يې ويل:
"حاجي صاحب داځوانان نه پوهيږي. دخداى (ج) په عذاب ځانونه اخته کوي. سبا حقه روژه ده . راځئ چې بسم الله کړو، ختم به سرته ورسوو، انشاالله اجرونه به يې خداى (ج) درکړي."
قاري صاحب به لا نورهم څه ويل خو د کور له خوا حجرې ته لس دولس ماشومان په شورماشور راغلل او حاجي صاحب ته يې په فريادونو پيل وکړ. چابه ويلې زما جامې درزي سره پاتې دي، چا به دبوټانو او څپليو غوښتنه کوله او چابه دجرابو او بنيانونو.
حاجي صاحب دماشومانو دضد په وړاندې تسليم شو. دلوټونو بنډل يې له جيب نه راوايست. دقاري صاحب په اوږو يې لاس واچاوه دوه درې سوه روپۍ يې ورته په گوتو کې کيښودې او ورته يې وويل: قاري صاحب دا د اختر برخه واخله. ماشومان دي، ضد کوي. اختر يې جوړکړو. په دعا کې به مو انشاالله نه هيروې.
قاري صاحب بې له دې چې پيسو ته وگوري، په جيب کې يې ننه ايستـــې او په تريـــو تـــندي له حجرې ووت. حاجي صاحب په کشـــرزوى غــــږ وکـــړچـــې دماشومانوداختربندوبست وکړي.
داخترله لمانځه وروسته مې څه په شواخون دقاري صاحب خواته ځان ورورساوه. ځان راته قاري صاحب ته په مبارکۍ ورکولو پوره وړى ښکاريدو. قاري صاحب دجومات نه په وتو کې و. دشاله خوا مې په اوږه ورته لاس کيښوده او په خوشالۍ مې ورته وويل چې:
قاري صاحب اختر دې مبارک شه سره د واړو ختمونو او روژو. ددې پرځاى چې قاري صاحب راته ووايي چې ستادې مبارک شي، وويل:
(( ظالمانو بې وخته اختر کړ.))
01/10/1999
