پښتو کښې هنري او
په پښتو ژبه کي ادبي او هنري پانګه
حبیب الله رفیع
خبري او سندري دواړي د ژبي زړه پانګه ده او کله چي زمزمو او سندرو ذوق خړوب کړی نو بيا ورو-ورو په ژبنۍ پانګه کي هنر غزوني وکړې
انسان چې پر نړۍ پښه کښېښوده، دنيا له غږونو ډکه وه، د باد غورهار، د پاڼو شڼهار، د اسونو شيشنهار، د مارانو پښهار، د مرغانو چغهار، د اوبو شړهار او داسې نور ګڼ غږونه يې تر غوږ کېدل او ده به چې ژبه خوځوله د ګڼو غږونو پېښې يې کولاى شوې او پر دې سربېره يې چې کله ژبه په تالو کې خوځوله نو ده به په خپله هم نوي او ابتکاري غږونه له خولې ايستلاى او راز – راز اوازونه او غږونه جوړولاى شواى.
په اساس کې ژبه الهامي ده او لومړنى ښوونکى يې لوى خداى دى، انسان ته يې ټول نومونه وروښودل او بيا په کسبي توګه ده د خپل چاپېرټولو شتو موجوداتو ته نومونه کېښودل او په دې توګه غږونه په حرفونو، کليمو او جملو واوښتل او د انسان د خپل – خپل وخت اړتياوې يې پوره کړې او د بل وخت لپاره يې نور نومونه رامنځته کړل او هم د وخت په تېرېدو ګڼې ژبې او د ژبو کورنۍ وپنځېدې او د نوم ايښودنې او لغت جوړونې دا لړۍ دا دى تر ننه لا راروانه ده او دوام به لري.
ژبه يوه اړتيا وه، د انسان ستونزې يې حل کولې او د هر څه لپاره يو ټاکلى نوم او مفهوم رامنځته شوى ؤ خو کله به چې انسان يوازې شو، په کار او ښکار به بوخت شو نو د خپل ذوق د تسکين او د خپل وخت د تېرېدو لپاره به يې له خولې نه منظم اوازونه ايستل او زمزمې به يې کولې دا ځکه چې سندريز نظم هم په طبعيت کې موجود ؤ.
د آبشار منظم شړهار، د باد شمېرلى غوره هار او د مرغيو سندريز چغهار دا ټول د ده پر وړاندې وو خو ورو – ورو دا زمزمې د حروفو، کليمو او جملو له او ډون نه جوړې کړې او په هره وقفه کې يې د يوه آهنګ او ورته غږ کليمې راوړې او همدا وو چې د خبرو په کور کې سندرو سترګې وغړولې او د منظومو او منظمو خبرو بنسټ کېښودل شو.
زموږ اولسي سندرې د همداسې لرغونو سندرو نمونې دي چې قافيې يې د آهنګ له مخې جوړېږي او پښتنو ته د پښتو له زېږېدو سره سمې له ميندو ژبو نه راغلې او حتى د ماشومانو او ميندو په سندرو کې چې د پښتو ډېرې لرغونې سندرې دي، ژوندۍ- ژوندۍ مسرۍ له ميندو ژبو نه راغلې، سينه په سينه رالېږدېدلې او بې له دې چې څوک يې په موخه – وپوهېږي تر ننه پورې له يوه نسل نه بل نسل ته رسېدلې دي.
په دې ترتيب خبرې او سندرې دواړې د ژبې زړه پانګه ده کله چې خبرو انساني اړتياوې تر سره کړې او کله چې زمزمو او سندرو ذوق خړوب کړ نو بيا ورو – ورو په ژبنۍ پانګه کې هنر غزونې وکړې، الفاظ او جملې وتوږل شول، راڼه شول، شفاف شول، د غميو غوندې وځلېدل او د مرغلرو غوندې سره وپېيل شول دا وخت ؤ چې په زبه کې ادب او هنر راپيدا شو او د ادب ژبه معمولاً سمبوليکه، اصطلاحي، استعاري او انځوريزه شوه. دا ضرور نه ده چې ادب دې په نثر او يا په نظم کې وي بلکې د ادب ژبه دې هنري او عالي وي او کومه ليکنۍ يا ګړنۍ ټوټه چې دا هنري، عالي او ادبي ژبه ولري، که نظم وي او که نثر، که ليکنى وي يا ګړنى دا ادب دى او ادبي تنده پرې ماتېږي.
يوه غلطي چې تر اوسه را روانه ده هغه دا ده چې زموږ په څېړنو کې د يوې ژبې ټوله پانګه ادب بلله کېږي او وايي ساينسي ادب، طبي ادبيات، منظوم ادبيات او نور خو دا سمه نه ده ځکه ادب که په نثر کې وي يا نظم کې بايد ادبي ځانګړنې، ادبي جوړښت او هنري خواوې ولري او په لوړه او عالي ژبه وي، که داسې نه وي ادب نه دى بلکې د ژبې عادي پانګه ده او بس.
يوه بله لويه غلطي دا هم ده چې موږ په پښتو کې ټول منظوم آثار او ايجادونه ادب بولو، دا هم سمه نه ده ځکه هغه آثار چې د تعليمي او روزنيز هدف لپاره ليکل شوي، د ادب برخه نه ده بلکې د دې لپاره نظم شوي چې شاګردان او زده کوونکي يې ياد کړي او په دې توګه يې د دې نظم هدف په ياد پاتې شي. له همدې کبله موږ لوى – لوى شاعران لرو چې ادبي آثار يې عالي او هنري دي خو تعليمي آثار يې په عادي او بې پېرايې ژبه دي.
خوشال بابا درې نيم سوه کاله وړاندې دې ټکي ته متوجه شوى او په شعوري توګه يې خپل ادبي او تعليمي آثارو سره بېل کړي. دى په فضل نامه کې وايي:
دا سږ کال چې دغفط دى
يو کتاب مې په نمط دى
چې يې نوى بنياد کېږدم
يو يادګار په جهان پرېږدم
ساده نظم بې دقته
بې اشکاله، بې لغته
په خفيف بحر ولى
تکلف ځنې وتلى
چې اسان په يادول وي
مختصر ښکلى په ښکل وي
چې هر څوک ورته وګوري
نېک عمل وته وښوري
سره له دې چې د ده د دې ساده وينا په وړاندې د ده دېوان او هنري بيان دروکان دى او د رنګونو زرغون ټال.
حميد بابا هم چې کومه شاعري او ساحري په خپل ديوان، نيرنګ عشق او شاه او ګدا کې کړې هغه د ده د شرعة الاسلام په پنځلس زربيتيز کتاب کې نشته.
دى په دې کتاب کې وايي:
حمد و شکر دى بېحده
تالره خدايه احده
چې د کړه پرما پيرزو
په خپل فضل دا آرزو
دم قدم مې ستا توفيق
په دا لار کې شه شفيق
راته تا کړه په احسان
دا مشکل مزل آسان
خو په نيرنګ عشق کې دا يو بيت:
هر اندام د ګل اندام په نڅېده
لکه موم د اور له تاوه څڅېده.
دومره هنر او شعريت لري چې يو کتاب خبرې پرې کيدلاى شي، دا بحث اوږده لمن لري خو لنډه نتيجه يې دا ده چې د يوې ژبنۍ پانګه پراخه او عامه ده او ټول ژبني توکي په کې راځي او ادبي پانګه بيا د ژبنۍ پانګې يوه برخه ده، همدا را د يوې ژبې ټول نظمونه هم ادبي پانګه نه بلکې يوه ياته برخه يې ژبنۍ پانګه ده.
په بله ژبه موږ کولاى شو ژبنۍ پانګه له هغو خښتو او خټو سره ورته وبولو چې سره راټولې يې کړې سر پر سر يې کېښودې يوه عادي کوټنۍ ترې جوړه کړې چې له يخنۍ او ګرمۍ نه په کې خوندي کېږي او په ژوند کې دى د مسکن اړتيا پوه کېږي يا لکه هغه ور چې له ساده تختو يې جوړ کړې او په دې کوټه کې يې کېږدې چې کور پرې خوندي کېږي خو د ژبې هنري او ادبي پانګه بيا داسې ده لکه د يوې ماڼۍ جوړښت چې پر خښتو او خټو سربېره سمټ، رنګونه، ډبرې او هيندارې ټول په کې راغونډېږي، په ذوق او هنر سره نظم کېږي او يو عالي او ذوقي تعمير ترې جوړېږي يا هم لکه د دړې پر وره چې ګلونه وکړې او رنګونه ورکړې پر ضرورت سربېره هنري ذوق هم خړوبوي او جذبوونکې ښکلا هم لري.
دا د عالي او هنري ژبې يوه بليغه او فصيحه بېلګه ده.
يو ځلې بيا پر دې لار راشه
په پخوانيو پلونو دې پرېوتل ګردونه .
