اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

استاد شاه ولي

دپښتو ژبې نامتو سندرغاړي ښاغلي شاه ولي افغان په ۱۷/۸/۲۰۱۹ نېټه دالمان ته راغلي وو. د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري روح ته دوعا وکړه او وېویل چې ارواښاد ستوري دسېاست او ادب ډګر کښې دلرې او برې پښتونخوا دپښتنو دېووالي او نژدېوالي لپاره نه هیرېدونکې هلې ځلې کړي، دملنګ جان په شان یې په شعرونو کښې دخپل قام ، ولس او د پښتنو دبېا ېوالی ارمان جوت ځلېږي. زمونږ په زړونو کښې تل ژوندی دی.

استاد شاولي د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۴ کال خاطرې او ېادونه راسره هم شرېک کړل. ېادښته یې دومره غښتلې وه،چې ۲۷ کاله مخکېنۍ کېسې او ېادونه، دلوېو او وړو نومونه او کړنې یې تر اوسه ېادې وې.

په 1992ع کال د جون په مياشت کې د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP) په نوښت او د پښتنو کلتوري ټولنې په بلنه دپښتو موسېقۍ بابا استاد خيال محمد، استاد شاه ولي افغان، استاد ګلزار عالم، مرحوم استاد بختيار او ښاغلى ماس خان وصال دښاغلي قیصرخان اېډوکېټ په ملتېا په لومړي ځل د هېواد نه بهر جرمني ته راغلل. په دویېم ځل په 1994 ع کال کښې دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له خوا د پښتنو دېو والې د ورځې جشن داستاد شاولي او انورځېال په زړه راښکونکو غږونو اوخوږه موسېقۍ رنګېن شو،چې پدې ځل یې استاد شهکار او صاحب ګل ملتېا کوله.

دپښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند PSDP دوى ته جاېزې او لقبونه هم ور کړل او د دوى لنډې پېژندګلوۍ يې په ډېر لږ وخت کې په کتابي بڼه خپرې کړې، چې له همدې کتابه تاسې سره د استاد شاولي افغان پېژندګلوي شرېکوم.

استاد شاه ولي، د حاجي بهرام خان زوى او د حاجي تبرک شاه لمسى دى. دى د پروان ولايت د تګاب په ولسوالۍ کې په 1952 کال کې زېږېدلى دى. په هډ پښتون او د ساپو د مسعود په ټبر پورې اړه لري.

استاد شاه ولي شپږ وروڼه لري، چې پېنځه يې مړه دي او يو يې ژوندى دى چې ولي جان نومېږي او له استاد شاه ولي نه کشر دى. استاد شاه ولي يوه مېرمن او دولس بچيان، چې 7 هلکان او پېنځه يې نجونې دي، لري. دده تر ټولو کشر زوى صدام حسين نومېږي او دوه کلن دى. استاد شاه ولي درې لمسيان لري او د خپل واده په اړوند وايي، چې:

ځينې خلک فکرکوي،چې زما دوه ښځې دي،خويوخداى ښه دى اويويارښه دى، زمايوه ښځه ده.

استاد شاه ولي وايي:

زما د سندرو سره داسې شوق پيدا شو، چې زه د ولي داد خېلو په متوسطه کې په پېنځم ټولګي کې وم. زه په دغه لاره چې به تلم کتابونه به زما په شاوو، زه چې به سبق ته تلم، په واپسۍ کې به راتلم، يوه ورځ داسې ورځ وه،چې زما يو ډېرګران عزيز چې د کونړدى او سيدعالم نومېږي اودهغه اوازپه راډيوکې چې

ديوچاسگره په لاس کښې وه راغی او ویل یې:

تلي مې سوځي په غرمو ولاړه يمه، ســخـــتــه د بــل وطـن يـــاري ده

نو دغه اواز په ما ډېر خوږ ولګېده او ما ويل چې زما زړه يې راووېست. د هغه سندرې سره زه اشنا شوم، بيا به هماغه سندره ما په لوړ اواز ويله، ځکه په کور کې به مې نه شوه ويلې، ځکه چې زموږ د کورنۍ له خوا به ممانعت کېده، نو بهر دښتې ته به ووتلم او هلته به د بابا خوړ ورته وايي، په دغه خوړ کې به مې شروع کړه، چې:

تلې مې سوځي په غرمو ولاړه يمه، ســخـــتــه د بــل وطـن يـــاري ده

بيا مې خپل ماما ګل اغا ته چې په ارګ کې يې کار کاوه، وويل چې ستاسې کورنۍ خو يې ډېر بدګڼي خو زما له سندرو سره شوق دى، که ما ته اجازه واخلې، چې د افغانستان په راډيو کې ونيول شم، نو بيا هغه دومره کومک وکړ، چې د احمد شاه (پاچا زوى) نه يې خط واخيست او ما راډيو افغانستان ته يوړ. په دغه وخت کې به زه يوولس کلن وم، چې په راډيو افغانستان کې و نيول شوم او يوه سندره مى داسې وويله، چې زما اواز نه پېژندل کېده، چې هلک دى او که نجلۍ ده؟ دغه 1963 کال و، چې له دغې کال څخه وروسته له افغانستان راډيو سره زما همکاري پيل شوه. د افغانستان د تلويزيون جوړېدو سره سم مې له تلويزيون سره هم همکاري پيل کړه . استاد شاه ولي د افغانستان په راډيو تلويزيون کې له 150 نه زياتې سندرې ويلي دي.

استاد زاخېل او استاد شاه ولي:

د استاد شاه ولي باجه استاد زاخېل ته ورته ده. دى په دې هکله وايي: زه له استاد زاخېل سره تقريباً 15 کاله شاګرد پاتې شوى يم، بنيادي طور له هغه سره ما دوريجنل (سوچه) پښتو په هلکه باندې کار کړى دى، نه کلاسيکي ځکه چې ورته کوم فولکلوري سندرې وايو هغه سندرې به هغه په باجه کې غږولې. د هغه خوشبوى زما ګوتو او زما په لاسونو کې موجوده ده او خلک راته وايي، چې موږ ستا د باجې نه هغه خوند اخيستلى شو، کوم چې مو د زاخېل له باجې نه اخيسته.

د استاد شاه ولي په نظر باجه په موسيقۍ کې مخکښ رول لوبوي او د موسيقۍ نورې اّلې ځانته هم غږېدلى شي. دى وايي:

باجه يو بنيادي شى دى لکه د يوه تعمير يا کور خښته، په دې کې شک نشته دى، چې رباب دى يا سيتار، دوتار، تنبور، سارنګى، دلربا، ګيتار يا وابلن له باجې سگره سُر کېږي او که ځانته وي، هغوى نو خپل کار کولى شي.

استاد او کلاسيکه موسيقي:

استاد شاه ولي د کلاسيکې موسيقۍ د استادۍ درجه په لاهورکې تر لاسه کړې ده. دى په باجه او د موسيقۍ په نورو اّلو کې بېلابېل راګونه غږولى شي. ده د کلاسيکې موسيقۍ زده کړه 12 کاله له استاد ماسټر نواب علي خان څخه کړې ده.

استا شاه ولي په ارمونيې سربېره په رباب، هورګل، طبله، دوتار، تنبور او زېر بغلۍ په غږولو کې پوره برلاسی لري.

ده دپښتونخوا په راډيو او تلويزيون کې د درې سوو نه زياتې سندرې ويلي دي او د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ورته مډالونه او جاېزې هم ورکړل شوي دي. د پښتنو ولنز ولسولیز ګوند له خوا یې د باچا خان جاېزه هم لاس ته راوړې.

استاد شاه ولي په پښتو فلمونو کي هم سندرې ويلي دي او له افغانستان او پښتونخوا څخه بهريې هم کنسرتونه ورکړي دي. د المان غږ راډېو او د ډنمارک په تلويزيون او راډيو کې يې د پښتو موسيقۍ پروګرامونه خپاره او خوندي شوي دي.

ښاغلي استاد شاه ولي ته دلانورو برېاوو اوپښتني کولتور او ټنګ ټکور ته د چوپړ په هیله

درنښت

نصیر ستوري

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←