اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

پښتون جرګې

دپښتون قامي جرګې ملاتړ

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP ــ Pashtoons Social Democratic Party) د پښتون ژغورنې د غورځنګ سرلښکر منظور پشتین له خوا په بنو جلسه کښې د قامي جرګې د رابللو د وړاندېز په کلکه ملاتړ کوي.

پښتانه په اوسني وخت کې له ۷۰ اویا ميلونو نه ‌ډیر اټکل کېږي،چې د نړۍ په لرغونو قامونو کې شميرل کيږي او د يوه بډاي او موړ کولتور لرونکي دي، چې پښتونولي نوميږي. پښتونولي د جرګو يو ولسوليز (ډیموکراټیک) سيستم دی چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی. پښتنو په خپل اوږد کړکیښ (تاریخ ) کې ډیرې سړې او تودې ليدلي دي، خو تل ئې خپل ملي او قامي پیژند ( هويت ) ساتلی دی او خپلې ستونزې یې په جرګو حل کړیدي.

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په دې وسیله په ټولو ملتپاله ګوندونو او غورځنګونو غږ کوي، چې پښتون قامي جرګې کښې برخه واخلي او د پښتون قامي جرګې پریکړې په اتفاق پلي (عملي) کړي. دغه راز په سېمه اونړۍ کښې په سوله خوښو او امن خوښو ځواکونو غږ کوي چې د پښتون قامي جرګې د روا غږ ، چې په سېمه او نړۍ کۍ به د امن ځامن وي په کلکه ملاتړ وکړي.

په درنښت

نصیر ستوری

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټري

پښتون درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←