اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

شیخ صاحب

سره له دې چې ږيره برېت يې پاک خرييل خو د محلې خلکو به شېخ صاحب باله. ده دشېخ جنرل سټور په نوم په محله کې تر هر چا غټ دوکان درلوده. د دوکان په سر يې ځان ته دذاوسيدو لپاره مناسب کور جوړکړى وذچې دى او دده ښځه پکې استوگن وو. شېخ د اولاد له نعمته بې برخې و. دوکان ته يې دوه تنه شاگردان نيولي وو. هغه د محلې له خلکو سره جوړ په خیر په ورين تندي کوله، خو د محلې د خلکو په دې ښه نه ايسيده چې شوم سړى و. تنخوادارو ته به يې تر تنخوا په پور هم سودا ورکوله. که پوره وړي به په ټاکلي نېټه پور پرې نه کړ، نو دشيخ صاحب د پور وصولولو لاره به بدله شوه. داسې هم نه چې د پوروړي نه دې په بدرنگ پور وغواړي. فقط په پورذپسې به يې سود وتاړه. پوروړى به مجبور و،که په دې تنخواکې نه و، نو بلې ته خو به يې خامخا پورورپرې کړى و.

شېخ صاحب د پريم چند هندو زوى و. پلار به يې په همدې دوکان کې تيل مالگه خرڅوله. په دوکان کې څو زاړه ټيمان او شکورونه اوس هم له هماغه وخته پراته وو. مسين لوښـي به يې اخيستل او خرڅول. په پورتنۍ المارۍ کې يوذمنگى، يوه کوزه او يو چيلمچي د هغه د وخت يادگار وو. شېخ صاحب به د پنځه شپږ کلونو و، چې مور يې مړه شوه او دا اوس چې د پيرصاحب د کور تر شا د شېخ صاحب کوارټرې دي، دا پخوا لوى ميدانى و، چې په همدې ميداني کې يې وسوځوله.

شېخ صاحب به لا ماشوم و چې د پلارسره به يې په دوکان کې پوره لاس کوو. د ماشومتوبه يې ځيرک اموخته کړى و. د هندوستان د تقسيم په وخت شېخ صاحب پوره زلمى شوى و. خط او برېت يې راغلي وو. د ملا نه به يې يوه چاړه تړله او لاس کې به يې کړۍ اچولې وه. د پاکستان د جوړيدو نه لږه موده وروسته يې پلار مړ شو او شېخ صاحب يوازې شو. دا داسې وخت و چې د هندوانو اومسلمانانو ترمنځ کرکه سيوا شوې وه. څوک هندوستان ته لاړل او څوک پاکستاني شول. شېخ صاحب هم ايمان راوړ. نور يې نو سيالۍ او دوستۍ هم له مسلمانانو سره شوې. په هغو کسانو کې چې دشېخ ورسره رقابت و، يو هم پير صاحب و. پيرصاحب هم په ټوله محله کې پيژندلى شوى سړى و. د لرې لرې نه به خلک ورته راتلل ښې پيسې يې راټولې کړې وې. د پراخه انگړخام کور يې درلود. په يوه کونج کې يې دوه کوټې وې چې په يوه کوټه کې به پيرصاحب استراحت کاوه او په بله کې به يې عقيدتمندو ته تاويزونه ورکول. د انگړ په منځ کې يې د توت يوه ونه ولاړه وه چې سيوري ته به يې پنځه شپږ تنه خاص خاص مريدان هر وخت ناست وو. د شيخ صاحب سره يې په دې نه لگيده چې دده په باب به يې زهرجنې خبرې کولې. که څوک به د لرې ځايه د پيرصاحب په پته راغلل اوتصادفاً به يې د شېخ صاحب نه پوښتنه وکړه، شيخ صاحب به ورته وويل:

هغه جعلي پير! هغه فراډي! وروره که پيسې درباندې زياتې شوي وي، چېرته خوار غريب سره مرسته وکړه، خو د دې فراډي پير په دام کې ځان مه گېراوه.

پير صاحب به هميشه د محلې سپين ږيرو ته د شېخ صاحب نه دا گيله کوله چې عقيدتمندان يې له لارې ستنوي. او دا به يې هم ويلې چې څو، څو وارې مې ورته د مهربانۍ تاويزونه هم کړي دي او دا هر څه يې د ده د تاويزونو له برکته پيدا کړي دي.

په پيل کې د پير صاحب او د شېخ صاحب په اختلاف څوک نه رسېدل، خو يوه ورځ چې شېخ صاحب د نورو مخ ته په ارمانجنه لهجه وويل:

" ډير ښه مارکيټ په کې جوړېدى شي، خو دا پيرگوټى يې په هيڅ شان نه خرڅوي. څو، څو وارې مې ورپسې اجنټان ليږلي دي، خو دا پيرگوټى ورته غاړه نه ږدي.

پير صاحب چې په دې پوه شو، چې شېخ صاحب ترينه نه اوړي، نو د دوه تنو مريدانو په لاس يې د شيږېخ صاحب په دوکان کې غټې، غټې مږې خوشې کړې. سهار چې شيخ صاحب دوکان خلاص کړ پوه شو چې مږو يې په دوکان کې ښه خواري کړې ده او ځنې قيمتي څيزونه يې له خرڅلاوه ايستلي دي. په دې ورځ شېخ صاحب چاته څه ونه ويل. بله ورځ چې مږو خپل فعاليت لا تند کړى و، نو د شېخ صاحب فرياد ټولې محلې ته ورسېده. پير صاحب راغى او شېخ صاحب ته يې وويل:

" شېخ صاحب، په دوکان کې دې يوه توره پيشو وساته، د مږو به بيا مخ هم و نه وينې. خو دا يوه خبره ښه په غور واوره چې په خېټه به يې مړه ساتې. پيشو چې په خېټه مړه وي، د خاوند د مال ښه ساتنه کوي.

شېخ صاحب د پير صاحب مشوره خوښه کړه. يوه توره پيشو يې راوړه او په دوکان کې يې خوشې کړه. تېر ماخوستن يې په يوه کاسه کې نيم غوښن هډوکي راوړه او پيشو ته يې مخې ته کېښودل. دوکان يې وتاړه او نېغ کور ته وخوت.

شېخ صاحب ډوډۍ خوړلې وه او د چايو له پيالې نه يې په مزه مزه يو يو غړپ کاوه چې ناڅاپه يې د دوکان له لوري د کړنگ کړونگ آوازونه تر غوږو شول. نېغ پورته شو، د کوټې کړکۍ يې خلاصه کړه، سر يې ور وايست او د دوکان پورو دروازو ته يې وکتل. قلفونه يې له نظره تېر کړل، چې په دې کې بيا د لوښو د جنگيدا غږونه پورته شول. شېخ صاحب په يوه منډه له کوره ووت او چيغې يې جوړې کړې:

"غل دى! غل دى. يه خلکه! په دوکان کې مې غل غلى شوى دى.“ په لږه شېبه کې د محلې ټول خلک د شېخ صاحب د دوکان مخې ته راټول شول. د شېخ صاحب فرياد لا نه و غلى شوى چې د محلې خلکو هم د بندو دروازو تر شا د لوښو د جنگيدا آوازونه واوريدل. دوه تنه د خلکو له منځ نه د شېخ صاحب سره د دوکان دروازو ته ورنږدې شول او وار په وار يې د وره په چول کې وليدل. په دوکان کې يو مسين منگى د دوکان په څلورو کونجونو کې د فوټبال په څېر له الماريو سره لگېږي او د دوکان سامان سره ګډوډوي. شيخ صاحب چې دا حال وليد، سړه لرې پرې راغله، ټول وجود يې لکه د پاڼې رپېده، هغو دوو تنو په تعجب سره يو بل ته وکتل، د خلکو په منځ کې هم زوږ پيدا شو ډېر په دې عقيده وو چې سړى سود خور دى، نه به يې دا دنيا خداى روزي کوي او نه هغه.

د خلکو تر منځ لا گونگوسي روانې وې، چې پير صاحب په داسې جلالي انداز کې راښکاره شو، لکه کوم چرسي چې تازه تازه د چيلم له سرۍ نه پوره نيم گز لمبه ايستلي وي او له سترگو نه يې د اور سيندونه لارې کوي، ويې ويل:

" شيخ صاحب ! بيا څه پېښه شوې ده چې دا خلک راټول دي؟ "

شيخ صاحب به لا ځواب ته خوله جوړوله، چې له دوکان نه د لوښو د جنگېدا غږونه راغلل. شېخ صاحب وويل:

پير صاحب! خداى پوهېږي، دغه حال دى. فکر کوم چې د دوکان ټول سامان مې له کاره ووت.

پير صاحب وويل: اخر څه خبره ده؟

شېخ صاحب وويل: نه پوهېږم، خو هغه مسين منگى په دوکان کې کونج په کونج لگېږي او له الماريو نه سامان غورځوي.

_ د خداى بنده، وخت ناوخت څه خير خيرات وباسه، ټول عمر دې په شومتيا کې تېر کړو. څه خو د الله باچا د درويشانو خيال ساته. دا ټوله ستا د گناهونو نتيجه ده، په دوکان دې د تورې بلا سيورى شوى دی.

_ پير صاحب هر څه چې کېږي ، په خداى به شي او په تا به شي، خو څومره ژر چې کيږي له دې بلا نه مې خلاص کړه.

_ خلاص به شې، خلاص به شې، خو،

_ د (خو) ځاى دې په کې نه پرېږدم پير صاحب! انشا الله خوشحاله به دې کړم.

پير صاحب په داسې حال کې چې وريځي يې نيمايي تندي ته رسولې وې، په برندو سترگو يې شېخ صاحب ته وکتل او د دوکان په لور يې درانه درانه قدمونه واخيستل. څنگه يې چې د دوکان ور نيم کښو کړ، منگى راغى او د پيرصاحب په سينه مظبوط ولگېده. پيرصاحب ستوني ستاغ پرځمکه پريوت او د منگي له خولې نه يوه توره پيشو په کراره راووته او په يوه منډه د خلکو له نظره پنا شوه. په دې وخت کې شېخ صاحب وويل:

" ما به تاسې ته نه ويل چې دا جعلي پير دى، فراډ کوي، د ساده باده خلکو جېبونه په چل ول تشوي، دا پير نه دى، د فساد جړ دى. راځئ چې ټوله محله ورته يوه خوله شو او له دې محلې نه يې وباسو. که کور بهانه کوي، نو زه حاضر يم چې په دوه چنده قيمت يې ترې واخلم. خو چې دا له دې محلې نه ورک شي. ومو ليدل چې په منگي کې پيشو ننوتې وه او ده لا څه څه ويل.“

پير صاحب چې د شېخ صاحب خبرې په سړه سينه واورېدې، نو د حق ياهو نارې يې له خولې وايستلې او ويې ويل:

" شېخ صاحب! زه خو دا منم چې په منگي کې پيشو ننوتې وه خو ته دا ومنه چې په پيشو کې هم څه ننوتي وو.

د شېخ صاحب سر چې د پير صاحب په خبره پوره خلاص شوى و، سترگې يې پر ځمکه وگنډلې او غوږونه يې بوڅ ونيول چې په دې کې پرې پير صاحب ورغږ کړ:

_ شيخ صاحب! گوره چې زما شېريني دې له ياده ونه باسې.

05.06.2020

لهنامریي ځواکه:

پيښور لالي باغ

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←