اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

مفلس دراني

مفلس درانے:ژوند،شخصيت او فن

ليک:سيدالامين احسن خوېشګي

دازاد سکول اتمانزو تربيت يافته،صحافي،شاعر او افسانه نګار دعمر په دې پوخوالي کښې هم دهشنغر دښکلا اومردانه وجاهت ټول توکي لري،سور سپين،ځلېدونکېو سترګېو کښې دخندا نمي لرونکے،سپين واؤره اوږده رنګي وېښتهٴ، پست اوازسره خبرې کؤونکے،دتجاهل عارفانه ډېره غوره نمونه، شمس الدين چې په ادبي دنيا کښې د مفلس دراني په نوم ياد دے، دجون په څلورمه کال نولس سوه دوه دېرشم 1932ع کښې دحُسن الدين دراني کره په اتمانزو کښې وزېږېدو،والد صاحب ئې چارسده کښې دپټواريتوب پېشې سره منسلک وهٴ او ګرداور جوړېدونکے وهٴ چې د مصلح خان عبدالغفارخان په اپيل، چې لوستي پښتانهٴ دې په ازاد سکول کښې دلولؤلو فريضې ترسره کړي،دوي خپله نوکري پرېښوده او داتمانزو سکول کښې ئې دلسو روپو په مشاهره تدريسي فريضې ترسره کؤل شروع کړهٴ، دډاکټر سهېل خان دتحقيق مطابق دوي دکال 1936ع نه تر 1946م پورې دغلته مدرس پاتے وهٴ.دڅهٴ وجوهاتو له کبله دوي له اتمانزونه رځړو ته منتقل شول.ددرانيانو عليزئ ښاخ سره تړون لرونکے مفلس ترشپږم جومات سبق ازاد سکول کښې ووئېلو او وروستو اووم اتم دپاره دمتحده هندوستان دکرتارپورد وسيدونکي پي ټي:ګرداري لال سلوان( 1902ع)جوړ کړى شوي سکول سناتن دهرم سکول پېښور،چې دخپل پلار پي ټي: مولراج سلوان په ياد کښې ئې دسلوان ايجوکېشن ټرسټ ترسېوري په کال (1941ع) کښې جوړ کړے وهٴ، ته په کال نولس سوه پينځهٴ څلوېښتم 1945ع کښې لاړلو. او په کال نولس سوه اووهٴ څلوېښتم کښې ئې لسم جومات دچارسدې هائي سکول نه پاس کړو، وروستو ئې اېم اې پښتو اردو ئې هم وکړهٴ.

دنثّارماسټر عبدالکريم په حقله مفلس صاحب وائي چې 'دوي ددغه ازاد سکول استاد او هېډماسټر پاتے وهٴ،دوي دغلته دبنو ديو بل بارعبه منتظم،ښکلي شخصيت امير ممتاز خان ذکرهم کوي چې په ازاد سکول کښې هېډماسټر وهٴ .دډاکټر محب وزيردوېنا اودګل ايوب خان سېفي د کتاب 'تاريخ بنون وزيرستان' مطابق 'مقصود جان په 'علي ګړھ کښې باچا خان ته بنو ته دراتلو دعوت ورکړے وهٴ ،اميرمختيار او زامنومقصودجان او امير ممتاز خان سره په ليدلو دبنو دخلافت کميټي په کانګرېس کميټۍ کښې مدغم شوه' ډاکټرمحب وزير امير ممتاز خان دبنو دميراخېلو وړومبنو خدائي خدمتګارو کښې ګڼي' .ولې ډاکټر سهېل خان ليکي 'چې ليدل کتل ئې دلاهور جېل کښې شوي وهٴ او دسول نافرمانئ په وجه ئې دتعليم تحصيل پرېښے وهٴ او په اتمانزئ ازاد سکول کښې مقصودجان وړومبے صدر مدرس او بياددهٴ په چټۍ امير ممتازخان صدر مدرس ټاکلے شوے وه'ٴٴ.

شعر ته دمېلان په باب مفلس صاحب وائي ،'پلار مې شاعر وهٴ ليکل به ئې کؤل،او 'پښتون' مجله به زمونږکورته راتله'،.. 'اول مې شاعري اردو کښې شروع کړې وه ،پېښور کښې بالاحصار ته مخامخ دسيکانو کالج وهٴ،'کېسرکياري' دهغوي رساله وه،يو سيک وهٴ چې 'نارنګ ' تخلص ئې کولو، هغهٴ به زمونږ دشاعرئ اصلاح کؤله. خو په ازاد سکول کښې دخپل استاد اجمل خټک صاحب په مشوره مې پښتو کښې شروع کړه، جهانزېب نياز صاحب په سبق کښې زمونږ نه يو کال وړاندے وهٴ،دهغوي دسکول پريښودو تقريب کښې مې داجمل خټک په وېناپه دې طرحه شعرونه ليکلي وهٴ،'ددے چمن نه دغه ښکلے بلبلان وزي'

ماپرې نظم وليکلو او بيا مې دپښتو دشعر سفر شروع شو'،ادبي دنيا ته درسمي داخلېدو متعلق دوي وائي چې 'ډاکټر خانصاحب سره يو طبي معاون (کمپاؤنډر)وهٴ،بائي جان نومېدو،هغهٴ سره 'اسلم' مجله وه،درضا مهمندي ډېر ښکلے اوخوندور نظم'لوږه' پکښې شائع وهٴ،،ما چې ولوستو، (مدير) ته مې خط ولېږلو،هغه (کاکاجي صنوبر حسېن) خط پسې دلته هشنغرته راغلو، زه منډۍ کښې منشي وم،چې زهٴ ئې وليدم،او په تپوس ورته ماووئېل' چې زهٴ مفلس درانے يم،ډېرحېرانه شو،وېل خط تاماته ليکلے وهٴ،؟ ماوئېل جي هو'،کاکا جي بيا زمونږ حجره کښې راسره شپه وکړه،اعظم(ډاکټر اعظم مرحوم) وېل خان دادا(ماته به ئې خان دادا وئېل) دا څوک دے؟،ماورته وېل داخولوے عالم اوشاعر دے'،دماسټر عبدالکريم متعلق پوښتنه باندې مفلس صاحب اووئېل ،'ماسټر صاحب ښهٴ مقرر،ښهٴ منتظم،اوډېر متاثر کونکے وهٴ،دازاد سکول دسرګرميوپه حقله ئې وئېل.'موهن داس کرم چند ګاندهي ازاد سکول (دمئ په اتمه کال نولس سوه اتهٴ دېرشم) ته معائنې دپاره راغلے وهٴ،او ماته ياد شي نور مشاهير به هم راتلل.ازاد سکولونو باندې د خوانينو درد عمل متعلق ئې اووئېل،'مقامي خانانو دانګرېزانو مرستې کؤلې او هغوي دانهٴ غوښتل چې پښتانهٴ دې سبق اووائي'

دازاد سکول دنصاب په حقله ئې دپوښتنې په حقله ئې ووئېل چې 'ازاد سکولونو کښې ددينيات برخه زياته وه'

'کله چې ترې دناويشلي هند دوېش دمخالفت متعلق پوښته وشوه نو دوي ووئېل چې'دپاکستان دجوړېدو مخالفت هغه وخت په بل بنياد وهٴ چې مسلمانان دې متحد او يوځاے پاتے شي،خو کهٴ اوس پاکستان نهٴ وهٴ نودلته به څهٴ وهٴ'؟ددوي په خيال داولسي شاعرانو'شادمحمد ميږي،عبدالمالک فدا،ماسټر عبدالکريم،اوستي جان نظمونو کښې ډېر اثر وهٴ،دتعليم درڼا دخورېدو په باب دوي وائي چې ' دازاد سکول نه پس (نورو ښارونو/علاقوکښې) تنظيمونه جوړ شوهٴ او ددغه تنظيمونو په ذريعه دغه سکولونه نورو کلو ته خوارهٴ شول ځکه نورو مشرانو هم غوښتل چې ماشومان ئې دعلم او پوهې په کالوښائېسته شي،مونږه په سکول کښې هم دطالب علمانوهلکانو يو تنظيم جوړ کړے وهٴ،خداے بخښلي جهانزېب نيازصاحب سره هم يوه عهده وه پکښې (هېر دي رانه) اوزهٴ ئې جنرل سېکرټري وم،يو هندو هم راسره وهٴ،ګوهر(؟) راسره وهٴ،'

داولسي ادبي جرګې داشنغرښاخ متعلق دوي وائي،'کاکا جي صنوبر حسېن چې دلته راغلو نو دلته ئې داولسي ادبي جرګې يو ښاخ جوړکړو،دۤډاکټر اعظم اعظم صاحب په ذکر ئې ووئېل 'هغه جينئيس وهٴ ، دسائينس طالب علم وهٴ کهٴ ادب ته نهٴ وهٴ راغلې ،بلې شعبې ته تلے وهٴ ،هلته به ئې نوم ګټلے وهٴ،ادب کښې هغهٴ وقار جوړ کړو،دهغهٴ اصلاح ما کؤله، ځان ئې امر کړو'.کاکا جي سره دليدو کتو په بحث کښې وائي 'کاکاجي سره زما بل ملاقات دپېښور ډبګرئ خواؤشا کښې شوے وهٴ،يوه وړه کمره کښې وسېدو،(عبدالخالق)خليق او سمندرخان سمندر(صاحبان) ورسره ناست وهٴ،زهٴ چې ورغلم کاکاجي ورته وئېل 'داشاعر دے' هغوي اووئېل 'چې بيا خو دې مونږ ته څهٴ واؤروي'،ماغزل واورؤلو:

'دکټ پوزي مرګ ته هم مرګ وائې مرګ خو په سرددارمزه کړي'

هغوي کاکاجي ته وئېل دے خو دې هم په خپل خيال راړؤلے دے'،'زهٴ ښهٴ شاعر وم،خو دنورو په مشوره نثر ته لاړم،اوافسانې ليکل مې شروع کړهٴ. په پوښتننه ئې اووئېل چې 'افسانه مې ځکه خوښه شوه چې افسانه کښې ابلاغ په اسانه کيږي او بل افسانې ته راتلل ضرورت وهٴ،ماداردوافسانې لوستې وې،خصوصا دکرشن چندر...بيا په کال نولس سوه دوه پنځوسم 1952ع کښې ائرفورس ته لاړم کوېټه کښې دوه نيم کاله تربيت نه پس مشرقي پاکستان چټاګانګ ته مې بدلي وشوه،يوه ورځ دفتر کښې ناست وم،ائېر فورس پوليس زما دافسانو کتاب لاس کښې نيولے راغلو،هغوي ته چا ترجمه بدله کړې وه،روزانه به ئې راغوښتلم هسې به ئې انتظار کښې کښېنولم،ذهني کوفت وهٴ،دپېښور يو افسروهٴ مانه ئې تپوس وکړو ماورته قصه تېره کړه،بل افسر رانه دتعليم تپوس وکړو ماوئېل لسم،نو وئېل تعليم دے لسم دے او ليکي دا،؟،وئېل ئې 'ائي اېم بي اېس سي'،وروستو معلومه شوه چې دغه رپورټ له افغانستان نه راغلے وهٴ چې هلته زماداغزل او نظم شائع شوي وهٴ'.

'غم ددوران هغسې دے څنګه چې وهٴ تراوسه'.'وروستو دلته 'هشتنغر ادبي جرګه' جوړه شوه،دسروس دوران کښې ډېر سخته زمانه وه پښتو کښې خبرې کؤل ګران وهٴ افسانې ،لکه 'الله کے نام پر' شايد دهم دغه حالاتو عکاسي کوي.

دسبکدوش کېدو نه پس ادبي هلوځلو ذکر کوي چي 'زهٴ چې ريټائرمنټ باندې راغلم نو بيا ادب زما ضرورت وهٴ خلقو زهٴ هېر کړے وم،اشرف غمګين او مرتضي شاهين قابل انسانان وهٴ غمګين ډېر بنيادي کارکړے دے ،شايد کهٴ دوي نهٴ وے نو پښتو به له دې ځايه وتلې وه،دپښتو ادب دموجوده رجحان په حقله وائي چې' پښتو اوس جنوبي ضلعو ته تلې ده'.

دخپل دور دنظم او نثر متعلق خپله رائې داسې څرګندوي،'دماسټر کريم دنظم اونثر جواب نشته، ددوي طريقهٴ کار اسلوب ځانله دے،دهغه زمانې نثرليکونکيو خدادقابليت لرلواوبيا غني خان،جينئس وهٴ،هغه يو ازاد سړے وهٴ،دباچاخان زوے وهٴ،هغهٴ له دوېنا چل ورتلو،الفاظ ورسره وهٴ،الفاظ ئې ايجاد کړي وهٴ'.

دخدائي خدمتګار تحريک پښتو ادب ته دورکړو ضمن کښې وائي،' سياست او س ادب نه لاړو خو سياسي شعور ئې ورکړو،تنقيد او تحقيق نظريه جوړه شوه،او اوس پرې نور کار اسان دے' ماحول معاشره ډېر په تېزئ سره روانه ده،اوس(ادب کښې) سطحيت دے،ژوروالے نشته'.

دادبي تنظيمونو ذکر کښې وائي،'سرحد پښتو ادبي جرګه شېرشاه ترخوي صاحب جوړه کړه،اجلاسونو کښې به ئې ما ګډون کؤلو'.دوي دخپلو همعصرو اديبانو ذکر کښې وائي چې ،'قلندر اومهدي شاه باچا به اعظم له راتلل،زما هم ورسره ملاقات وهٴ،ساهو ليکونکيو مرکې ته به پابندئ سره تلل وهٴ'

صحافتي هلې ځلې بيانوي چې 'اوس هم دانګرېزۍ ژبې ورځپاڼې' فرنټئر پوسټ' دنمائنده په توګه زمانوم راځي،هغه وخت به زهٴ مازيګر رپورټونو جمع کؤلودپاره پېښور ته تلم،صحافت کښې مې دفضل احد باچا اوحاجي ګل کرم نه انسپائرېشن اخستے وهٴ'.

دپښتوافسانې متلعق ددوي په خيال 'دمهدي شاه باچا افسانو کښې سياست ډېر دے،تاريخ دبادشاهانو او ادب داولس خبره کوي،' 'نو ايا ادب کښې سياست نهٴ دے پکار؟''،نه،اوس هم سياست ادب کښې ضرورت دے خوادبي فنپاره ځانله حيثيت لري'

دچارسدې دادبي تنظيمونو په باب دوي اووئېل چې د'پشکلاوتي ادبي مرکز'ډېر اجلاسونه شوي دي،سليم راز،ودود اشنغرے،مرتضي شاهين،اشرف غمګين،اکرام الله ګران،اشرف مفتون او اعظم صاحب غوندې لوے اديبان ئې راغونډکړي وهٴ ،او(ډاکټر)مصطفى کمال په خپلو کوششونو دغه تنظيم متحرک ساتلے وهٴ،البته اوس هغسې متحرک نهٴ دے پاتے'.

دخداے بخښلي اشرف مفتون باره کښې وائي' دمفتون زما راغوښتل په خاص انداز وهٴ،ماله به ئې څهٴ خاص ډالۍ راولېږله لکه قلم،ګړۍ وغېره،يوه ورځ ئې رقعه راولېږله،لاندې ورته مفتون ليک وهٴ، زهٴ پوه شوم،ورغلم ،ورته مې وئېل د'غني ورځ' نمانځو،راضي شو،دتقريب په ورځ دوېم نشست کښې جهانزېب نياز صاحب هم راغلے وهٴ،دروان تقريب اختتام کښې ددوي دمرګ خبر راغے،مازيګر ئې جنازه وشوه،مفتون ښهٴ شاعر وهٴ خو ځانته محدود وهٴ،ماته به ئې وئېل چې 'خلق وائي چې مفتون ځانته خوښه دے زهٴ چاله لاړ شم؟'.

دافسانو مجموعه 'دسروغاښ' نومبر1995)ع) کښې 'مخ روڼے' ترعنوانه مفلس صاحب ليکي چې'شايد وړومبۍ افسانه 'رقاصه' مې په کال 1945ع کښې ليکلې وه چې هغه وخت'افغان' کښې شائع وه' وړاندے ليکي،' دملازمت دوران کښې دوي د'بې سره' او 'ګران شهزاده' په نومونو هم ليکل کړي دي' .محترم ډاکټر شېرزمان طائزے ئې دغه مجموعه کښې 'غونډې افسانې د ګجرې،پت نشان،دبوډۍ ټال شيندي ګل،نوے سحر،چارګل،اوهينداره همزولې ګڼي' او ليکي چې 'کهٴ هغه وخت چاپ وې نو يقينا دوي سره به کلاسيک ګرځېدلې وې' دې مجموعه کښې 'خازه' نومې افسانه 1950ع کښې ليکلې شوې ده چې په پوره ډول علامتي ده' نولس افسانې 1948ع نه تر کال 1993ع پورې،زياتې افسانې داووَمې لسيزې پورې لیکلې شوي دي چې ددوي دملازمت دوران ښائي.

'ساخني'(1987) ددوي دشعرونو مجموعه ده. خداے بخښلے پروفېسر افضل رضا صاحب ئې 'پشتوکتابيات' کښې د' پشتو او انګرېزي استاد او لارخوونکے'( 1984ع) کتاب ذکر هم کوي.دوي په خپله سينه دننه دادب،تاريخ،اوشعر يوژور سمندر لري خو څنګه چې حق لري هغسې ئې ذکر په ادب کښې نهٴ راځي تردې چې داشنغر ادب کښې هم نهٴ ،الله پاک دې ئې په عمر،علم او عمل کښې برکت واچوي.

اټوګراف کښې ئې راته وليکل،'خپل ځان پېژندل لوے علم دے'مفلس درانى ' دستخط سره ئې 29-8-2020نېټه ليکلې ده.

— mit Muhammad Usman Seemab.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←