اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

د ځېرک په ځواب کې

د ځیرک صیب د پوښتنې په ځواب کښې د ننګرهار د مخکېني والي ښاغلي شاه محمود میاخیل څرګندونه. ((قدرمن میاخیل صیب ! تاسو خو ننګرهار ته ډېر خدمت وکړ اوس دا ځیني ولې وایي، چې شاروالي قرضداره ده ؟.))

ځیرک صیب سلام!

که څه هم نه غواړم چې دې مسایلو ته د فیبسوک له لارې ځواب ووایم او یو څوک چې د یوې دندې نه لاړ شي، بیا قضاوت خلکو ته پریږدي او همدا خبره ما د خدای په امانې په وخت کې هم وکړه او د خپلو کارونو په هکله مې هیڅ بحث ونه کړ.

ننګرهار یو څه ښه شوی و، خو اوس هم زیات کار ته اړتیا لري. د لږ وضاحت لپاره، د مانه مخکې هم درې سوه میلونه کسر د بودیجې و، کسر د بودیجې په تصدیو او حکومت کې نوې خبره نه ده او سږکال ټول حکومت د کسر د بودیجې سره مخامخ دی. امریکا او اروپا هم د کسر د بودیجې سره مخامخ ده.

فساد بیا جلا خبره ده که کوم ځای کې چا فساد کړې وي، هر څوک به خپل ځواب وایي. زما په وخت کې د پښتونستان چوک، د یوسف میړني چوک او د دوسرکې او سرخاب پل پورې دوه طرفه سرک جوړ شو، د امان الله خان مقبرې شاوخوا هم د ښاروالۍ لخوا جوړه شوله. که هر کال د شاروالۍ په بودیجه دوه چوکه جوړ شوي وې نو په تیرو شلو کلونو کې به څلویښت چوکه جوړ وې او د جلال اباد ښار بڼه به بدله شوې وې. دا ځکه نه جوړیدل چې همدې ځینو کمیشنکارانو چې اوس چیغي وهي، په هره اداره کې مداخله کوله او د دوی لاسونه چې قطع شول د ننګرهار وضعیت ښه شو. امید لرم چې نوې والي صیب چې هم فعاله او تکړه شخصیت دی، خپلې څیړنې به وکړي، خپله تګلاره به تعین کړي او د دې خلکو څیرې به ورته هم معلومې شي. دا ځینې کوښښ کوي چې نوي چارواکي د پخوا په څیر په تاویلو ما ویلو مصروفه کړي تر څو دوی خپل ماهیان ونیسي. اوس ټولو ته پکار ده چې د امرخیل صیب ملاتړ وکړي او هغه هم په فوق العاده توګه د مانه هم زیات بریالی شي.

Shahmahmood Miakhel شاه محمود میاخیل

08.10.2020

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←