اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

سېاسي پوهنه

سېاسي پوهنه : يوه لرغونې او پخوانۍ پوهنه ده. دغه نوم د يوناني کلمې پولېس (Polis) څخه راوتلى دى، چې د ښاري هېواد(City-State) مانا ورکوي کوم، چې پخوا په يونان کې و. يوناني فيلسوف ارستو (Aristo)، چې د 322 څخه تر 384 ق . م (قبل الميلاد) کلونو کې تېر شوى دى يو کتاب وليکه. ددغه کتاب نوم سياست، يعنې پولټيک (Politics) و، کوم چې د يونان د ښاري هېواد City-State،چې د پوليس (Polis) په نامه يادېده بنسټي څېړنه وه.

د همدې ځاى نه دا نظر راوتلى دى، چې سياسي پوهنه د هېواد (State) پوهنه ده او د هېواد سره سر و کار لري؛ خو دلته دا ويل هم پکار دي، چې په نړۍ کې د نورو څيزونو په شان هېواد (State) هم په ټول وخت کې په يوه بڼه (شکل) کې نه دى پاتې شوى او وخت په وخت يې خپله بڼه بدله کړې ده.

د انساني ټولنې د کړکېښ/ پېښلیک (تاريخ) په لومړنيو پړاوونو کې هېواد (State) نه و؛ خو کله چې انساني ټولنې وده وکړه او زياته منظمه بڼه يې ونيوله؛ نو هېواد (State) منځته راغى. ځينې ليکوالان داسې فکر کوي، چې د انساني کړکېښ/ پېښلیک (تاريخ) په لومړنيو پړاوونو کې خصوصي ملکيت نه و او هر شى ګډ او شريک و؛ خو بيا وروسته خصوصي ملکيت منځته راغى او خصوصي ملکيت د منځته راتګ سره سم استثمار/زبېښاک (استحصال) هم منځته راغى او انساني ټولنه په دوو ډلو (طبقو) يانې استثمار کوونکيو (استحصال کوونکيو) او استثمار کېدونکيو (استحصال کېدونکيو) باندې ووېشله شوه او هېواد (State) بيا د استثمار کوونکيو د واک (حاکميت) د يوې وسيلې په توګه (حيث) منځته راغى.

دا ليکوالان په دې عقيده دي، چې ټولنه د ودې او پرمختګ په لور روانه ده، چې په اخرني پړاو کې به د توليد (پيداوارو) په وسايلو قبضه، يعنې خصوصي ملکيت د منځه لاړ شي او بېرته به ټولنيز او ګډ شکل غوره کړي.

دا به استثمار (استحصال) او په دې توګه استثمار کوونکې (استحصال کوونکې) ډله د منځه يوسي او بې ډلو (طبقو) ټولنه به منځته راشي.

څنګه، چې هېواد (State) د استثمار کوونکې (استحصال کوونکې) ډلې د حاکميت يوه وسیله وه؛ نو چې استثمار/زبېښاک (استحصال) او استثمار کوونکي (استحصال کوونکي) ختم شو؛ نو د هېواد (State) د موجوديت ضرورت نه پاتې کېږي او دا به هم د منځه ځي.

http://www.kabirstori.com/index.php?page=Leekaney&c=Leekaney_Poheneezy&id=68

مات شه د باګرام د بهرامانو اورنګی قلم۔

کوم چې په پښتو ژبه خبرې د پردو ليکئ

~ اجمل خټک

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←