پښو ژبه او
لهجې
زمونږ په ژبه پښتو کې درې لهجې په نظر راځي چې يوه لهجه ئې قندهارۍ، بله « ئې » بدلوي
د پکتيا لهجه عامه شوى نه ده خو قندهارۍ او پېښورۍ لهجې عامې شوي دي او د پښتو په ليکدود کې هم ورته پام کېږي او توري ورته ټاکل شوي.
دا توي د دوه غږه تورو په نامه ياديږيچې يو غږ ئې د پېښورۍ لهجې پورېاو بل غږ ئې د قندهارۍ لهجې پورېاړه لري.
د بيلګې په توګه د « ښ » تورى هم « ش » او هم « خ » ويل ( تلفظ ) يک ږي. له دې کبله د پېښورۍ پهل جې ختون چې په قندهارۍ لهجه کې پشتون ويل کيږي په « ښ » يانې پښتون ليکل کېږي چې په قندهارۍ لهجه « ش » او په پېښورۍ لهجه کې « خ » تلفظ کيږي همدغسې په ږيره چې قندهارۍ لهجه کې ژيره ورته ويل کيږي ږيره ليکل کيږي .
د دوه غږه تورو لپاره په نورو ژبو په تېر په بيا ه انګليسي( انګريزى) ژبه کې کوم عام منل شوي
ليکدود نه شته او سړى نه پوهېږي چې پښتون څنګه په انګليسي ژبه وليکي دا به په راتلونکې کې د ژبپوهانو دنده وي خو ښه به دا وي چې زمونږ د پښتو ژبپوهان په دې
بر خه کې کوم نوى تورى غوره نه کړي او موجوده تورور څخه په ترکيبي ډول کار واخلي ځکه که نوي توري غوره شي
نو د هغې د ليکلو لپاره به نوي ماشينونه ضروري و ترکيبي توري به لږ ځاى ډير ونيسي خو د نويو ماشينونو د جوړولو ضرورت به نه وي او سړى به د موجوده ماشينونو څخه کار اخستلې شي. پخپله په انګليسي ژبه کې هم د ترکيبي لارې څخه کار اخستل شوې دې
د بيلګې په توګه د « ش » له پاره دوه توري (Sh (همدغسې په جرمني ژبه کې هم دا اصول چليږي
د « ش » لپاره (Sch( درې تورى نيول شويدي
پښتو لیک دود
د پښتو پخوانی لیک میخمري و چې د میخي لیک به نامه هم یادیږي. پروفیسر ډاکتر ګل جانان ظریف دوه نیم زره کاله پخوانی پښتو میخمري ډیبونه ( کندل شوی لیک ) راپه ګوته کړي دي. ده په همدې نوم یو کتاب لیکلې دی چې په ( ۱۹۹۴ ع ) کال کې په پېښور کې چاپ شویدی . د میخمري یا میخي لیک څخه مطلب هغه لیک دې چې د میخي څهرو په شان توري لري. ګل جانان ظریف لیکي چې « د هغه میخمري ډیبونو الفبا چې په پښتو پورې اړه لري تر اوسه د پیژندل شو تورو شمیر ئې ۳۶ ته رسېږي » ( ظریف، ۱۹۹۴ ) دا لیک یو شمیر نوری نښې هم لري چې په لیکلو کې کارول کېږي. د پښتو اوسنی لیک دود د عربي څخه مینځ ته راغلې او داسې بریښي چې پښتني ټولنې کې د اسلام د مقدس دین د راتګ وروسته لومړی په جماعتونو کې لوی شوی دی. دا چې پښتونخوا ته کله د اسلام مقدس دین راغلې او کله پښتنو منلی دی په دی هکله قاضي عطاء الله خان چې د پښتنو تاریخ ئې لیکلې دی، وائې : کله چې خالد بن ولید چې د بني اسرائیلو د قوم یو لوی مشر و ایمان راوړ او مسلمان شو نو دغور پښتنو ته چې نسلي اړیکې ئې ورسره لرل لیک راولېږه چې دوی هم مسلمانان شي. د غور د پښتنو یوه جرګه د قیس په مشرۍ مدینې منورې ته لاړه او د اسلام مقدس دین ئې ومانه او حضرت محمد ( ص ) له خوا په قیس عربی نوم عبدالرشید کیښودل شو. کله چې دا جرګه بېرته راتله نو څو تنه عرب مبلغین ئې هم ورسره ملګري کړل . کله چې « عبدالرشید » د غور غرونو ته واپس راورسېده نو هغه د خپل قوم مشري او رهنمايي په داسې شان وکړه چې په لږه موده کې هغوی ټول مسلمانان شول. قیس عبدالرشید ته خالد ( رض ) خپله لور هم په نکاح کې ورکړه چې د هغې څخه عبدالرشید ته خدای تعالی درې زامن ورکړل د مشر ځوی نوم ئې سړبن د دویم نوم ئې بیټ او دریم نوم ئې غرغښت کېښود. د قیس د دې درې واړو ځامنو دومره ډیر اولاد پېدا شو چې هر یو د یوې لويې قبیلې نیکه شو ( قاضي عطاء الله ، ۱۹۴۷ ) . د پښتنو خیلونو اوسنۍ شجره نسب چې اتبار لري ددې نظريي څخه اوبه اخلي. او د دې نظريې له مخې اسلام دحضرت محمد ( ص) د ژوند په وخت کې د جګړې له لارې نه، بلکې د سولې او جرګې له لارې د پښتني کولتور برخه ګرزیدلې او د پښتنو کولتور يې لا پسې بډای او غنې کړیدی او هم پاچیان ( سیدان ) کېدای شي چې همدغه عرب مبلغین و چې جرګې سره راغلي دي او اوس د پښتنو سره نه یوازې ژبني او کولتوري بلکې نسلي وحدت ګرزیدلي دي ځکه چې خپلوي ئې ورسره کړي دي. پښتني ټولنې ته د اسلام د راتګ په نښتون کې د پښتو د اوسني لیک دود یا ليک ډول چې د عربي تورو په بنسټ ولاړ دی عمر اټکل کېدلې شي.
خو دعربی تورو سره که څه هم يو شمير پښتو توري لکه ږ ، ډ ، ټ او داسې نور یو ځای شوي دي خو د پښتو په اوسني لیک دود يا ليک ډول کې د پښتو ټول غږونه نه راځي. ددې علت دا دی چې په عربي ژبه کې د حرکتونو شمیر کم دی او په پښتو کې زیات دي. دبېلګې په توګه : په عربي ژبه کې پېښ، ځور، سکون او زېر دی خو پښتو ژبه کې دپېښ او ځور تر مینځ ، د سکون او ځور تر مینځ او د سکون او زیر تر مینځ یو بل حرکت شته دی له دی کبله د پښتو په لیکلو کې ستونزې شته دی. دا زمونږ د ژبپوهانو دنده ده چې دا ستونزې له مینځه یوسي او دپښتو لیک دود بشپړ کړي چې د پښتو ټول غږونه پکې راشي.
د پښتنو د نسلپه هکله درېمتضادېنظريې شته دىچې لنډه کتنه ورته کيږي. ۱ ( د پƄتنو د بني اسرائیلو د نسل نظریه : د دېنظريې له مخې پښتانه بني اسرئيل دياو د هغه دولس قبيلو څخه دي چې د بابل نه راوتلي دي او په خاصه توګه د خالد بن وليد چې د اسرائيلو سردار ؤ او په غور کې د اوسيدونکو بني اسرئيلو مشر قيس « عبدالرشيد » ته ئې لور ورکړې وه اولاد دى. د پښتنو اوسنۍ شجره نسب هم قيس عبدلرشيد ته ( رسول کيږي قاضي عطا االله خان ، 1947 ( دا ن يهظر په تاريخي طريقو ( ميتودونو ) ولاړه ده او د نعمت االله هروي چې د مغلو د پاچا جهانګير په دربار کې پېښ ليکوونکى و په مخزن افغاني نومي کتاب او ځينو نورو حواله ورکول کيږي . قاضي عطااالله خان د دې نظريې لنډيز په دې تورو کوي : د پښتنو مورخينو په خيال کې پښتانه بني اسرئيل دي . د پښتنو عام عادتونه، شکل شباهب او طرز معاشرت هم د بني اسرئيلو په شان دي. او دا وخت هم د پښتنو په ملککې د ځينو کلو او غرونو نومونه د بني اسرئيلو د کلو او غرونو د نومونو په شان دي لکه خيبر چې د عربو په ملک کې د يهوديانو د استوګنې يو مشهور ځاى و، د پښتنو په وطن کې هم د افريدو او د شينوارو وغيره و د يوېعلاقې نوم دى . صدوم چې د قوميوسفزايي د يوې علاقې نوم دى . هم په دى نوم د بني اسرئيلو يو ښار مشهور و دغه شان لفظ « جليل » او « جلاله » ګد ليلې نه راوتي دي چې د فلسطين د يو مشهور جهيل نوم دى. دغه شان کوه سليمان، د سلمان عليه السلام چې د يهوديانو لوى باد شاه او پيغمبر و، په نوم باندې مشهور دى، عربو په ابتدا کې پښتنو ته «سليماني » ويل ، پښتنو د خپل ځان لپاره هميشه پښتون لفظ استعمال کړى دى ( قاضي عظااالله خان ، 1947 ( د پښتنو پخوانيو تاريخ پوهانو د نعمت االله هروي نظريه خپله کړې وه سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل چې د دې نظريي په نقادانو کې شميرل کېږي هم دا خبره مني او ليکي چې : « دې نظريې د درې ، درې نيم سوو کالو راهسې په پښتنو کې يوې منلې شوې عقيدې حيثيت اختيار کړي، او دنن نه څه څلويښت پنځوس کاله اګاهو ټول پښتانه د افغانستان استوګن وو او که د پاکستان، هم په دې نظريه متفق و. اوس هم په پښتون ولس د عمومي کليې په ډول دا خبره مشهوره ده چې پښتانه د خالد بابا اولاد دى. ( ظفر کاکا خيل ، 1965 ع ). په اوسنئ وخت کې د رويتر (Reuter (د خبر رسولو اژانس د يوه خبر له مخې چې د دوه زرم عيسوي کال د اګست د مياشتې په 21 نېټه د ميګن ګولډن (Goldin Megan (له خوا خپور شويدي . - 55 - ويل شوي دي چې د اسرائيلو له اړخه په يوه څېړنه کې چې د اسرائيلو د قبيلو په باره کې چې 2700 کاله د مخه ورکې شوې دي رابيلياهو اويخل (Avichail Rabbieliyahu (له خوا شوى ده راپه ګوته شوې ده چې پښتانه په افغانستان او پاکستان کې د بني اسرائيلو ورکې شوې قبيلې دي( پرتله کړئد دېکتاب په پاىکې د رويتر (Reuter . (خبر د پƄتنو داریايې نسل نظریه : دا نظريه د ژبيوهنې څخه اوبه اخلي په ژبيوهنه کې د ژبې او نسل تر مينځ دا اړيکي په دې سوچ ولاړ دي چې د هر نسل خلکلومړى په يو ځاى کې استوګن وي چې يوه ژبه لري کله چې نورو ځايونو ته لاړ شي نو بيلې بيلې ژبې مينځ ته راځى چې د لومړنۍ ژبې خويونه ( خصوصيات ) پکې يوه اندازهپاتې کيږي. لدې کبله ځينې ژبپوهان وائې چې هغه ژبې چې يو بل ته ورته والى او مشابهت لري د يوه نسل د ژبې پورې اړه لري. د ځينو ژبپوهانو په خيال ارياپه نامه يو نسل په باختر کې استوګن و چې يوه ژبه ئې لرله چې د « ريک » په نامه ياديده. دا ژبه اوس بيخي ورکه ده. دارياو څه برخه باختر کې پاتې شوه . يوه برخه د ايران او هند په لور ، بله برخه ئې د يورپ په لور لاړه ( ظفر کاکا خيل ، 1965 . ( چې دوه ژبې مينځ ته راغلې چې يوه « سانسکرټ » او بله د « زند» په نامه ياديده. په دېدواړو ژبو کې مذهبي کتابونه ليکل شوي دي او ـ زند ـ هغه ژبه د ه چې پکې د پارسيانو مقدس کتاب ـ اوستاـ ليکلى شوى دى( قاضي عطااالله خان ،1947 .(په همدېبنياد ځينې اروپايې پوهانو اريايي ژبې په دوو ډلو ويشي چې يوې ته ئې د ژبې هندو جرمني (German Indo (او بلى ته ئې د ژبې ايراني (Irani( ډله وائې ځينې ژبپوهان د پښتو سره د « ويد » او « اوستا » د کتابونو د ژبو د ټکو د پرتلې (مقايسې) په بنسټ وائې چې د ځينو ټکو ئې د پښتو سره ورته والى او مشابهت شته دى. له دې کبله پښتو هم د اريايې ژبو په ډله کې ده او پښتانه د اريا د نسل څخه دي. ځينې ئې د « اوستا» سرهپه مشابهتونو زور اچوياو پښتو زړهپاړسو ګڼي ځيني ئې بيا د « ويد » سرهپه مشابهتونو وا ورته والي زور اچوي او « اندو ژرمن » ژبو د ډلې پورې ئې تړي او ځيني ئې د « کوردي » ژبې سره نژدې والى ښايي چې « انډو ژرمن » د ژبو په ډله کې شميرل کيږي ځينې نور بيا وائې « چې پښتو ژبه يوه مستقله ژبه ده او دډيرې مودې نه د « سانسکرټ » او « زند » سره په ګاونډ او ژور تعلق کې پاتې ده ( » ظفر کاکا خيل ، 1965 .( د ژبپوهنې د دېلارې( ميتود ) چې د ژبو تر مينځ د مشابهتونو په بنياد د نسل پېژندګلوي کوي کمزوري پدې کې پرته ده چې د ورته والي او مشابهتونو په بنياد قضاوتونه تل سم نه وي. همدا خبره د هغه ليکوالانو لپاره اعتبار لري چې وايي په پښتنو کې د يونانيانو ، مغلو او ترکانو نښې دي او د هغوې سره مشابهت لري يا ئې د هغويپورېتړلي او يائې ګډوله ګڼى ( ظفر کاکا خيل، 1965 .( - 56 - دا سې سوچونه پوهنيز بنسټ نه لري او کيدى شي د دې واقعيت څخه ئې اوبه اخيستې وي چې پښتانه د لارېپهسر پراته دياو ډير ير غلګر په دېلاره تير شويدياو دلته به پاتې شويوي. د پƄتنو د مستقل نسل نظریه : ځينې ليکوالان لکه چې د ژبې په برخه کې هم راپه ګوته شول، پښتانه د کومبل نسل پورې تړلي نه ګڼي او ځان ته مستقل نسل ئې ګڼي چې د لومړي سر راهسې د غور په غرونو کې اوسيږي( قاضي عطاااللهخان ، 1947 .( د پښتنو د نسل په هکله د نظريو ډيروالى د دې هڅې نه خالي نه بريښي چې د پښتنو د نسل او نسب پيژند تورتم شي. پد نظريو ه مينځ ته راتګ کې پوهنيز دود دا دى چې سړى پخوانۍ نظريه چې د يو څه يا شي په باره کې وي غطله په ثبوت رسوي، او بيا خپله متبادله نظريه وړاندې کوي يا ئې سمه په ثبوت رسوي او دخپلې څيړنې بنسټ ئې ګرځوي. دلته پوهانو او څيړونکو پوهنيز دود ته پاملرنه نه ده کړېاو بيلې بيلې نظريئې يوه د بلڅخه په ناپ يې لې توګه وړاندې کړي دي، صرف ظفر کاکا خيل د دې هڅه کړې ده چې پښتنو د بني اسرائيلو د نسل په نظريه دتورات او اسلامي تاريخپه حوالهسرهانتقاد وکړي. خو دا ئې نه ديويلي چې تورات ئې په کومه ژبه لوستلى او هم ئې کومه متبادله سمه نظريه نه ده وړاندې کړې چې د پښتنو د نسل پوښتنه روښانه کړي او د پښتنو د بني اسرئيلو د نسل نظريه په بنسټي توګه غلطه ثبوت کړي. په هر ډول سره مونږ په دې هکله زيات نه غږيږو او داخبره خپله تاريخ پوهانو او ژبپوهانو ته پريږدو چې سره کيني د پښتنو د نسلخبره سپينه کړيد قام حق ادا کړياو خپله زمه واري پوره کړي
کبیر ستوري
