اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

باېکاټ

سعودی عرب او ترکی د فرانس د مصنوعاتو ( تولیداتو ) بائیکاټ کوي خو د فرانس د وسلو نه کوي ، په تیرو دوه کلونو کښې سعودی عرب ۵۰٪ فی صده وسلې صرف د فرانس نه اخستي او صرف په کال ۲۰۱۸ کښې سعودی د لسو اربو ( ملیارده ) ډالرو وسلې اخستي.

دغسې د ترکی د فوج لومړۍ وسلې د امریکې دي بیا د فرانس حقیقت خو دا دی چې د فرانس د وسلو لومړی مارکیټ سعودی عرب دی او دوهم ترکی ایا دغه دواړه هیوادونه کولی شي چې د خپلو دوکانونو او مارکیټونونه نه د فرانس د عطرو په ځائ د فرانس نه د وسلو اخستلو بائکاټ وکړي ؟؟

بلکل نه ځکه بیا به د اردغان ارتغډرنګ د خلافت عثمانیه خوب په زاړو وسلو په لیبیا ، شام ، عراق کښې څنګه پائ ته رسي ؟

او یا په یمن کښې د سعودی عرب ډومینیشن ؟

(امیر یوسپزی)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←