دېوې ښځې اوښکې
يو ځوی د خپل مور نه پوښتنه وکړه چې ولې ژاړې ؟؟
مور يې وويل چې : د دې له پاره چې زه يوه ښځه يمه .
ځوی يې وويل چې : زه په دې پوهېدی نشم .
مور يې خپل ځوی په غېږ کې ونيوو او ورته يې وويل چې په دې به هېڅ کله هم پوهـ نشې .
وروسته دغه ماشوم خپل پلار څخه ولاړ او ترېنه يط وپوښتل چې مور مې ژاړي خو دليل يې مالوم ندی . دا ولې ؟؟
پلار يې په ځواب کې ورته وويل : ټولې ښځې بې له دليله ژاړي .
دغه ماشوم ورو ـ ورو لويېده تر څو چې ځلمی شو ، خو بيا هم د هرکله خپل ځان نه دا پوښتنه کووله چې دا ښځې ولې ژاړي ؟؟
اخر ونشو او مخه يې خدای ته کړه او خدای چې ده ته ځان ښکاره کړ ، ده ترينه پوښتنه وکړه چې دا ښځې ولې بې له دليله او په ډيره اسانۍ سره ژاړي او يا په ژړا شي ؟؟
خدای ورته وويل هغه وخت چې ما ښځه خلقوله ، نو ما غوښته چې ښځه يو فوقالعاده موجود واوسي . ځکه خو ما ښځې ته داسې قوي اوږې ورکړې ، تر څو وشي کوولی د نړۍ بار په اوږو ونيسي خو په عين حال کې داسې نرۍ اوږې چې د نورو د پاره تسلا وي .
ما ښځې ته داسې روحي قوه ورکړه چې وشي کولی د ولادت ننداره وکړي او په عين حال کې کله چې زوی يې ورته شاه واړوي ، دهغه تحمل ولري .
ما ښځې ته داسې سخت ځان ورکړی چې په هغه وخت کې چې نور د سختيو په وړاندې تسليمېږي ښځه مخ په وړاندې ولاړه شي او د ناروغي او ستومانيا په وخت کې د خپلې کورنۍ غمه وخوري ، بې له دې چې خپل د حالت نه شکايت وکړي .
ما ښځې ته داسې احساس ورکړی چې په هر حالت کې چې وي خپل اولاد ته مينه ورکړي ، حتی که زوی يې توهينه کړې هم وي
ما ښځې ته داسې قوت ورکړی چې خپل مېړه د ټولو تېروتنو سره ـ سره ، تحمل کړي .
ما ښځې ته داسې پوهه ورکړې تر څو هغه پوهـ شي چې يو ښه مېړه هيڅ کله د ښځې احساس نه زخمي کوي ، بلکې هغه يواځې غواړي چې د ښځې قوت او اعتماد مالوم کړي چې ايا ښځه ده پسې تر مړينې پورې ولاړه ده او کنه ؟؟
او په اخر کې مې ښځې ته يوه څاڅکې اوښکه د تويولو له پاره ورکړه چې د اړتيا په وخت کې ترېنه ګټه واخلي .
دا خبرې چې تمامې شوې ، خدای مخ دې ځلمي ته کړ او وېويل چې ګوره :
د يوې ښځې ښايست په دې کې ندی چې هغه څه رنګه کالي اغوندي ، څه ډول اندام لري او يا په کوم شکل خپل کاکل جوړوي .
د ښځې ښايست د هغې په سترګو کې دی ، ځکه د ښځې سترګې د هغې د زړه دروازه ده . يعنې هغه ځای چې مينه پکې ژوند کوي
پښتونولي خپل ځانګړي اصول لري کله چي احمد شاه بابا په کال ۱۷۴۷ع کي دافغان ملت په مشرتابه وټاکل شوو دهغه ټول اصول په پښتونولۍ ولاړو هغه دانسان د اندام پريکول او واده شوو لورګانو ته ميراث ورکول منع کړه ځکه که يوه ښځه خارجي ميړه ولري نودميراث په نامه دوطن پانګه بهرته وړي او يا خلک دميراث لپاره دشتمن لور به هر سړي غواړي او د نيستمن سړي لور سره به څوک واده نه کوي مګر د دي پخواء کي که لور يا خور نيستمنه وي په پلار او ورور د اعاشي حق ورکړ شوي دي
او د دولت دنشتالي په صورت کي مشر، خان، جرګه، اربکې او لښکر موجود وي چي ټولي چاري پرمخ بيايي اوس به هر يو بيل بيل وڅيړو.
۱- مشر: دکام يو ډير پوه، متدين، پاک سړي چي کام پر بشپړ باور او اعتبار ولري چي دهغو لخواء ټاکل کيږي چي دئ بيا مکلفيت لري چي د خپلو خلکو پوښتنه وکړي او په حال يي ځان خبر کړي او ستونزي يي د اصلو په رڼا کي حل کړي او که چيرته د توان څخه يي پورته وي دکام سپين ږيري راټول کړي اوجرګه جوړه کړي او يا په نورو مناسبو لارو يي حل کړي.
۲- خان: هر څوک چي مال دولت او ډيره شتمني ولري خان نه بلل کيږي خان هغه چاته ويل کيږي چي خپله شتمني دخلکو سره شريکه کړي چي د بعضو افتونو، زلزلي او يا نورو حوادثو په رامنځ ته کيدو سره دکام مشردخان څخه غوښتنه کوي چي دخپلي شتمنۍ په لګولو سره له منځه يوسي، کله کله مشر او خان يو تن هم کيداي شي په هغه صورت کي که خان دپوهي اوتجربي خاوند وي کام جرګه کيږي او د مشردنده هم ورته سپاري لکه احمدشاه بابا د يو ملي دولت مشروو چي د ده دولت په پښتونولي اصلو او د کام دفطرت سره سم وو چي ده دکسب سره مينه درلوده اوپخپله په توپ جوړولو کي استاد وو چي د پاني پت جګړه ده په ۷۰۰ توپونو وګټله اوهم عادل، با انصاف اوبي تعصبه وو چي دا اصول په ټولو زمانو کي دسلطان بهلول څخه ترشاه زمان پوري يو شان وه چي واړه او لوي پښتني دولتونه د ورته اصولو پابند وو چي پښتونولي تمثيلوي نو که د مشر او خان توپير په دولتي نظام کي وکتل شي مشر د
جمهور ريس او خان صدر اعظم وي نو همداعلت وو چي پښتنو په هند او افغانستان کي د دولت په جوړولو او اداره کي هيڅ رنګه ستونزه نه درلوده او د خان، خان خانان، لوي خان او خان هغه لقبونه وو چي ديو مشر لخواء ورکول کيږي .
۳- جرګه: دا ډيره عنعنوي خبره ده چي دشوراء، مشوري او د فيصلو د اصلوو وضع کولو يا قانون جوړولو مرکز دي چي په پښتنو کي دجرګي غړي دپوهو، پخو، صادق متدينو او ريښتينو خلکو څخه ټاکي کله چي جرګه مار معلوم شي او ورسره جوخت دجرګي ځاي چي کله کله وستل، حجري او يا ديري وي نو کله چي ديوي ستونزي دهواري لپاره جرګي ته پوره واک ورکول کيږي اوهغي خپله فيصله صادر وي او که چيري ونه منل شي نو جرګه ړنګيږي او د سره نوي جرګه ټاکل کيږي او د جرګي غړي بايد دپښتونولي په ټولو اصولو اګاه وي.
که چيري په يوه سيمه کي ستونزه حل نه شي نو د نورو سيمو جرګه مار راغوښتل کيږي او که نوري هم ګراني وي يعني بهرنئ يرغل شوي وي نو په دي صورت کي دنورو سيمو پوهان، روحانيون، سپين ږيري او د جرګو مشران راغوښتل کيږي او لويه جرګه جوړيږي چي دا وربند او يا د جنګ او يا نورو بدو حالاتو دمخنيوي لپاره خپله پريکړه کوي او هماغه پلي کيږي او هم کله کله جرګه په دوه برخو ويشل کيږي او هره برخه يي خاص مسوليت لري چي په ډيره ايمانداري خپله دنده سرته ورسوي چي خپلسري او مطلق العناني په پښتونولۍ کي ځاي نه لري اودجرګي غړي خپل د کار جريان بايد جرګي ته وړاندي کړي يعني جرګه دقدرت مرکز دي که چيري مشر يا خان خپلسري ظالم، زياتۍ، غرور، بي پروايي او بد اخلاقي وکړي جرګه کام په خبروي کام جرګه په خبروي کام دجرګي نه مشوره غواړي اوجرګه کام ته خپله پريکړه اوروي البته مخکي له مخکي مشر يا خان ته د اصلاح خبر داري ورکول کيږي او بعضي وخت دمخکمي حيثيت لري د دوه تنو تر منځ شخړه وي نو جرګه مار
په جرګه کيږي او بيا خپله پريکړه اعلانوي.
۴- اربکي. دجرګو د پريکړو دعملي کولو لپاره اولس دتکړه ځوانانو څخه په برابر
صورت يوه ډله ټاکل کيږي چي اربکي جرګي او کام ته مسوليت لري چي پور د پوروړو څخه واخلي دکام امنيت وساتي چي دغه اربکي دولتي قوه بلل کيږي .
۵- لښکر: او دغه اربکي ضرورت په وخت کي بيلا بيلو سيمو څخه را غوښتل کيږي چي د يو لښکر بڼه غوره کوي، اربکي دجرګي ورسپارل شوي دندي ترسره کوي جريمي، پورونه، جزايي، حقوقي، مدني، او داسي نور مسايل د اربکو پواسطه سر ته رسيږي او اجراه کيږي چي دپښتونولي د اصلو سره هيڅ رنګه قانون سيالي نه شي کولاي .
۶- شومه: په متمدنه نړۍ کي لکه المان شومي ته سوسيال ويل کيږي په پښتونولي کي شومه هغه چاته ورکول کيږي چي دژوندي پاتي کيدو لپاره دهر چا حق دي نو اولس هغه چاته ورکوي چي معيوب اوشتمني ونه لري يا بي سرپرسته ماشوم وي اولس ورته شومه ورکوي که يو سړي ناداره وي او خپلوان ولري نو خپلوان يي بايد شومه ورکړي دنه ورکولو په صورت کي خپلوانو ته يي د اولس لخواء پيغور ورکول کيږي او دغسي کسان په کام کي خپل اهميت دلاسه ورکوي. که نيستمن سړي ته د اولس لخواء شومه ورکول کيږي .
الف: که نيستي يي موقتي وي نو د يو کال غله او پوښاک ورکول کيږي چي په دوه يادري کلو کي به يي بيرته ورکوي .
ب: که دکرني ځمکه ونه لري د اولس لخواء ورته ځمکه ورکول کيږي يا شاړه ځمکه ورته په اشر اباديږي .
ت: که کسبګروي يا تجارت کي مهارت ولري دريز په نامه نغدي پيسي ورته ټوليږي چي دنورو خلکو څخه په سيالي کي ورسته نه شي اوخپله شومه تر لاسه کړي.
۷- بدرګه: په اوسني اصطلاح ورته تشريفات وايي بدرګه دکام د با اعتباره ځوانانو څخه جوړيږي چي د دوي دنده جرګه مار، ميلمانه او داسي نور چي دښمني ولري ديوي سيمي څخه بلي سيمي ته رسوي او يا دعزت او درناوي لپاره وي چي ځني خلک اوډلي خپلو سيمو ته راولي او سيمي ته او بيايي اود بدرګي خلک زړور، جنګيالي او وسله بند تکړه خلک وي اوهم دپښتونولي په ټولو اصولو پوه وي، بدرګه داسي هم وي که نجلۍ او ميرمني يوازي يا څو کسه وي نو په بدرګه کي سپين سري ميرميني وي چي نجلي اوښځي خپلي سيمي ته په امن رسوي ځکه چي دپښتنو سيمي د امن اوعزت سيمه وي بايد هيڅ چا ته پکښي دعزت، پت، او مال تاوان ونه رسيږي .
په پاي کي داپه ډاډه توګه وايم چي دپښتونولۍ اصول دپيړو پيړو راهيسي ثابت وو چي يوويشتمي پيړۍ متمدنه دولتونو قوانين ورسره سيالي نه شي کولاي.
ماخذ. دملي تاريخ فلسفه او پښتونولي دمرحوم قدرت الله حداداثر
په درنښت
الحاج امام الدين ساپئ
