راشئ خيل ژوندي وهڅوو
راسئ خپل ژوندی وهڅوو
نن درته يوبل هڅاند،دعلم او ادب په لارکي يونه ستړی کېدونکی شاعر، ليکوال او ژباړ ونکی درمعرفی کوم چې يوزيات شمېریې له نامه سره اشنادي،خودابه ډېروه ته نه وي معلومه چې محمد طاهر کاڼی څنگه کاڼی شو .
دښاغلی محمد طاهرکاڼي ژوند ليک :
دمحمدطاهر کاڼي اصلي او پلرنی ټاټوبی دپکتيکا ولايت ديحياخېلو ولسوالي ده، خو پخپله دی د ۱۳۴۴ لمريز لېږدي کال په پسرلي کې د کندوز ولايت د دښت ارچي ولسوالۍ د شېر خان جم (سلېمانخېلو) په يوه بزگره کورنۍ کې زېږېدلی دی. د پلار نوم يې نظر شاه سلېمانخېل، د نيکه نوم يې عبدالکريم اودغور نیکه نوم يې خوشال دی.لومړنۍ زده کړې يې ددښت ارچي ولسوا لۍپه دوران کلي ښوونځي کې تر نهم ټولگي پورې ترسره کړې دي. د ۱۳۵۸ ل کال په وروستيو کې ددوران کلي ښوونځی هم دولسوالۍ دنورو ښوو نځيو په څېر وسوځول شو او محمد طاهر کاڼى دې ته اړوت چې له خپلې کورنۍ سره يو ځاى پلازمېنې کابل ته وکوچيږي او هلته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. پر ۱۳۶۰ ل کال د کابل د رحمان بابا لېسې په نهم ټولگي کې شامل او پر ۱۳۶۳ ل کال د دغې لېسې له دولسم ټولگي څخه فارغ شو. د ۱۳۶۳ ل کال په مرغومي مياشت کې پوځي خدمت ته د سرتېري په توگه جلب شو. د کابل دتورې ډبرې(سياه سنگ) په پنځمه شمېره نقليه غونډ کې تريونيم کال پوځي خدمت وروسته په ۱۳۶۵ لمريز کال دلوړو زده کړو لپاره دشوروي اتحادد اوکراين جمهوريت دلووف ښار پوهنتون ته واستول شو . په ۱۳۷۰ ل (۱۹۹۱) زېږدي کال يې نوموړى پوهنتون دروزنپوهنې (پيداگوجي) او کولتورپوهنې په څانگه کې پاى ته ورساوه او د ماسټرۍ په پوهنيزې درجې سره يې سور بريليک تر لاسه کړ.
طاهر کاڼي د ښوونځي په اتم ټولگي کې په شعر ليکلو پيل کړى وو، څو کاله يې په شعر لیکنه کې لارغه راغله، خو له ۱۳۶۶ ل کاله راهيسې بیا کله، کله شعر ليکي . له ۱۳۷۶ لمريز (۱۹۹۷ ز) کاله راهيسې يې شعرونه، ليکنې او ژباړې کله ناکله په بېلابېلو افغاني خپرونوکې هم خپريږي .
دندې :
محمد طاهر کاڼى پر ۱۹۹۳ ز کال له اوکراين څخه روسيې ته ولاړ او په پلاز مېنه مسکو کې مېشت شو.هلته يې تر ۱۹۹۶ زېږدي کاله دپلورونکي په توگه کار کاوه. د ۱۹۹۶ کال له پيل څخه د ۱۹۹۷ ز کال تر ورستيو پورې پنډي (جوالي) وو اوديوې گولې ډوډۍ دپيدا کولو لپاره يې دغه درانه کارته اوږه ورکړې وه. د ۱۹۹۷ ز کال پر پاى او د ۱۹۹۸ ز کال په پيل کې څه موده په روسیه کې د مېشتو افغانانود«اواز» په نامه ورځپاڼې پازوال چلوونکى وو. په ۱۹۹۹ ز کال کې يې هم له مسکوه دخپرېدونکې«کابل» اونيزې دپازوالۍ چارې پرمخ بېولې، هممهال يې تر ۲۰۰۴ ز کاله په روسيه کې کله کله د مېشتو افغانانو د ښادۍ په غونډو کې دټنگ ټکورچارې هم پرمخ بېولې.
محمد طاهر کاڼي د ۲۰۰۳ ز کال د اپرېل له ۸ مې نېټې څخه د ۲۰۰۶ ز کال د اپرېل تر ۳۰ پورې د مسکو ولايت د کډوالو په اداره کې د ژباړونکي په توگه دنده درلوده. د ۲۰۰۷ ز کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۱۴ ز کال د ډيسمبر تر ۲۵ يې د روسيې غږ راډيو د افغانستان په څانگه کې د وياند او ژباړن په توگه دنده ترسره کوله. نوموړی د ۱۳۹۵ ل کال د غويي پر ۱۴ (د ۲۰۱۶ ز کال د می پر ۳ ) له روسيې څخه هېواد ته راستون شو او د ۱۳۹۵ ل کال د تلې له لومړۍ نېټې راهيسې يې درې مياشتې په ملي راډيو ټلویزیون کې د اديتور په توگه دنده ترسره کړه. د ۱۳۹۵ ل کال د مرغومي له لومړۍ نېټې راهيسې د ملي راډیو په ارشيف کې دنده لري.
نور فرهنگي کارونه يې :
بايد وويل شي چې طاهر کاڼي په ۱۳۶۸-۱۳۶۹ لمريزو کلونو کې په راډيو افغانستان او ټلويزيون کې درې سندرې ثبت کړې دي. په ۱۳۶۸ ل کال کې يې لومړنۍ سندره په ټلويزيوني دېرې (حجرې) مجلس کې ثبت کړه چې شعر یې د عزيز تحريک او سربيت يې داسې وو: «چې ستا په ښکليو سترگو مې نظر ولگېده - په تامې خاموشي مې خود شرر ولگېده». دويمه سندره يې هم په همدغه کال کې په راډيو افغانستان کې ثبت کړه چې د سلېمان لايق يوه غزل وه، طاهر کاڼي کمپوز کړې او سربيت يې داسې وو: «بيا مې ساقي ولید د خيالونو په خوبونو کې - بيا د جنت حورې راته ناڅې په جامونو کې». درېیمه سندره يې هم پر ۱۳۷۰ ل کال په راډيو افغانستان کې ثبت کړه. د دې سندرې شعر او کمپوز د استاد گل زمان وو او داسې پيل کېده: «راشه چې د خوږ زړگي حالونه تاته ووایم - هيڅ درته نور نه وايم، هيڅ درته نور نه وايم». د «بيا مې ساقي وليد...» غزل يې د راډيو افغانستان د ملي ارشيف په ۵۲۰۲ شمېره فيته او د«راشه چې د خوږ زړگي حالونه...» سندره يې د همدغه ارشيف په ۵۳۱۲ شمېره فیته کې خوندي ده.
همدا راز يې پر ليکوالۍ سربېره پر ۲۰۰۰ ز کال دوه هنري فېلمونه «ټايټانېک» او «د اسلام ظهور» په پښتو ژبه ژباړلي دي. پرهمدغه ۲۰۰۰ ز کال يې دژويو ژوندد لړۍ يو شمېر مستند او پوهنيز فېلمونه لکه زمريان،دکايوت لېوه، گوربتان، کپېړ (ناکه)، د بېزوگانو نړۍ او ځينې نور پښتو ته راژباړلي دي.
د محمد طاهر کاڼي مورنۍ ژبه پښتو ده، خو پارسي (دري) او روسي ژبې يې هم زده دي او پښتو ژبې ته ترې ژباړې کولای شي .
شاعر او ليکوال طاهر کاڼی د ۲۰۰۹ ز کال (۱۳۸۸ لمریز لېږدي کال) د فبرورۍ له میاشتې راهيسې د پښتو ژبې برېښنايي پوهنغونډ ويکيپېډيا کاروونکی دی او تر اوسه يې په هغه کې په تېره بیا د پښتنو لیکوالو او شاعرانو د ژوند لیکونو په برخه کې په سلگونو ليکنې کړې دي .
وياړنې او ستاينې :
اړينه ده وويل شي چې په جرمني کې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې پر ۲۰۰۴ ز کال محمد طاهر کاڼي ته د اړینو او ارزښتناکو نښيرونو د ژباړې له کبله د «بېنوا» د ژباړې ډالۍ (جايزه) ورکړه. همدا راز د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې محمد طاهر کاڼي ته يو ستاينليک هم ورکړی دی .
د افغانستان دفرهنگ په بډاينه کې دښې او اغېزمنې برخې اخيستو په پار ،د ۱۳۹۶ ل ل کال د غويي مياشتې پر ۱۳ (د ۲۰۱۷ ز کال د می پر ۳) د افغانستان اسلامي جمهوريت دهېوادمشر ډاکتر محمد اشرف غني له لوري محمد طاهر کاڼي ته دغازي میربچه خان دولتي مډال ورکړ شو .
بهرني سفرونه :
محمدطاهر کاڼي دپخواني شوروي اتحادیو شمېرجمهوريتونو لکه وزبکستان، تاجکستان، بيلاروس، لاتوييا او همدارنگه دعربي متده اماراتو ته سفرونه کړي دي .
په سیاسي گوندونو او ډلو کې غړیتوب : شاعر او ليکوال محمد طاهر کاڼی د هېڅ کوم سیاسي گوند يا ډلې غړیتوب نه لري .
مدني ژوند:
ليکوال او شاعر محمد طاهر کاڼي لومړی واده پر ۱۳۷۳ ل (۱۹۹۴ ز) کال کړی، خو دویم واده يې د ۱۳۹۵ ل ل کال د زمري مياشتې پر ۷ (د ۲۰۱۶ ز کال د جولای پر ۲۸) نېټه کړی او اوسمهال دوه زامن لري چې منصور او سمسور نومېږي .
ښاغلی محمد طاهر کاڼی له ۱۳۷۹ لېږديز لمريز (۲۰۰۰) زېږديز کاله راهيسې د ژباړې او ليکوالۍ پر چارو بوخت دی، چې تر دې مهاله يې دا لاندې ليکل سوی اثار چاپ شوي دي :
۱- افغانستان زما وروستۍ جگړه، ليکوال جنرال محمود احمدوويچ گارېېف (له روسي ژبې څخه پښتو ژبې ته ژباړه)، ۶۰۳ مخه، د ۱۳۸۰ ل ل (۲۰۰۱) ز کال پېښور چاپ .
۲- کوچنى شاهزاده، ليکوال انتوان دي سینت اکسيوپېري (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۲۴ مخه، د ۱۳۸۱ ل ل (۲۰۰۲) ز کال مسکو چاپ .
۳- افغانستان له شخصي دوسيې څخه، ليکوال ولاديمير الېکساندروویچ کريوچکوف (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۰۳ مخه، د ۱۳۸۲ ل ل (۲۰۰۳) ز کال پېښور چاپ .
۴- د ماسکو لاس، ليکوال ليونيد ولاديميروویچ شېبارشين، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۷۳ مخه، د ۱۳۸۲ ل ل (۲۰۰۳) ز کال پېښور چاپ .
۵- د جرمني امپراتورۍ افغاني جگړه، ليکوال يوري نيکولايوويچ تيخونوف (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۴۶۴ مخه، د ۱۳۸۳ ل ل (۲۰۰۴) ز کال پېښور چاپ .
۶- افغانستان او د پامير پرسر شخړه، ليکوال الېکسی ولاديميروويچ پوستنيکوف، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۳۸۸ مخه، د ۱۳۸۴ ل ل (۲۰۰۵) ز کال پېښور چاپ .
۷- په منځنۍ اسيا کې لويه لوبه، اوډونکې تاتيانا نيکولايونا زاگارودنيکووا، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۳۸۹ مخه، د ۱۳۸۵ ل ل (۲۰۰۶) ز کال پېښور چاپ .
۸- د افغانستان د شمال لوېديزې پولې ټاکل، روسي او برتانوي امپراتورۍ، ارشيفي لاسوندونه، ۳۲۷ مخه، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، د ۱۳۸۸ ل ل (۲۰۰۹) ز کال پېښور چاپ .
۹- د افغانستان له لارې هند ته د فرانسې او روسيې د لښکرکشيو پلانونه، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۶۱ مخه، د ۱۳۸۹ ل ل (۲۰۱۰) ز کال پېښور چاپ .
۱۰- د امير دوست محمد خان دربار ته د روسي سفير سفر او پر هرات باندې د پارس ناکام يرغل، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۶۷ مخه، د ۱۳۸۹ ل ل (۲۰۱۰) ز کال پېښور چاپ .
۱۱- په تشيال کې لومړنی افغان، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۴۰ مخه، د ۱۳۹۰ ل (۲۰۱۱) ز کال چاپ .
۱۲- سردار عبدالرحمان خان او روسان، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۷۲ مخه، د ۱۳۹۱ ل (۲۰۱۲) ز کال لاهور چاپ .
۱۳- پاکستان د نړيوالې ترهگرۍ ځاله، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۴۰۴ مخه، د ۱۳۹۲ ل (۲۰۱۳) ز کال کابل چاپ، د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز .
۱۴- واوره او توپان (کتاب)، ليکوال لېف نيکولاېويچ تولستوی، (له روسي څخه پښتوته ژباړه)، ۱۷۶ مخه،د ۱۳۹۴ ل (۲۰۱۵) ز کال جلال آباد چاپ،مومند خپرندو يه ټولنه .
۱۵- په افغانستان کې د شوروي پوځونو ظلمونه او جنايتونه، بېلابېل ليکوال (راټولونه او له روسي څخه پښتوته ژباړه)، ۱۴۶ مخه، د ۱۳۹۴ ل (۲۰۱۵) ز کال د خيبر خپرندويې ادارې چاپ .
۱۶- په افغانستان کې زما پوځي دنده، ليکوال جنرال لېف نيکولاېوويچ گورېلوف، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۸۷ مخه، د ۱۳۹۷ ل ل (۲۰۱۸) ز کال کابل چاپ، اکسوس چاپخونه .
۱۷- د افغان او انگرېز دويمه جگړه، ليکوال بريد جنرال ليونيد نيکولاېويچ سوبولېف، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۶۰۴ مخه، د ۱۳۹۷ ل ل (۲۰۱۸) ز کال چاپ، کابل بهير چاپخونه .
۱۸- په ۱۸۹۷ ز کال کې د برتانوي ښکېلاک پرضد د ختيځو پښتنو پاڅون، ليکوال گريگوري ايوانوويچ نوستيڅ، (له روسي څخه پښتو ژبې ته ژباړه)، ۲۱۰ مخه، د ۱۳۹۸ ل ل (۲۰۱۹) ز کال کابل چاپ .
۱۹- پر افغانستان د شوروي اتحاد يرغل او په کابل کې کودتا، بېلابېل ليکوال، (له روسي څخه پښتو ژبې ته ژباړه)، ۲۰۸ مخه، د ۱۳۹۸ ل ل (۲۰۲۰) ز کال کابل چاپ، دانش خپرندويه ټولنه .
پنځونې اوڅېړنې :
۲۰- تنکۍ پاڼې، (د شعرونو غونډ)، ۷۰ مخه، د ۱۳۷۹ ل ل (۲۰۰۰) ز کال مسکو چاپ .
۲۱- اعليحضرت آزاد خان افغان، (څېړنه)، ۲۴۷ مخه، د ۱۳۹۰ ل ل ( ۲۰۱۱) ز کال چاپ .
۲۲- کيميايي عنصرونه (کتاب)، (څېړنه، په دوو ټوکو کې)، ۱۲۸۵ مخه، د ۱۳۹۴ ل ل (۲۰۱۵) ز کال کابل چاپ، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت .
۲۳- بهرني ليکوال (څېړنه)، ۴۹۳ مخه، د ۱۳۹۴ ل ل (۲۰۱۵) ز کال کابل چاپ، د افغانستان د علومو اکاډمي .
۲۴- له باران سره خبرې (دويمه شعري ټولگه)، ۱۹۲ مخه، د ۱۳۹۷ ل ل (۲۰۱۸) ز کال جلال اباد چاپ، جهان چاپخونه .
ناچاپ اثار يې :
۱- د ماشومانو لپاره د پښتو ليک لوست درسي کتاب .
۲- د هايډروجن مرکبونه (څېړنه) .
۳- کيميايي عنصرونه د انسان په بدن کې (څېړنه) .
۴- عضوي تېزابونه (څېړنه) .
۵- اميني تېزابونه (څېړنه) .
۶- د تزاري روسيې سفارت د امير شېرعليخان په دربار کې (ژباړه).
زه زموږ دې ځوان اوهڅاند ليکوال اوشاعرکاڼی صاحب ته دژوند په ټولوچاروکي دلازياتو برياو هيله کوم . دده هڅي اوقلمي زيار دپښتو ژبي دغښتلتيا، لوستونکو راجلبولو اوافغان ولس دفرهنگی غنا لپاره گټوربولم اودقدرپه سترگه ورته گورم .
