اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

سنځلې

ګل د ګلاب بوی د سنځلې

سيوری د ولې څنګ د يار مزه کوينه

سنځلې

سنځلې چې په فارسي کې ورته سنجد، په انگریزي ژبه deaster او Bohemian oleaster او Russian olive ، په فرانسوي ژبه chalef او Eleajne ويل کيږي او لاتین او علمي نوم یې Elaeagnus Angustifolia دی یو دوه مشیمه (Dicotyledon) ونه ده چې په افغانستان ، تر کیې ، ایران ، قزاقستان ، روسیې ، چین ، جاپان او شمالي امریکه کې پیداکیږي .

سنځلې دپسرلي په مو سم کې ژیړ رنګه ګلان کوي او دمني په لومړیو کې پخیږي . په افغانستان کې دلوګر او میدان او شمالي سیمې سنځلې مشهورې او ډیرې خوږې دي . دسنځلوګلان خوشبویه وي او دګلانو نه یې عطر هم جوړیږي.دا بوټي په امريکا کي د ځمکي د تخريب د مخنيوي، د ځمکو د رغونې او د وحشي ځناورو نه د چاپیریال د ساتلو او ښکلا لپاره کرل کيږي.

دسنځلې میوه سوررنګ لري او A او B او K ویټامیینونه هم لري . د سنځلي منځني برخه او هسته ډير غذايي اهميت لري ، د سنځلي منځني برخه دوه ډوله قندونه ،گلوکوز او فرکتوز اود اووو ډوله اشباع شوو او غير اشباع شوو غوړیو درلودونکي ده. د سنځلي هسته ۱۷ ډوله امينو اسيدونه لري او داسي ويل کيږي چي دا ميوه د صفرا لپاره دوا ده ، په ولسي طب کي دا ميوه د قبض ،د غاښونو او د معدي د زخم لپاره ديره اغیزمنه ده. ددي وني نه د عطر جوړولو او د لرگي په صنعت کي گټه اخيستل کيږي. دا ميوه د قي ( استفراق )د مخنيوي لپاره هم يوه ښه دوا گڼله کيږي. سنځلې د سړو تبو دلري کولو او د زړه لپاره ښه گتوره ميوه ده. همدارنگه که چيري دا ميوه د زيتونو په غوړو کي سره شي نو د خارښ، د بندونواو مفا صلو د درد دمخنیوي او همدارنگه د ويښتانو دودې لپاره گټوره ده. په اسپانيا کي د سنځلو د گلانو له شيري نه د شديدو او خطرناکو تبو په مخنيوي کي هم گټه اخلي. همدارنگه سنځله د بواسيرو لپاره هم گټوره ده، هغه څوک چي ډيري متيازي کوي دهغو د مخنيوي لپاره ښه دوا ده. سنځله د ځیګر د ناروغيو لکه زيړي لپاره ډيره گټوره ده، په سنځله کي د کلسيم اندازه ډيره ده نو له دي کبله د هډوکي لپاره گټوره ده. دا ميوه د درد ضد ، سرطان ضد او د ويني د فشار مخنيوونکي ده او همدارنگه د شکر(قند) د ناروغۍ لپاره هم ډيره گټوره ده.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←