اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

د مړز غوښه

دمړز [ بودنه] د غوښۍ کالوريک جوړښت

ژباړه روسي/ پښتو/ ژباړن ع.خ.ساپی

مړز __ د وحشي( دشتي) چرګانو د نسل يوه نه چندان ستره مرغۍ ده . ددې مرغۍ يوه ځانګړتيا د نورو مرغانو په تله دا ده چې, هغه په لږه اندازه په ناروغيو اخته کېږي .

ددغې مرغۍ د ودې لپاره ځانګړو هارمونونو ته اړتيا نه ليدل کېږي , د هغې په غوښه کې د ارګانيزم د کارولو لپاره په کافي اندازه لاندی امينو اسيدونه شتون لري :

1) . ليزين _ د شحم د ويلي کولو ( تجزيه کولو) , د واېرسونو څخه د دفاع وړتيا لري, همدا شان د عضلاتو په حجمي وده , د حافظې او جنسي ميل په ځواکمنولو کې مرسته کوي . ليزين په خپله د هېرپېس د واېروسي ناروغې[ په شونډو د تبخال ] په درملو کې ور ګډوي . ليزين د سپورت کوونکو په انابوليکونو کې هم شتون لري.

2). الانين __ د قوت او انرژي سرچينه ده , چې د موادو د تبادلې په پروسه کې برخه اخلي.

3).سيستين__ د پروتينونو په توليد کې د ارګانيزم سره مرسته کوي. هغه د ايمونوګلوبولين او انسولين په جوړښت کې شتون لري .

4) .مېتيونين __ ددغه امينواسيد نه شتون په ارګانيزم کې د ډول ډول ناروغيو د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي.

5). ګليسين ___ لدې پرته د عصبي _ رواني سيستم د دندو په فعاليتونو کې اختلال رامنځ ته کېږي.

6). ارګينين __ د ارګانيزم څخه د توکسينو( زهرجن مواد) او مضرره ترسباتو په خارجولو او د هارمونو د ترکيب د پروسې په چټکتيا کې برخه اخلي.

7). تيروزين__ د هورمونو د توليد د پروسې په بهترولو کې مرسته کوي او د ملانين د جوړولو لپاره ضرور امينواسيد ګڼل کېږي. هغه د مزاج په ښه کولو ( خوښ خولق) , د ارګانيزم د کسالت په کمولو او د سترېس په رفع کولو کې مرسته کوي.

پاملرنه :

د کورني مړزانو غوښه د سپورت کوونکو لپاره ډېره مؤثره ده , پدې خاطر چې [ سل ګرامه د 123-200 کيلوکالوري لري] هغه په ډېره کچه پروتين لري .

په سل ګرامه کې 21,8 پروتين, 4,5 شحم , او کاربوهيدرات پکې شتون نلري.

د مړز په غوښه کې لاندې ويټامينونه په پوره اندازه شتون لري :

1). دغه ويټامينونه( В1, В2, В5, В6, В9, В12 ) د عصبي سيستم په ځواکمنتيا کې مرسته او د موادو د تبادلې په ښه کولو کې برخه اخلي.

2). ويټامين D _ د هډوکو د ودې لپاره ګټور دی , هغه د ماکروعناصرو په جذبولو او د سرماخوردګي د ناروغيو په وړاندې مبارزه کې د ارګانيزم سره مرسته کويکوي) .

3) . ويټامين A __ د پوست په ساتنه او ښکلا باندې مثبتې اغېزې کوي, د بدن دفاعي ځواک زياتوي همدا شان هډوکي پياوړي ساتي .

4). ويټامين K__ د وينې لپاره ډېر ګټور دی[ د وينې د لخته کېدو څخه مخنوی] همدا شان د کلسيم په جذبولو کې مرسته کوي.

پرته له دغو ويټامينو د مړز غوښه د سوډيم , پوتاشيم , اوسپنې , مګنيزم , فاسفور او مس له لحاظه غني ده .

د مړز د غوښې ګټه

د مړز په غوښه کې په پوره ا ندازه ويټامينونه , پروتينونه او نور ګټور مواد شتون لري. ددغو ځانګړتياو په درلودو هغه په اسانه ارګانيزم کې جذبېږي او په لاندې مناسبت کارول کېږي :

1). ماشومانو ته:-

که چېرې هغه ماشومانو ته ورکړ شي نو هډوکي به سالم او ځواکمن پاته شي , مطلب د D ويټامين د لوړې کچې شتون دی په دې غوښه کې. هغه د رېکيټسRickets[ په ماشومانو کې د هډوکو ناروغي , چې د ويټامين ډي له کمبود څخه رامنځ ته کېږي او هډوکي خپله بڼه بدلوي] په مخنيوي کې ډېره ګټوره وسيله شمېرل کېږي.

2). مېرمنې د حاملګي په دوران کې:

د مړز غوښه او هګۍ کولای شي د حاملګي حالت بهتر کړي , د ويټامينو او مينرالي موادو د بيلانس په ساتنه کې په زړه پورې ونډه واخلي.

دغه غوښه په بدن کې مسموميت کچه راټيټوي .

3). شېدې ورکوونکې مېرمنې:-

هغو مېندو ته چې ماشومانو ته له تيونو شدې ورکوي , د شېدو د توليد بهير لا تقويه کوي.

4) . زړو انسانانو ته :-

په دغو کسانو کې د مړز غوښه او هګۍ د ارګانيزم انساج پياوړي کټي , د نوکانو او وېښتو حالت بهتروي, د زړښت د ناروغيو په اسانه تېرولو کې مرسته کوي.

سپورتي انسانانو ته:-

پدغو انسانانو کې د عضلاتو وده مهمه مسله شمېرل کېږي , ددې لپاره چې دا غوښه په ډېره کچه پروتين لري د هغه په کارولو عضلات ډېر ژر وده کوي او کومه انرژي چې د تمرين په جريان کې مصرفېږي هغه بېرته تر لاسه کېږي.

له جراحي عملياتو وروسته :-

د مړز غوښه او هګۍ دا رژيمي( پرهېزي) محصولات دي, چې وروسته له ناروغۍ د بدن د بېرته ژر رغېدو او جوړېدو امکان برابروي.

د لاندې ناروغيو د اخته کسانو په غذايي رژيم کې بايد د مړز غذايي محصولات شامل وي :

Anemia( وينې کمښت)).1

2.( د هډوکو يا غاښونو تورېدل ) Carise

apathy and irritability.( (3;

• arrhythmia( .(4;

• diseases of an oncological nature . (5

• diseases of the thyroid gland. (6;

• radiation sickness;. (7

د غذايي رژيم کارپوهان وايي چې د مړز غوښه د معدې د زخم , ګاستريت , کوليت او د هاضمې د سيستم نورو نارغيو په صورت کې بايد وخوړل شي .

پدغه غوښه کې د کلوسترين لږ موجود مقدار په اسانه جذب او د معدې د اذيت سبب نه ګرځي .

د فاسفور او سلفر شتون پدغه غوښه کې د بدن د موادو د تبادلې جريان په خپل نورمال حد کې ساتي , د همدې وجی د هاظمې د سيستم فعاليت ښه کېږي او انسان ځان ډېر ښه احساسوي.

د عصبي سيستم لپاره :-

د بدن د غړو ناروغي , په مغز کې د عمر د ډېريدو سره بدلونونه او همدا شان زيات بوج د عصابو مرکزي سيستم فعاليت مختلوي . کله چې حافظه خرابه شي دا پدې معنی چې انسان کې د تائېرويډ د غدې ناروغي وده کړيده چې, درملنه يې د طبي درملو پکارولو سره تر سره کېږي. په هر حال غذايي رژيم , د ويټامينو د اندازې او منرالي موادو انډول ارګانيزم لپاره ډېر مهم دی.

د مړز په غوښه کې هغه ګټور مواد شتون لري , کوم چې عصبي حجرات پياوړي او د مغز د فعاليت په بيا رغونه کې مرسته کوي.

ددغې غوښې کارونه د حافظې په بهترولو , په فکري وده .

د دغی غوښې په جوړښت کې د B د ګروپ ويټامينو شتون په ارګانيزم کې د سرطاني ناروغۍ په وړاندې مثبت او رغنده رول لوبوي.

فاسفور او مس د وينې جوړونکو حجرو په جوړولو کې مرسته کوي.

د مړز د غوښې خوړل په بدن کې د هوموګلوبين کچه لوړي , د رګونو جدار پياوړی ساتي , د وينې ميکروسرکلوشن( دوران) بهتروي او په دا شان د ترمبوز ( وينه لخته کېدو) د پېښېدو کچه راټيټوي .

د وزن په کمولو کې د مړز د غوښې رول

د وزن کمولو بنستيزه چاره د لوړو پروتين لرونکو او ټيټو شحمي پرامترو لرونکي خواړه دي, پدې صورت کې د ارګانيزم د موادو د تبادلې بهير ډېر ښه تره سره کېږي.

عملا ښودل شوې , همدا شان څېړنو ښودلې چې په غذايي رژيم کې د مړز د غوښې شاملو دا په ډاګه کړه چې هغه د وزن په کمولو کې درې برابره برخه اخلي , که څه هم چې ; د سوی( خرګوش) او چرګ غوښه د غذايي رژيم برخه ده , خو د مړز غوښه تر هغو بهتره ده .

د مړز د غوښې زيان او منفي اغېزې

د مړز غوښه د خپلو مثبتو ځانګړتياو تر څنګ يو لړ نيمګړتياو هم لري , چې البته د جانبي زيانونو او د هغه نه کارولو سره تړاو نلري , دغه موارد قطعا شتون

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←