ننواتې
پښتونولي او ننواتې
پښتونولی د جرګو يو ولسوليز سيستم دی، چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی، پښتو يوازی د پښتنو ژبه نده بلکې د يو لړ صفتونو ټولګه ده، چې هر پښتون ئې که موړ وی او که غريب، بايده دی چې ولری.
له پېړیو رااېسي پښتانه خپلې چارې په پښتني دودنو(رسم او رواجونو) سموي.
د پښتني کولتور یو دود ننواتې دی. ننواتې په کولو سره پښتانه خپلې غټې غټې شخړې حل کوي. د پښتنو په بېلابېلو سيمو کې ننواتي په بېلابېلو بڼو کيږي، خو په ټولیزه توګه کله چې سړی ځان پړ(ملامت) ګڼي نو مقابل اړخ ته ننواتې ورځي او بښنه غواړي. د ننواتې منل د پښتنو یو غوره صفت دی او د مړي له بدو هم تیریږي، خو د مړي ننواتې ډېره درنه وي. د يو چا پر ناموس دتيري په شخړه کښې ننواتې نشته .
په ننواتې کښې زیات پښتانه د ځان سره پسونه هم بیايي او بیا ئې هلته حلالوي.
په درنو شخړو کې د ځان سره مشرانې ښځې بیا ئې، ځکه چې پښتانه د ښځو پړوني ته په درنه سترګه ګوري او خامخا ئې بښنه مني او ننواتې نه رد کوي، ځکه ننواتې نه منل په پښتني دود کې ډېر ناوړه کار دي .
د پښتنې کولتور ددې ارزښتناک دود سره بهرنېان هم بلد د ۲۰۱۱ کال دجولاي په مېاشت کښې په خوست ولايت کې د شپږو شهیدانو کورنیو ته دامریکایي ځواکونوقوماندان ډګروال ټونر د پسونو سره ننواتې ورغی ، دشهیدانوکورنۍ اود خوست قومي مشرانویې ننواتي ومنله اوډګرول ټونر ته یې وویل، چې په راتلونکي کې دې بيا دا ډول کار تر سره نشي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د میاافتخارحسین د زوی، د حاجي غلام احمد بلور د کورنۍ دغړو او دغه راز د عوامي نیشنل ګوند د غړو دقتل پړه ومنله او تیره ورځ دباچاخان مرکز ته ننواتې راغی. دعوامي نیشنل ګوند مشرانو یې ننواتې ومنله.
احترام د ننواتې پښتانه کا
لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، دکورنیو چارو وزیر په ډاګه وویل، چې پښتانه سرکاري اجرتي قاتلانو وژلي دي. نو پښتنو راویښ شئ! یو شئ او د پښتون ژغورنې قامي غورځنګ (پ ټ اېم) ملا وتړئ، منظور پشتین سره په نره ودرېږئ، چې د لکونو پښتنو د قاتلانو سره حساب کتاب وکړي.
پښتون ته ژوندون غواړو.
