اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

جرمني ژبې

د جرمني ژبې اسانه زده کړه

وروسته له لس کلو زيار د ډاکتر ملکزي د جرمني ژبې د اسانې زده کړې کتاب له چاپه راووت. د کتاب نوم دى: (د جرمني ژبې اسانه زده کړه، له اساساتو نه تر ادبياتو پورې). دا کتاب په ډېره ښکلې بڼه په رنګه ډول د "ډاکټر اکرم ملکزي" له خوا ليکل شوېدى. ډېر مهم ټکي په سور رنګ ليکل شويدي، په سور رنګ د ليکلو ګټه دا ده چې دا مهم ټکي د لوستونکي سترګو ته ځاى په ځاى وربريښي او دى ورته ډېر ژر متوجه کيږي. د ليکوال په نظر د دې کتاب په مرسته هر افغان کوى شي چې بې له کوم ښوونکي په اسانه ډول جرمني ژبه زده کړي.

د زده کړې اسانتيا په دې کتاب کې په څه کې ده؟

اسانتيا يې په دې کې ده چې ليکوال لومړى د جرمني ګرامر په دوه سوه (200)مخو کې وليکو او لوستونکو ته يې وړاندې کړو. لوستونکو ورته ځواب ورکړو چې زده کړه ورنه په دومره خلاصه ډول نشي کېدى ځکه چې د جرمني ګرامر ډېر مغلق دى او پوهېدل پرې ډېر ګران دى. ليکوال د ګرامر برخه لږ څه اسانه کړه چې کتاب څلور سوه (400)مخو ته ورسېد. لوستونکو بيا ځواب ورکړو چې اوس هم لا زده کړه ورڅخه ستونځمنه ده. ليکوال ګرامر لاپسې اسانه کړو چې کتاب شپږسوه (600) مخو ته ورسېد. د لوستونکو ځواب دا وو چې اوس ګرامر تر ډېره حده اسان شوېدى، خو لږ څه نور اسانولو ته يې اړتيا شته. ليکوال په کتاب کې څه باندې دوه سوه (200) مخه نور ورزيات کړل چې کتاب اته سوه او شل (820) مخو ته ورسېد. د لوستونکو غبرګون دا وو چې اوس نو د جرمني ژبې ګرامر دومره په ساده ژبه تشريح شوېدى چې که څوک په دې اسانه ژبه نپوهيږي، نو هغوى ته دې خداى جرمني ژبه وروښايي. نو په دې ډول له دې کتاب نه د جرمني ژبې د زده کړې اسانتيا لوستونکو پخپله تصديق کړه.

د دې کتاب او د نورو کتابو توپير په څه کې دى؟

په دې کتاب کې له يو بې ساري نوښت نه کار اخيستل شوېدى او هغه دا دى چې مخکې له دې نه چې د جرمني ګرامر تشريح شي، په ځينو مبحثونو کې د ګرامر د مبحث په پېل کې د پښتو يو مشهور شعر يا يو متل ليکل شوېدى. د شعر يا د متل له لارې ليکوال لومړى د پښتو ګرامر راسپړي او لوستونکو ته د پښتو ګرامر واضح کوي. کله چې لوستونکي د پښتو ګرامر په مطلب ورسېدل، نو بيا په کراره کراره د جرمني ګرامر ته لار لټول کيږي. کله چې د جرمني ګرامر له ډېرو مثالونو سره ښه تشريح شو، نو بيا په لاندې برخه کې يې تمرينونه راځي. د تمرينونو لاندې بيا د تمرينونو ځواب ليکل شوېدى. په دې ډول لوستونکى ځان پخپله کنټرولولى شي چې ګرامر يې ښه زده شوېدى او که نه.

کله چې د يو چا د جرمني ژبې اساسات زده شول، نو بيا له هغې نه وروسته د زده کړې سويه مخ په لوړېدو ځي، چې په پاى کې ادبياتو ته مخ اړول کيږي.

د کتاب په پاى کې افغانانو ته د جرمني ژبې ستونځي او تېروتنې په يو جدول کې ليکل شوېدي چې ليکوال په جرمني کې د خپل د ژوندانه په اته څولېښت (48) کلونو په خپلو غوږو اورېدلي او پخپلو سترګو يې ليدلي دي. د جدول په کيڼ اړخ کې د جملې صحيح ډول او په ښي اړخ کې تېروتنې ليکل شوېدي.

په دې چې جرمنيان هم پخپله ژبه کې تېروتنې کوي، نو د افغانانو له تېروتنو نه وروسته د جرمنيانو تېروتنې هم په يو جدول کې ليکل شويدي. د جدول لاندې بيا ليکل شويدي چې د جرمنيانو تېروتنې له کومه ځايه منشا اخلي او صحيح ډول يې څه شان دى.

که چېرته يو څوک دا کتاب قدم په قدم تر پايه پورې ولولي او تمرينونه يې تر پايه پورې په صحيح ډول حل کړي، نو د ده د جرمني ژبې سويه به له عادي جرمنيانو له سويې نه ډېره لوړه وي.

د دې کتاب خپروندى په جرمني کې د جرمني ژبې ټولنه ده چې نوم يې دى.

(Verein Deutsche Sprache)

د دې کتاب د کره کتنې لپاره د دې ټولنې له خوا د جرمني او پښتو ژبپوهان ګمارل شوي وو. له کره کتنې نه وروسته بيا دا کتاب يو ژبنې علمي مطبعې ته ورسپارل شو چې مطبعې د ژبې، د ډېزاين او صحافت کره کتنه وکړه. د مطبعې له کره کتنې نه وروسته بيا کتاب د چاپ لپاره چاپخانې ته ورولېږل شو. په دې چې د کتاب چاپ په جرمني کې شوېدى، نو د کتاب نرخ څلور اويا يورو(74,00 €) دى. دا د کتاب تش د چاپ نرخ دى چې له دې نه نه د جرمني ژبې ټولنې او نه ليکوال ته کومه ګټه رسيږي. د ګټې نه اخيستل د دې لپاره دى دواړو اړخو (د جرمني ژبې ټولنې او ليکوال) د دې لپاره وکړو، چې دواړه اړخه د پيسو ګتلو پسي نه ګرځي، بلکې د خپلو ژبو لپاره خدمت کوي.

کتاب له دې ځايه په مستقيم ډول لاس ته راوړل کېدى شي:

IFB-Verlag

Schulze-Delitzsch-Straße 40

33100 Paderborn

Telefon: 05251 310602

E-Mail: [email protected]

ISBN: ISBN 978-3-949233-03-6

www.vds-ev.de/ifb-verlag

دا سې هم کېدى شي چې په ټولې اروپا کې د کتاب علاقمندان يو د کتاب پلورونکي ځاى ته د کتاب نوم او (ISBN 978-3-949233-03-6) شمېره ورکړي، نو په يوه اونۍ کې ورته کتاب رسېدى شي. بل معلومات به دا وي: په دې چې د کتاب نرخ ډېر لوړ دى، نو علاقمندان کوى شي چې د يو دولتي يا د پوهنتون کتابتون (Staatsbibliothek, Universitätsbibliothek) له لارې په وړيا ډول دا کتاب راوغواړي او د مطالعې لپاره يې يو څو موده يې له ځانه سره وساتي.

په نظر کې نيول شوېدي چې دا کتاب به د دې کال تر پايه پورې په افغانستان کې چاپ شي چې بيه به يې ډېره ارزانه وي.

Staatsbibliothek, Universitätsbibliothek

ISBN: ISBN 978-3-949233-03-6

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←