اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

عليشاه مظلوميار

دارغند دڅپو ژبه
عليشاه مظلوميار د ارواښاد وکيل سيد حميد خان زوى په 1340ل کال د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ، د مارجې د اڅکزو په بلاک کې زوکړى دى. خپلې زده کړې يې د بلاک په لومړني ښوونځي کې پيل کړې، چې منځنۍ يې د مارجې په لېسه کې ترسره کړې. د سرو لښکرو له يرغل سره سم له هېواده کډوالۍ ته اړ شو، چې له 1361 څخه تر 1364ل کاله پورې يې خورا زياتې خوارۍ ګاللې دي. له 1365 څخه تر 1367ل کاله پورې په کوټه او چمن کې کډوال و، چې په دې وخت کې يې ډېرې ترخې شپې ورځې تېرې کړې، مسافرت، وزګاري، بې هويتي او بېقدري يې وګالله، دى په خپله کاږي: ”مياشت، ورځ او شپه يې زما په زړه کې داسې داغ دى، چې نه جوړېږي، نه ورک کېږي او نه هېرېږي. خو په دغو ترخو او نه هېرېدونکو غمجنوونکو او ويرجنو شپو ورځو کې ځينې د خوشحالۍ او اميد داسې وختونه هم شته، چې تعقيبول يې زما لپاره د يوه نېکمرغه راتلونکي زېرى راکوي او په ناپايه وېروونکې شپه کې د لارې مشال دى، لکه د امريکا ږغ راډيو او بي بي سي راډيوګانې“.
د مظلوميار د دردېدلي زړه انځور د هغه په شعرونو کې ليدلاى شو. بېشکه دى د يوه داسې ولايت دى، چې په اقتصادي لحاظ ډېر وروسته پاتې دى. تر دې مهاله راغلو حکومتونو يوه ذره پاملرنه هم نه ده ورته کړې، تاسې همدا اوس هم د دې ولايت د عايداتي سرچينو کتنه وکړئ، په زياتو کې د نورو ولايتونو خلک کار کوي، حال دا چې د دې ولايت په سلو کې لس سلنه خلک هم له دندې برخمن نه دي. په ادبي دګر کې د مظلوميار غوندې ځوانانو راټوکېدل او غوړېدل هغه زېرى دى، چې د زياتو مينه والو زړونه غوړوي. په دې وروستيو کې هلمند ولايت ”پګړۍ“ مجله خپره کړه، چې دا بيا يو بېل زېرى دى، چې د دې ولايت شمله يې نوره هم هسکه کړه، ځکه موږ که له يوې خوا دا ولايت وروسته پاته ګڼو، بل پلو بيا ګورو چې د قلم او هنر څښتنان په کې راټوکېږي.
دى د کتابونو ډېر مينه وال دى، چې له شخصي کتابتون څخه يې نور خلک هم کار اخلي، ډېره مطالعه، ډېر ليکل کوي. که څه هم اوس هورې د قومي مشر په توګه مطرح دى، د ادب مينه والو ته يې ور پرانيستى دى او ډېر ادبي بنډارونه خو د ده په مټ جوړېږي. دى تر ډېره حده يوازې له راډيوګانو سره اړيکي لري، چې خپل شعرونه ورته وايي. عبدالباري جهاني، علي احمد جلالي، سپوږمۍ، زېبا خادم، اڅکزى، ايازي، بل پلو بيا سعيده محمود، صفيه حليم، شېراغا کريمي او ډاکټر اکبر کبر د ډېرې مننې وړ ګڼي، چې دى يې ډېر هـڅولى دى.
شعرونه يې د درد او ژړاګانو انځور دى، د انسانانو وژنې يادوي، چې د ظالم په لاس وژل کېږي، اوښکې او ساړه بادونه يادوي. که څه هم کومه خپره شوې شعري ټولګه نه لري، خو په دې وروستيو کې يې د خپلې شعري ټولګې د خپراوي لپاره خپل شعرونه سره راغونډ کړي دي.

ژړا
زه وطن ته لاړم وطن وران راسره وژړل
لارو، کاڼو، بوټو، بيابان راسره وژړل
ټول وطن په اور سوى په وينو رنګېدلى و
هر ګام سويو غوښو د انسان راسره وژړل
مځکې باندې سور بخمل د وينو غوړېدلى و
دښتو بې کفنه شهيدان راسره وژړل
شنه ګلبوټي سوي، سره ګلونه رژېدلي وو
غم باندې يې سوي ګلستان راسره وژړل
ما وې زه پردېس يم دوى له ما نه پردېس شوي وو
خلکو د وطن، پر وطن ګران راسره وژړل
دا يو غم يې نه و، سل يې نور د غم ملګري وو
ژوند يې په کړاو و، زوړ و ځوان راسره وژړل
لوږې ځورول څوک، وو پر خاورو مريضان پراته
فکر، خيال او ذهن دا خواران راسره وژړل
مرګ و، جنازې وې، هديرې وې لحدونه وو
کونډو، بورو، ورور و خپل خپلوان راسره وژړل
اوښکې تويولې چا د ځان، چا د جانان په غم
پېغلو په ګودر کې په ارمان راسره وژړل
ته مې راپه ياد شوې ستا غمونو لېونى کړمه
ياره ستا کوڅه کې ستا هجران راسره وژړل
زړه مې په لړزان شو، چې يې ړنګ کلي ته ورغلم
خيال کې ښکلو سترګو د جانان راسره وژړل
کله چې په مرګ د ځوانيمرګ اشنا خبر شومه
تللم هديرې ته تېر دوران راسره وژړل
قبر د اشنا ته چې يې زه په ژړا وليدم
مړي په ژړا شول، قبرستان راسره وژړل
ما د دې ويرجن ملت پر حال سوې نارې کړلې
لوى و کم ژړله، ټول جهان راسره وژړل
دا وطن د چا دى، دا د غم ژوندون ترڅو به وي
سر مې کړ ګرېوان ته خپل ګرېوان راسره وژړل
مځکې ګرېوان لوند کړ، چې زما احوال يې وليده
ورېځې په ژړا شولې، اسمان راسره وژړل
يار د هر مظلوم دى ورجارېږمه زما قلم
بيا يې پر مظلوم غريب افغان راسره وژړل.
د مهاجر ځکندن
خدايه خدايه! ته زموږ په حال خبر يې
هم خبر د ټول جهان په بحر و بر يې
ته يې وينې په دنيا کې چې څه کېږي
خوښ خوشحال څوک په خندا دي څوک ژړېږي
نن پر هر لور وړاندې تګ دى، تمدن دى
هم تلاښ د انساني وړ ښه ژوندون دى
پرمخ ځي د ټول جهان کاروان روان دى
صرف افغان دى چې غمجن، چې سرګردان دى
ټول وطن يې د وسلو ګدامخانه ده
د غمونو ګرم بازار دى ويرخانه ده
افغانان مري، افغاني ميندې بورېږي
اور پر بل دى، د افغان بدن سوځېږي
ځوانان مري، پېغلې سرتورې پاته کېږي
خور د ورور او مور د زوى پرغم ژړېږي
پر وطن يې پرېوتلې څه بلا ده
نه پوهېږم چې طاعون دى، که وبا ده
ښځې مري، زاړه مړه کېږي، ماشومان مري
څوک په بل وطن کې ښخ شي پردېسان مري
زه بې بخته، بدنصيبه هم افغان يم
پر پردۍ کمبله پروت يمه حيران يم
پښې مې رېږدي، ساه مې ډوبه ډوبه کېږي
علامې د ځکندن رامعلومېږي
تنها پروت يم نه ډاکټر شته، نه دوا شته
نه خواخوږى، څوک خبر په حال زما شته
ګرمې اوښکې مې پرمخ باندې بهېږي
څوک مې نه شته چې پرحال مې ودردېږي
په پردي وطن کې مرم ارمان ارمان دى
زه يې اوس په قدر پوه شوم وطن ګران دى
د وطن غرونه رغونه مې يادېږي
لوړه کښته مې تر سترګو- سترګو کېږي
روح مې ګرځي د وطن کليو کوڅو کې
څنګه ګران دى، نه هېرېږي په سلګو کې
هاى افسوس دى، پر ما ګران افغانستانه!
غم مې دا دى څنګه ليرې مرم له تا نه
ستا له کاڼو بوټو ځار شم، څومره ګران يې
په رښتيا چې د خوږمنو زړو درمان يې
په وطن کې ښخېدل لا لوى نعمت دى
د سهار نسيم يې وږم د جنت دى
کاشکې تا کې مې مدفن واى ګرانې مېنې!
چې مې قبر له راتلاى د وطن نجونې
د هوا مرغان به ټول راسره ژاړي
که زما د ارمانجن زړه فرياد واوري
د خپل ځان پر غمو نه يم چې فرياد کړم
سره لمبه شم د وطن حال چې راياد کړم
يو زه نه يم چې په بل ملک کې ښخېږم
په مرګ هم لا له وطنه جلا کېږم
وطنوال مې په لکونو مسافر دي
په پرديو وطنو کې در په در دي
ګلابتون مې د پرديو، نه خوښېږي
که د خپل وطن خمتا راورسېږي
جنازه مې يو څوک يوسئ خپل وطن ته
ورتسليم مې کړئ د پلار نيکه مدفن ته
که لار نه شته څوک تر چا پورې تلاى نه شي
ما تر خپلې هديرې پورې وړاى نه شي
نو مې يوسئ پر نژدې سرحد مې ښخ کړئ
ناکرار زړه مې په دې خبره يخ کړئ
چې د ګران وطن شمال راته راځينه
د مزار جګې جنډۍ مې رپوينه
په قسمت مې رسېدلى دا جنجال دى
هېوادوال د مظلوميار يم دا مې حال دى.
غم
څه د غم دوران و، څه غمونه يې راوليدل
څونې جنازې، څه لحدونه يې راوليدل
څونې وينې توى شوې، څنګه مستې ځوانۍ خاورې شوې
څونې فاتحې، څونې مرګونه يې راوليدل
څونې مېنې ورانې، څونې هيلې نيمه خوا شولې
څونې تالا شوي ارمانونه يې راوليدل
څونې شنې باغچې او شنې جلګې د ګلو شاړې شوې
څونې رژېدلي، سره ګلونه يې راوليدل
څنګه د وطن پر هره لوېشت کربلا جوړه وه
څونې عاشوراوې، محشرونه يې راوليدل
څونې ميندې بورې، څونې کونډې، څونې خوارې شوې
څونې يتيمان، ببر سرونه يې راوليدل
څنګه بمبارۍ، څنګه توپونه څه بمونه وو
څنګه سرې لمبې او سره اورونه يې راوليدل
څنګه فريادونه، څه زګېروي، څنګه اهونه وو
څونې سرې لاښې، څونې زخمونه يې راوليدل
څونې انسانان ژوندي ژړاند تر خاورو لاندې شول
څونې په اور سوي جسدونه يې راوليدل
څونې مسافر شول، څونې ورک، څونې بېکوره شول
څه پردۍ کوڅې، پردي ملکونه يې راوليدل
څونې مهاجر، څو په وطن کې بې وطنه شول
څنګه لوږې تندې، سره ډاګونه يې راوليدل
څنګه عذابونه بدلېدل، خو ختمېدله نه
څونې تنظيمونه او نومونه يې راوليدل
څنګه مو يو بل ته د مرګي دامونه ايښي وو
څه د غم پردې، څنګه فلمونه يې راوليدل
ځئ چې نور د جوړې او ورورۍ پر لور قدم واخلو
څونې دښمنۍ او نفرتونه يې راوليدل
نورې چارې نه شته بې له دې چې سره يو نه شو
څنګه تجربې، امتحانونه يې راوليدل
ولې مظلومياره بيا ويرجنې ترانې وايې
څه گسختې شېبې، څنګه ويرونه يې راوليدل

(لیک :صالح محمد صالح)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←