اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

دافغانستان

په افغانستان کې جګړه د منډیي او اقتصادي ګټو جګړه وه او ده.

نړۍ اوسنى تاريخي پړاو د ولسونو او قامونو ترمنځ د سولې او ورورولۍ په هڅو ولاړ دى، د جنګ جګړې او دښمنۍ ځاى سوله او ورورولي نيسي، واکمن بدلېږي او قامونه پاتې کېږي. د قامونو په منځ کې ورورولي او ښه ګاونډيتوب د نېکمرغۍ نښه ده.

نړۍ د اقتصادي ګټو (مفاداتو) پر بنسټ په کوچنيو او غټو وحدتونو يا برخو وېشل شوې او وېشل کېږي

نو په يوه سيمه کې هغه ملکونه/هېودونه، چې شرېکې اقتصادي ګټې لري، په يوه اتحاد يا منډيي کې راټولېږي، چې پدې سره د ملکونو په منځ کې جغرافيايي پولې خپل ارزښت(اهميت) لاسه ورکوي، چې ښه بېلګه يې اروپايي هېوادونه دي

سياست د اتحاد يا منډیي د ګټو د ساتلو لپاره منطقوي/ سېمه اېز خو پيدا کوي او پوځي ځواکونه د اتحاد يا منډیي د امن په چوپړ(خدمت) کې راوستل کېږي. دا د پښتنو څخه هم نوى فکر او سوچ غواړي، چې خپل سياست ته سيمه ېيزه (منطقوي) بڼه ورکړي او د ټولې سيمې سياست يې وګرځوي او په يوه غټ چوکاټ کې د خپل یووالي او پرمختګ پر لور روان شي.

ترکمنستان ته د افغانستان په خاورو کې د سوداګرۍ (تجارتي) لارې جوړېدنه ، زموږ په سېمه کښې د منډیي د جوړېدلو او ابادۍ نښه ده. دا لاره موږ ته دا هم راپه ګوته کوي، چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ګټې په اوسني وخت کې شريکې شوي دي،چې د ګټو (مفاداتو) شرېکوالى پر بنسټ د دغه هېوادونو ترمنځ د نږدې والي اړتېا(ضرورت) ده.

. دا سوداګرېزه لار نه يواځې د افغانستان په ګټه ده، بلکې د مرکزي اسيا دخپلواکو دهېوادونو په ګټه هم ده، چې ددې لپاره په افغانستان او سيمه کې امن پکار دى، خو د امن د منځ ته راتګ مخه ايران او روسيه نيسي، دا ځکه چې ايران خپله د انرژۍ چينې لري. په دې کې ځانته تاوان ويني، چې په څنګ کې د ترکمنستان د انرژۍ له چينو څخه کار واخيستل شي، نو په افغانستان کې بد امني جوړوي او ددې هڅه کوي، چې دا سوداګرېزه (تجارتي) لاره د ايران په خاوره تېره شي.

همدغه شان روسيه چې له ترکمنستان څخه يې پخپله خاوره کې د انرژۍ نلونه غځولي دي، نه غواړي چې دا انرژي بل ځاى کې اخيستونکي ولري او په دوى باندې دا انرژۍ قيمته شي، ځکه چې هر څومره چې ددې انرژۍ پسې غوښتنه (تقاضا) زياتېږي، هغومره يې بيه جګېږي.

لنډه دا چې په افغانستان کې جګړه د منډیي او اقتصادي ګټو جګړه وه او ده، چې د يوې خوا د افغانستان او د مرکزي اسيا د خپلواکو هېوادونو ګټې (مفادات) او د بلې خوا د ايران او روسيې ګټې (مفادات) دي. په دې کې د امريکا متحده ايالات مهم رول لوبولى شي، چې نه يواځې د نړۍ يواځينى ستر ځواک دى، بلکې له خپلو ملګرو سره يوځاى د انرژۍ ستر اخيستونکى هم دى.

د ايران له اړخه تجارتي لاره د انرژۍ د اخيستونکيو هېوادونو لپاره ډېره د خطرو ډکه ده، ځکه چې ايران به يې بېا د خپلو اقتصادي ګټو لپاره په بېلابېلو پلمو بندوي او د خپلې انرژۍ خرڅلاو لپاره به بازار ګرم ساتي.

د افغانستان په خاوره کې لاره نه يواځې بې خطره او د ډاډ وړ ده، بلکې د افغانستان او مرکزي اسيا د هېوادونو د هوساينې او ابادۍ او په يوه منډیي کې راټولېدو بنسټ دى. دا نه يواځې د سيمې، بلکې د ټولې نړۍ په ګټه هم ده.

ددې موخې (هدف) لپاره په افغانستان کې د جګړې او پوځي ډلو ټپلو د ختمولو تونده هله ځله پکار ده، چې بشپړ امن، ټېکاو او ټينګښت منځ ته راشي او په دې توګه د ګڼ ګونديزې پارلماني ولسواکۍ لپاره لاره برابره شي، چې ټول سياسي ګوندونه د وطن په ابادۍ کې برخه واخلي او هر چاته پکې ددې شونتیا(امکانات) ورکړى شوي وي، چې خپل سړيتوب (شخصيت) ته په ازاده توګه وده ورکړي او هم پکې لږه کي وروڼه قامونه (ازبک، هزاره , تاجک او نور...) د هېواد په سياسي، اقتصادي او کولتوري ژوند کې د خپل شمیر سره سم عادلانه برخه ولري.

(کبیر ستوری)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←