اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

اسد دانش

Asad Danish/ اسد دانش

دپښتني کولتور او ادب د ډګر نه ستړی کېدونکی مبارز اسدالله دانش ساپى پر ۱۳۴۴ ل ل کال په لغمان ولايت کې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده کړې يې په لغمان او کندهار کې ترسره کړې او دولسم ټولگی يې په کابل کې لوستی دی.

اسد دانش دپښتو، پئتونولۍ ، کتاب او خپل کولتور سره د ځانگړې مينې لرلو له لامله پر ۱۳۶۶ لمريز کال په پېښور کې د دانش په نوم يو وړوکی کتابتون پرانيست.

دانش کتابتون ( د پښتنو دېره) د هرې ورځې په تېرېدا سره غوړېده او د ادیبان، لیکوالانو او شاعرانو په زړونو کې يې ځاى پيدا کاوه. څه موده وروسته يې د يو شمېر ملگرو په غوښتنه د دانش خپرندويه ټولنې بنسټ کېښود او د دې تر څنگ يې د الفت په نوم د يوې علمي، ادبي او کلتوري مجلې چاپول او خپرول هم پيل کړل چې له نېکه مرغه تر دې مهاله يې لسګونه گڼې چاپ شوې دي.

دانش خپرندويې ټولنې له دوه زره څخه زېاتو ټوکو په شاو خوا کې پوهنېز ، تاريخي، سياسي، مالوماتي، ادبي، ژورنالېستيکي او نور بېلابېل کتابونه چاپ کړي دي. دانش په لره او بره پښتونخوا کې ځان د لويو خپرندويانو په کتار کې درولی دى.

اسدالله دانش د هېواد په گڼو ښوونځيو، کليو او بانډو کې د ځوانانو او کتاب مينه والو لپاره کتابتونونه پرانيستي او هم يې له کتابتونونو سره مرسته کړې ده. ښاغلى اسد دانش په فرهنگي او ادبي کړيو کې ډېر ملگري، خواخوږي او دوستان لري

اسدالله دانش تر دې مهاله په گڼو مډالونو او ستاينليکونو نمانځل شوى دى. په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له خوا د سرو زرو مډال، د کونړ سيند په مشاعره کې د کونړ مېشتو فرهنگيانو ټولنې له خوا د سرو زرو مډال، د ځلا خيريه موسسې له خوا يو مډال، د کبير ستوري يو مډال او له نيکه مرغه په دې وروستيو کې د اشوکا نړيواله جايزه ورکړ شوې، چې دا يواځې هغه ته نه بلکې ټول افغان ولس ته يو ښه زيرى او وياړ دی.

دانش خپرندويه ټولنه د 1366 لمريز کال پر کب مياشت په پېښور کې د اسد الله دانش ساپي په هڅو د يوه کتابتون پر بنسټ کېښودل شوې.

دانش ساپى هاغه مهال د هېواد د هغو لسگونو زرو ځلميو په ډله کې و، چې په هېواد کې د تاوتريخوالي او جگړو بدمرغې سيلۍ له خپلې ځالې جلا کړى او له خپل کوره يې په خورا بې وسۍ بې کوره کړى و. هغه هيله، چې ده ته يې د ستړي او لالهانده ژوندانه پر ازغنه لار ځواک ورباښه، د خپل هېواد و ولس هاغه سوکاله او روښانه راتلونکی وه، چې ده يې يوه ورځ ددې ټولو ناخوالو تر پاى وروسته د راتگ لار څارله.

اسد الله دانش ساپى د بل هر انسان په څېر د خپل چاپېريال تر اغېز لاندې و او دغه اغېز يې د شخصيت په جوړښت کې ستره برخه لرله. دى تر هغې چې لا په هېواد کې دننه و د کورنۍ په چاپېريال کې يې له کتاب سره اړيکي موندلي وو او ورسره روږدى شوى و. د کورنۍ تر کړۍ بهر يې هم له هغو کړيو سره نژدې پېژندگلوي او راشه درشه لرله، چې هغوى ته هم کتابونه د يوه مانيز ارزښت په توگه گران وو. دغه مانيز اړيکي د دانش ساپي مينه له پوهې او معنويت سره پياوړې کړه او د هغې په څپو کې يې "دانش" بلنوم غوره کړ. د هغې تودې مينې په تاو کې چې "دانش" له پوهې سره لرله، غوښتل يې په دې برخه کې بېلا، بېل اکاډيميک پړاوونه بشپړ کړي؛ خو د هېواد د ميليونو ځلميانو په څېر د جگړې او بدمرغه بحران له امله دغه ارمان ته څومره، چې ده غوښتل پوره ونه شو رسېداى. سره له دې هم له پوهې او معنويت سره دده په مينه کې کمى رانغى او خپل ژوند يې له کتاب سره داسې پيوند کړ، چې نوم يې د لسگونو زره کتابونو پر پاڼو وليکل شو.

اسد الله دانش ساپي د بې کورۍ او جلا وطنۍ په هغو کلونو کې چې هرې خوا د تبليغاتي سياسي مطبوعاتو توپان و دا اړتيا وانگېرله، چې په پېښور کې افغان لوستوال تر تنظيمي او سياسي مطبوعاتو اخوا پوهنيزو، ادبي مطبوعاتو ته د يوه انترناتيف په توگه دده غوندې تږي دي. دانش ساپي ددغه انترنانيف د منځته راتگ په لار کې خپلې هلې، ځلې وازمېيلې او په دې بريالى شو، چې دغه راز کتابونه راټولو خپاره او مينه والو ته يې ورسوي.

د څو کلونو په تېرېدا دانش له گڼ شمېر ليکوالو او ژورناليستانو سره اړيکي وموندل او د هغوى په مانيزو مرستو او همکاريو پر 1372 کال د "دانش خپرندويه ټولنه" د بنسټ اېښودلو په هڅه کې بريالى شو.

دانش خپرندويې ټولنې د خپل مطبوعاتي کار له پيله را پر دېخوا د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې گڼ شمېر کتابونه چاپ کړل او په دغو کلونو کې د هېواد د ليکوالو، ژورناليستانو، شاعرانو، پوهانو، څېړونکيو، هنرمنو او کولتور دوستانو د پېژندگلوۍ، ملگرتيا او گډو کولتوري هڅو يو ازرښتمن منځى و. د نومړې ټولنې بل غوره او د ستايلو وړ کار دا و، چې په ټولنه کې يې له مطبوعاتو سره د مينه والو په شمېر کې ډېرښت راوست او د ځوانو ليکوالو د هڅولو لپاره يې لار پرانيسته. ډېر ځله داسې شوي، چې دانش ساپي يو شمېر لوستونکيو ته، چې له مالي پلوه يې د کتاب پېرودلو ځواک نه لاره، کتابونه وړيا ورکړي.

دانش خپرندويې ټولنې د 1379 لمريز کال د تلې پر مياشت د ژورنالېزم په برخه کې هم يو غوره گام پورته کړ او د يو شمېر ليکوالو او ژورناليستانو په مرسته يې د "الفت" په نامه د يوې خپلواکې ادبي، ټولنيزې دوه مياشتېنۍ خپرونې کار پيل کړ. دغې خپرونې ډېر ژر د ټولنې په منځ کې لار ومونده او په هېواد کې دننه او له هغه بهر يې د لوستوالو تر منځ مينه وال وموندل. الفت مجله تر ننه په پرلپسې توگه چاپېږي او مخ پر وړاندې روانه ده. (نصیر ستوری)

سرچېنه: ویکېپیډېا دلږ بدلون سره

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←