اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

د غوایي انقلاب

دغوایې ۷ پېښه/ انقلاب د دولت قدرت، په ناببره توګه خلقیانو او پرچمیانو ته ورپه برخه شو، داولې ورځې نه باید هر لوړ مقام ته دوه دوه کسه ټاکل شوي وایې. دبیلګې په توګه په بهرنیوچارو وزارت کې يې دسکرتر جنرال په نوم نوی پوست جوړ کړ، چې صلاحیت عینا د وزیر(حفیظ الله امین ) په شان وو.

که په راډیو کې د تره کي صیب نوم اخستل کېږي، نو د کارمل نوم باید هم ورسره واخستل شي.هغه عزت، چې د تره کي صیب کېږي دکارمل باید هم وشي .هغه پېغامونه ، چې د تره کي صیب په نوم راغلي او په رادیو کې اعلانیږي، نو دده هم باید ورسره واخستل شي.

په دولتي ادارو او نورو ځایونو کې، چې د ده عکس ایښودل کېږي ، نو په همغه لویوالي دې دکارمل عکس هم ورسره کېښودل شي.

د غوایې (ثور) په اتمه تره کي صیب دولتي تګلاره په راډیو کې په پښتو ولوستله، ددې تګلارې پارسي متن کارمل په پارسي ولوست.

دوۍ په خپلو منځنونو کښې د واک په شخړه اخته وو له ولس سره یې واټن ورځ تر بلې زیاتېده او په شا نه تلونکی انقلاب ناکام شو. (عطامحمد شیرزی)Atta Mohammad Shizai

دغه لړۍ او ناروغي شل کلن جمهوریت ته راوغږېدله, د ولس او حکومت/ دولت واټن زیات شو, جمهوریت یې له دننه وخوړ او ړنګ شو

که څه هم د ااا واکمن له دغه نارغۍ سره مخ نه دي, خو د کړو وړ نه داسې برېښي,​ چې د ولس سره یې واټن ورځ په ورځ زېاتېږي,

که د ااا واکمن د ولس غوښتنې ونه مني, نو د دوۍ راتلونکی هم روښانه نه دی او ولس به د ېوې بلې غمېزې سره لاس او ګرېوان شي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←