اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

مزدور ورځ

لنډه کیسه /د مزدور ورځ

پـه ټـول ښـوونځي کـې پـه انګرٻـز مشـهور و. پـه اولـه کـې دا نـوم پـرې مـوږ ايښـى و. وروسـته بیا

دومره په خولو وګرځٻد ، چې حتى يو نيم ښوونکي به هم د حاضـرۍ اخيسـتلو پـر مهـال د ( نـور

) په ځاى د انګرٻز نوم اخيست .

نــور ، بــه تــل ځــان ســره ټــولګي تــه ډيکشــنري ، د انگليســي ګرامــر کـتابونــه ، ډول _ ډول

اخبارونه او مجلې را وړلې او چې کله بـه کـوم سـاعت خـالي و؛ نـو د ټولـو غوږونـه بـه يــې پـرې

وخوړل .

نـن چـې څنګـه د تـاريخ ښـوونکى لـه ټـولګي ووت ، نـور د تختـې مـخ تـه ودرٻـد ، تختـه يــې

وډبوله :

که غوږ نيسئ ترڅـو چې بـل استاذ راځـي ، اول بـه درتـه نننـى درس پـه انګليسـي ترجمـه

کړم او بيا به درته د شپـې خبرونه .

يوه غږ کړ : سمه ده انګرٻزه شروع يـې کړه!

بل وویل : خپل منتر مه پخوه!

شپږ - اوه هلکان ووتل، نور ټول ورته کٻناستو .

د تـاريخ درس يــې ټـول پـه انګليسـي تکـرار کـړ او بيـايـې د تٻـرې شـپـې د بـي بـي سـي لنـډ – لنـډ

خبر ونه هم وويل .

چې څنګه يـې خبرونه خلاص کړل ، استاذ راننوت. دى ژر پر څوکۍ کٻناست؛ خو استاد

، چې هر څه يـې اورٻدلي ول، هغه يـې بٻرته را پاڅو .

استاد لومړى د انګليسي ژبې پر ارزښت خبرې وکړې او بيا يـې نور ته مخ واړو :

ګوره نوره ! که ته خپله علاقه همداسې جاري وساتې او لوړې زدکـړې هـم پـه همـدې ژبـه کـې وکـړې يـو

وخت به خپل ولس ته ډٻر خدمتونه وکړې .

د دنيا ټول علوم په انګريزي کې دي، که ته يـې خپلې ژبې ته را وژبـاړې داڅـومره لـوى کـار دى.

زمـوږ سـترګې همـدا تاسـو غونـدې ځوانـانو تـه اوړي، ور ځ پـه ورځ کمـزوري کٻـږو ، همـدا تاسـو

ياست ، چې زموږ ځاى به نيسئ .

چې کله له دولسم ټولګي فارغ شوو، بيا مو يو بل سره ونه لٻدل. زه خو داسـې خـوارۍ او

مزدورۍ پسې ورک شوم ، چې عالي تحصيلاتو ته هيڅ وزګار نه شوم .

يوه ورځ يوه چوک کې د کار موندنې لپاره له ګڼو نورو مهاجرو مزدورانو سره ولاړوم. چې کله به کوم واړه موټر هسـې هـم زمـوږ

خواتـه بريـک ونيـو ، مزدورانـو کـې بـه ورک شـو او چـې کلـه بـه د کومـو پـاکو جـامو سـړى زمـوږ

خواته رانږدې شو ، ټول به ترې راتاوو شوو. هغـه بـه پـه څـه خـوارۍ رانـه ځـان خـلاص کـړ او

بيا به موږ بٻرته خپلو ځايونو کې و درٻدو .

په چوک کې مزدوران ورو - ورو کم شول. طالعمند يو بل سره کار تـه لاړل او نـور بٻرتـه خپلـو

ځايونو ته ستانه شول .

پوره لس بجې شوې. ماته هم کار پٻدا نشو. د اسمان شين مخ يو ناڅاپه وريځـو خـړ کـړ او

بيا سمدستي څاڅکي شروع شول .

څادر مې له ځانه را تاو کـړ ، ورو _ ورو، وخوځٻـدم ، مانـه څوګامـه لـرې يـو بـل ځوان پټـو کـې

تـاو ولاړ و . څـاڅکي تٻـز شـول . دى مـخ پـه مـا را روان شـو ، و درٻـدم ، مـا سـم ذهـن تـه

راوسـتى نـه و، چـې پـر اوږه يــې راتـه لاس کٻښـود : هلکـه ! دلتـه څـه کـړې؟ مـاژر غٻـږ ور

خلاصه کړه : انګرٻزه، په خٻر !

په خندا شو: لا تر اوسه دې هٻر نه يم ؟

دواړه روان شــوو . هغــه ويــل : ما لــه دولســم ټــولګي وروســته ، پــه خپلــه خوښــه د انګليســي

ادبيات ولوستل .

- ښه نو اوس ښه پوخ انګريز شوې .

- لا دې شوخي نه ده ورکه شوې ؟

- ښه نو اوس دلته څه کوې ؟

- ټول استادان راته وايـي ، چې ماسټري واخله. اول نمره فارغ شوى يـې .

- ښه نو ، د مزدورانو چوک کې يـې اخلې ؟

- له خندا وروسته يـې اسوٻلى وکړ ، راځه لانده خيشته شوو ، دوکان کې به کٻنـو هرڅـه

به درته ووايم .

زموږ په ورتګ لـومړى دوکانـدار خوشـحاله شـو ، خـو چـې سـودا مـو تـرې و نکړه ، نو زړه

يـې تنګ شو ، موږ خبرو کې وو ، چې په تند غږ يـې وويل : ګټ اوټ ( ! Get out )

د دوکاندار څنګ ته ناست ځوان ، چې په کيڼ لاس کې يــې تـور بنګـړى و او پـه اسـانه يــې

د لاس لـه پـوټکي سـره تـوپير نـه کٻـده ، د ســګریټ لـه لـوګي سـره يوځـاى يــې لـه

شــونډو خنــدا را ووتــه . ښــه پــه کــړس يـــې وخنــدل او بيــا يـــې وويــل : ســيټ صــاب

دا مزدوران په انګريزۍ څه پوهٻږئ ؟

سور بانګس لرګى يـې ور وړاندې کړ : په دې يـې پوه کړه!

موږ يو بل ته وکـتلې او بيا له دوکانه راووتو .

باران درٻدلى و . له سـړکه تٻـر شـوي نـه وو ، چـې کـوچنى سـوزوکي کـار، مـو مخـې تـه

ودرٻد . يو چا له ښيښې سر را ووٻست ، ورمنډه مو کړه .

هغه وويل : چوک کې مې مزدوران پيدا نه کړل، تاسو کار کوئ ؟

لا یې بله خبره کړې نه وه ،

چې موږ موټر ته ختلي وو .

هغـه وويـل : اول دغـه مـاتې او روغـې خښـتې سـره جـلا کـړئ او بيـا دا شـګه کورتـه ننـه باسـئ .

لاسي کراچۍ او بٻلچې يـې را کړې او خپله لاړ .

د سترګو په رپ کې له خښتو وزګار شوو. اوله ريړۍ ( کراچۍ ) مو له شګو ډکه کـړې

وه ، چې دى بيا راغى. داځل ورسره د ١٢ - ١٣ کالو په عمر ماشوم هم و .

دى يواځې له موټره راښکـته شو . د چايو ترموز يـې له دوه وړو پيالو او قابونو سره راوړ .

يوه – يـوه پیاله خړبخونـه مـايع مـو ، چـې نـه پـوره چـاى و او نـه شـٻدې ، وڅښـلې او بيـا مـو کـار

پيل کړ .

هغه خپل زوى ته ، چې تر اوسه يـې د موټر له ښيښې څخه موږ ته کـتلې غږ کړ : ساجد بیټها... !

بيايـې ورته د چاى د لوښو وړلو امر وکړ .

ماشـوم ، جـي ډې ډي ، وويـل او بيـا لـه مـوټره راکـوز شـو . کـتـاب يــې سـترګو تـه نيـولى و ،

ورو - ورو را روان شــو ، د کـتــاب پــر پښــتۍ پــه انګليســي تــورو غــټ څــه ليکــل شــوي وو.

څنګ ته مو ودرٻد ، کـتاب يـې له سترګو لرې کړ ، په يوه لاس کې یې کـتاب او پـه بـل لاس يــې

د مخې وٻښتان شاته واړول .

د نـور ، سـترګې پـه کـتـاب ولګٻـدې ، بٻلچـه يــې کٻښـوده ، ور وړانـدې شـو؛ خـو ماشوم يـوازې

د کـتاب پوښ ور وښود او بيا يـې وويل :

ساري، خان صاب! دا د انګريزۍ کـتاب دى ، تصويرونه په کې نشته!

نعمان دوست

١٣٧٩/ د لړم ١٢مه

کابل ښار ، کارته آريانا

De Mazdoor Wraz -landa qisa

By: Numan Dost

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←