اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

د نکاح تړلو

د نکاح د تړلو مکمله طریقه

اول به خطبه ووایی :

مستحبه طریقه داده چه د نکاح تړون په حمد ، شهادتين ، درود شريف او څو لڼدو آيتونو پيل شي لکه ابن مسعود رضی الله عنه چې روايت کوي همدی ته خطبه ویل کیږی :

د نکاح خطبه : الحمد لله نحمده، ونستعينه، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا، ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله ، وأن محمداً عبده ورسوله

او بیابه دا لاندی دری لنډ آيتونه ووایی :

{يا أيها الذين آمنوا اتقوا الله حق تقاته، ولا تموتن إلا وأنتم مسلمون} [آل عمران:۱۰۲]

{يا أيها الناس اتقوا ربکم الذي خلقکم من نفس واحدة، وخلق منها زوجها، وبث منهما رجالاً كثيراً ونساء، واتقوا الله الذي تساءلون به والأرحام، إن الله کان عليکم رقيباً } [النساء:۱]

{يا أيها الذين آمنوا اتقوا الله ، وقولوا قولاً سديداً، يصلح لکم أعمالکم...} [الأحزاب:۷۰-۷۱]

او بيا به داسی ووايي چه الله تعالی په نکاح کولو باندې امر کړی دی:

{ وأنکحوا الأيامى منکم والصالحين من عبادکم وإمائکم..} [النور:۳۲] لآية.

مستحبه طریقه داده چه يوه خطبه په شروع کې ووايي ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يوه خطبه ثابته شوې ده .

(رواه الترمذي وصححه وأبو داود والنسائي والحاکم والبيهقي)

دوهم به مهر وټاکی:

له خطبی ویلو مخکې ياوروسته به مهر ټاکل کيږي ځکه چې د مهر ټاکل د زړه اطمنان دی او په آينده کې د اختلاف سبب نه کيږي او همدارنګه سنت طریقه داده چه مهر في الحال اداء شي ځکه چه ځنډ او تأخير یی د بعض او کېنې سبب کيږي.

دمهر کمه اندازه (۱۰ ) شرعی درهمه ده او زیاته اندازه یی معلومه نده!

دریم به ایجاب او قبول وکړی:

نکاح په ايجاب او قبول تړل کيږي ، پدي شرط چي ايجاب او قبول د شاهدانو په حضور کي وشي.

شاهدان به یا دوه سړی وی او یا به دوه ښځی او یو سړی وی.

که شاهدانی ټولی ښځی وی شهادت یی نده صحیح.

نکاح هم د نورو معاملاتو په شان یو تړون دى ، د دواړو خواوو په رضا او خوښۍ صحت پيدا کوي .

نارينه او ښځه چي يو د بل سره په نکاح تړلو خوښ او راضي شي ، په دوى دوو کي چي هر يو لومړى د شاهدانو په حضور کي د خپل رضايت او موافقې اظِهَار او څرګندونه وکړه هغي وينا ته د فقهي په اصطلاح کي ايجاب وايي . هغه بل چي د ايجاب وروسته په هماغه مجلس کي په کومو لفظونو د خپل رضايت او موافقي اظِهَار او څرګندونه کوي هغه ته قبول وايي

د نکاح رکن.

ايجاب او قبول د نکاح رکن بلل کيږي ، بې له ايجاب او قبول څخه نکاح نه تړل کيږي ځکه د نارينه او ښځي تر منځ هغه مهال نکاح تړل کېدلاى شي چي دوى دواړه په نکاح تړلو راضي او خوښ وي .

هغه وينا چي دوى خپله خوښي او رضايت پری څرګندوي هغې ته ايجاب او قبول وايي ، نو ځکه بې له ايجاب او قبول څخه نکاح نه صحيح کيږي .

ايجاب او قبول پخپله همدارنګه د وکيل او ولي په توسط هم کېدلاى شي .

کوم کسان چي خپله نکاح په خپله تړلاى شي هغوى د شريعت له نظره داسي هم کولاى شي چي د نکاح تړلو لپاره د دوو شاهدانو په حضور کی بل څوک وکيل وټاکي ترڅو وکيل د هغوى پر ځاى ايجاب يا قبول وکړي .

کوم کسان چي په شريعت کي د نکاح تړلو واک او اختيار نه لري لکه کوچنيان د هغو نکاح د ولي لخوا تړل کيږي ،

د هغو پر ځاى د هغو ولي پخپله يا د ولی وکیل په توسط کیدلایشی.

دایجاب او قبول الفاظ یو کرت ویل هم کافی دی

مثال....ما فلانۍ د فلانی لور تاته درکړه تاقبوله کړی ده؟

جانب مقابل....هو ما قبوله کړی ده........!

بس همدا دنکاح طریقه شوه.

دنکاح متعلق ځینی سنت او مستحب کارونه:

د نکاح تړلو وروسته زوجينو او يا د هغوی واريثانو ته مبارکي ويل :

بارک الله لک ( الله دې درته مبارک کړي ) او داسې نور ،

د ابی هريرة رضی الله عنه روايت دی چې کله به نکاح وتړل شوه رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل :

بارک الله لک، وبارک عليک، وجمع بينکما في خير

(رواه أبو داود والترمذي وصححه وحسنه وابن ماجه).

يعنې : الله دې درته مبارک کړې او تاته دې مبارک وي او الله مو په خير يو ځای کړه .

مستحبه ده چې نکاح د جمعې په په ماښام وتړل شي ځکه د جمعې ورځ شريفه او د برکت ورځ ده او ماښام ځکه برکتي دی چې د جمعې د ورځې په پای کې يو ساعت دی چې په هغه کې دعا قبليږي .

په دليل د دغه حديث شريف : أمسوا بالمِلاَك، فإنه أعظم برکة.

له نکاح څخه پس باید د نکاح په مجلس خواږه شیان تقسیم او وخوړل شی چه دا دنبی علیه السلام طریقه وه

د نکاح اعلان :

د نکاح اعلان او دائره وهل لقوله صلّى الله عليه وسلم : «أعلنوا النکاح.

(رواه أحمد وصححه الحاکم)

او د امام ترمذي په روايت کې د بې بې عايشې رضی الله عنها نه روايت دی: «أعلنوا النکاح، واضربوا عليه بالغِرْبال»

يعنې : اعلان کړئ نکاح ، او په هغه کې ووهئ دائره

البته دائره به په جائزه طریقه وهل کیږي .

دواده وليمه (خوړه) سنت ده ، وليمه هغه خوراک دی چې د نکاح د ميلمنو د پاره تيار شوی وي .

اخستنځي: د اسلامي مالوماتو له پاڼې

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←