اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

کبیر خان امیري

خوږ غږی هنرمند د پښتون ژغورنې غورځنګ چارند (فعال) سندرغاړی ښاغلی کبیر خان امیري

په سترګو نه ويـنم په غوږو يې اورېدلى شمه

په ليک کې مه راوړه پيغام د ساز نغمو کې راوړه

(کبیر ستوری)

سندرغاړي ، فنکاران او هنرمندان د ولس په بیدارۍ کې کره رول لوبوي، ځکه چې د پښتني ټولنې زياتره وګړي نالوستي کسان دي، ليک لوست نه شي کولاى خو موسيقي، ټنګ ټکور، فن او هنر سره مينه لري. د شاعر کلام او پيغام د شعر، نظم، يا سندرې په بڼه د موسيقۍ په بدرګه اوري

خوږغږی انقلابي سندرغاړی او ټولنیز چارند (مدني فعال) ښاغلى کبيرخان اميري د هېواد د هغه بااستعداده او لوستو نومېالیو هنرمندانو او فنکارانو له ډلې څخه دى، چې د خپلې زده کړې او کار تر څنګ يې دپښتني کولتور چوپړ (خدمت) ته ملاتړلې ده. په خپل زړه راښکونکي او خوږ غږ یې د موسېقۍ په ملتېا د ولس په بیدارۍ کښې پوره او درنه ونډه لرلې ده.د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره یې ډېرې ترانې ویلی دي. ددې قامي غورځنګ د غښتلو او نه ستړی کېدونکو مبارزینو له ډلې څخه دی.

ښاغلی کبیر خان پر 1977ع کال د ننګرهار ولايت د حسارک په ولسوالۍ کې دپوځي افسر امیرخان په کور کښې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي. او اوس په سويډن کې د مالمو په ښار کې استوګنه لري . د سويډن د مالمو په پوهنتون کې د سياسي پوهنځي څخه فارغ شوی او تر لسانس پورې یې خپلې زده کړي سرته رسولي دي.

دښاغلی کبیر خان کورنۍ هم د پښتني کولتور ، هنر اوادب په ډکر کښې ځلنده نوم لري. دکورنۍ مرستې او ډاډ او د پردېسۍ په ژوند کښې د دوستانو او ملګرو تشويق دې ته هڅولی، چې موسيقۍ ته مخه کړي. د موسيقۍ کوم خاص لارښود نه لري، موسيقي طرزونه پخپله جوړوي او د موسيقۍ د الاتو د غږولو په برخه کې ورسره نجيب الله خان، فريدون خان او فيض الله خان امیري مرسته کوي ، ارمونيه (باجه) او کېبورډ غږولى شي . سويډن، ناروې، ډنمارک، انګلستان، جرمني او نورو اروپایي هېوادونو کې یې ژوندي (لايف) پروګرامونه هم ورکړي دي.

ښاغلی کبیر خان.وایي: زه چې کله جرمني ته راشم، نو خپل وطن راته راياد شي او داسې احساس کوم، لکه چې خپل وطن ته راغلى يم، دا ځکه چې دلته اوسېدونکي مساپر پښتانه له خپل پښتني کولتور سره ډېره مينه لري. د المان د پښتنو پښتنه مينه، پښتني غېرت، له پښتو موسيقۍ سره مينه او د پښتنو هنرمندانو او فنکارانو تشويق، مېلمه پالنه او افغاني غرور زما پښتني احساس راتازه کوي او ماته ډاډ حاصلېږي او د خوشحالۍ احساس کوم.

فن ، هنر او موسيقي انسان ته روحي خوشحالي او تسکين ورکوي، دی وایي: په دې خبره باندې هغه کسان ډېر ښه پوهېږي، چې له وطن څخه لرې او په مساپرۍ کې ژوند کوي. هغه زېاتوي ، چې له موسيقۍ سره درې نور بنسټي څېزونه هم تړلي دي لکه شعر، ادب او هنر .

هر هغه څوک چې موسيقي غږوي، نو هرو مرو بايد د ادب چوکاټ ته ننوځي او د شعر په مفهوم باندې يې ځان پوه کړى وي اوپه هنر باندې ئې رنګين کړي.

شعر، هنر، فن ، موسېقۍ، سندرغاړي او هنرمند ته بايد په درنه سترګه وکتل شي.هرهغه شعر چې دشاعر او ناظم د زړه څخه راوځي سندرغاړی او هنرمند یې په موسېقۍ کې راونغاړي، نو په زړه او روح باندې اغیز کوي پدې هکله ښاغلی کبیرخان امیري وایي : کله کله چې زه د ملنګ جان استاد شعرونه لولم اوواېم، نو د هغه دا خواږه الفاظ په ما دومره اغېزه کوي، چې بې اختيار مې له سترګو اوښکې راځي.

موسېقي زموږ د دود دستور، رسم و رواج، ژوند ژواک يوه بنسټي برخه ده، د پښتنو حجرې او دېرې په ټنګ ټکور تودې وي. نوپکار ده چې د موسيقۍ پالنه وشي او دقدرپه سترګه ورته وکتل شي.

درنښت

نصیر ستوری

Published: 13 March 2025

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←