اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

د موسا شفېق

د محمد موسی شفیق سیاسي مکتب:

لیکوال: ......

محمد موسی شفیق د محمد ابراهیم کاموي زوی دی. نوموړی په (۱۳۰۸ل.) کال کې په کابل کې وزېږېدل. شفیق دیني علوم په مدرسه کې ولوستل. له دارالعلوم ویلو وروسته یې نورې لوړې زده کړې په مصر او آمریکا کې ترلاسه کړلې. شفیق لوی عالم، مبتکر او جرأتمن سیاستوال و. نوموړي د هېواد لپاره مختلفې دندې کړې دي. له (۶۶-۱۹۶۳م.)پوري یې په عدلیه وزارت کې کار کاوه. له (۶۸-۱۹۶۶م.) پوري د بهرنیو چارو وزیر و او په (۱۹۷۲م.) کال کې د ۴۲ کالو په عمر صدارت ته ورسېدل. موسی شفیق په (۱۹۷۸م.) کال کې د چپیانو له لوري ووژل شو. (ګیلاني، م، م ۴۰-۴۳)

د شفیق طبعي استعداد، لوړې فقهي پوهې، خوځنده سیاسي روح او په متنوع چاپېریالونو کې د هغه اوسېدا نوموړی د یوې ځانګړې سیاسي طریقې خاوند کړل. د شفیق سیاسي افکار نه یوازي د پروني افغانستان لپاره مهم و. د ننني افغانستان د کشالې د حل لپاره یو نجات بخشه سیاسي مکتب دی. شفیق د ختیځې او لوېدیځې فلسفې له ترکیب څخه د اسلامي کلتور په موډ کې د هېواد نجات ته ور پرانستل. موسی شفیق د هېواد د کورني او بهرني سیاست د استقرار لپاره یو لړ مهم فرمولونه اختراع کړي دي، چې د پرونیو ستونزو تر څنګ د نننیو ستونزو د محاسبې او حل دقیق ارقام په لاس راکوي. د شفیق په افکارو د پوهېدلو لپاره د هغه کورني او بهرني سیاست ته کتنه کوو.

۱) د موسی شفیق کورنی سیاست:

الف: د اسلامي ارزښتونو پالل، د موسی شفیق د سیاست مهم اصل دی. نوموړي به ویل؛ د یوه صدراعظم وظیفه ده، چې د اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره هېواد د پرمختګ په لاره برابر کړي. ( کشککی، م ۸۶) شفیق په دې دوه ارزښتونو ( اسلام او هېواد ) باندې پوهېدل، چې څنګه یو اسلامي هېواد اداره کړي. نوموړي د صدراعظمي تر عهدې اخیستو وروسته له راډیو افغانستان څخه د پنځه وخته آذان د پیل اعلان وکړل او هم یې د شهر غلغلې شرابخانه وتړله. د شفیق دې کړنې مرور اسلامپال خوشحال کړل او د ولس محبوبیت یې وګټل. نوموړي دا په میراث پرېښووله چې د اسلامي ارزښتونو ننګ د حکومت لومړۍ وجیبه ده. شفیق په یوه بیان کې وویل، حکومت یې دنده لري چې د اسلام ضد کړنو مخه ونیسي. شفیق د خپل حکومت د مشروعیت هسته د اسلامي - ملي ارزښتونو په محبوبیت او مالکیت کې لټوله. ( هارون، م، م ۵۲-۵۳)

ب: له ولس سره د اړیکو جوړل، د موسی شفیق د حکومت دوهم اصل دی. نوموړي خپل صدارت له ولس سره د اړیکو په جوړولو باندي راپیل کړل. په پارلمان کې د پرانیستې ودانۍ له لارې یې له وکیلانو او د خلکو له استازو سره لیده کاته کاوه. د نوموړي دې ابتکار د وکیلانو هغو پوښتنو او غوښتنو ته ځواب وایه، چې په عمومي مجلس کې به نه شوای مطرح کېدلې. ( ګیلاني ) شفیق مطبوعاتو ته اجازه ورکړله چې د کابینې مجلسونه، بحثونه او تصمیمونه تر ولس پوري ورسوي. د بیان د آزادي له نقطه نظره شفیق تر پخوانیو لومړیو وزیرانو ډېر ډیموکراسي ته ژمن و. د ده په وخت کې و، چې ورځپاڼې په ښارونو کې په خلکو باندي وېشلې کېدلې چې د ولس او حکومت تر منځ یې د باور مزی مضبوط ساتل. موسی شفیق د (۲۸-۱۸) کالنو ځوانانو د باسواده کولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار پیل کړل. نوموړي دا درک کړې وه، چې لوستی ملت په ملي قضایاو کې څومره مثبت رول لري. شفیق د ولس له کارګرې طبقې سره هم ځان نږدې کاوه، هغه د کارګر ورځ ولمانځله او هم یې د هېواد د لوېدلي اقتصاد او خوشکسالۍ ځپلې کرنې ژغورنې ته په عمل لاس پوري کړل. (کشککی، م ۸۶) نوموړي ته د ماړه، تعلیم کړي او له حکومت سره د پېیلي ولس ارزښت معلوم و. پاچا ظاهرشاه وایې؛ شفیق د افغان ولس په ذهنیت باندې پوه و. دی او ډيموکراسي هڅول شوې کودتا ناکام کړل. ( ګیلاني، م ۵۸)

ج: د حکومت باور بیا رغول، تېر حکومتونه پرلپسې مظاهرو او انتقاداتو ضعیف کړي و، ان د نسکورېدا په پوله ولاړ و. شفیق د بې باوره ډیموکراسي د بیا اعادې لپاره مهم کارونه وکړل. د خلکو پراخو غوښتنو، پردیو هڅونو او په ډیموکراسي باندي د خلکو نه پوهېدا بې بندوباره آزادې او بې سري رامنځته کړې وه. شفیق د دې بې سریو د مخنیوي لپاره د قانوني چلند حدود وټاکل. او له هغوی سره یې د خبرو لار ونیوله. (عباس، م، م ۲- ۴ ) د کلیسا ورانول، د شرابخانې تړل او د آذان پیلول د حکومت هغه کارونه و، چې د روحاني طبقې د خوښۍ سبب شو. په یوه کلکه مذهبي ټولنه کې د پراختیایي چارو له راپیلولو د مذهبي چارو چارو د پاللو تقاضا ډېره وي.

د: د فقر له منځه وړل، شفیق د فقر د له منځه وړلو لپاره یو لړ مهمې پروژې تر لاس لاندي ونیولې. پېښې شوې وچکالې د هېواد کرنې او مالدارې ته درنه صدمه رسولې وه. شفیق عبدالوکیل د زراعت وزیر وټاکل، نوموړی د افغانستان په کرنیزه څيره باندي ښه پوهېدل او په دې برخه کې یې ځانګړې تجربه درلوده. ده د حاصلاتو د تقویې لپاره کېمیاوي سره او د کرنیزو آفتونو د مخنیوي لپاره اصلاح شوي تخمونه وکارول. چې ښه پایله یې ورکړه. همدارنګه زمینه سازي وشوه، چې د افغانستان سبزيجات، مېوه جات او نور کرنیز توکي بهرنۍ نړۍ ته صادر شي. عبدالوکیل د نړۍ وال بانک په همکارۍ د هېواد په شمال او شمال لوېدیځ کې څړځایونه جوړ کړل. له دې لارې د هېواد ملي بودیجې ته د کال (۱۰۰) میلیونه ډالر راتلل. (کشککی، م ۸۴) داخیلي مړتیا په بهرنیو باندي اتکا کموي او دا یو بریالی سیاست دی، چې شفیق له خپل وزیر سره په همکاري مخته وړل. د کرنیزو حاصلاتو د ازرښت او تجارت له وجې به و، چې شفیق او حکومت یې د خلکو په منځ کې محبوبیت پیدا کړل.

د محمد موسی شفیق بهرنی سیاست:

د شفیق بهرنی سیاست د هېواد حساس جغرافیایي موقیعت ته په کتو ډېر معقول او مثبت سیاست و، چې له مخي یې له ګاونډیو هېوادونو سره د ستونزو په حل عملي کار کاوه. د افغانستان بایللی توازون یې موزون کاوه، او د نړۍ والو بې غرضه همکارۍ یې جلبولې. شهید شفیق غوښتل، چې له اسلامي هېوادونو ته په ورنږدي کېدا په شوروي اتحاد باندي د افغانستان زیاته شوې اتکا را لږه کړي او له مخي یې افغانستان د ناپېیلتوب اصلي کرښې ته برابر کړي. بایللي بهرني توازون د لوېدیځي نړۍ خوابدون پاراوه. د تېرو حکومتونو د ناکامیو له عواملو څخه یوه یې شفیق ته ور په ګوته کول، چې له ګاونډیو هېوادونو سره په سولییزه حلاره باندي تګ کورنی ثبات ډاډمنوي.

الف: له ایران سره اړیکې، د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو په سر جنجال له (۱۸۷۲م) راهیسي روان و. او د دې دوه هېوادونو د اړیکو او نږدې کېدا مخه یې نیولې وه. شفیق د دې ستونزې هواری په لومړیو اهدافو کې شامل کړل. (عطایي، م ۲۷۶) د هلمند د سیند اوبو د افغانستان او ایران اړیکې ګرمېدو ته نه پرېښوولې. د موضوع حل نه یوازي د جګړې مخنیوی وکړل، بلکي بهرني او مغرضانه لاسونه یې هم له دې ګډې سیمې او مسألې څخه لنډ کړل. (غوث، م ۱۱۹) موسی شفیق له ایران سره د اوبو مسله په داسي وخت حل کړه، چې شوروي یې مخالفت کاوه او په کور دننه یې ستونزې ورته جوړولې. تېرو حکومتونو له دې وېرې دا مسله ځنډوله. شفیق د یوه زړه ور او ملي زعیم په توګه په جرأت دا مسله حل کړه. او موږ ته یې په میراث پرېښوول چې په ملي مسایلو کې جرأت او عمل مهم کار دی. پاچا ظاهر شاه دا مسله په خپلو اوږو بار بلل. په حل یې ډېر خوښ و.

ب: له پاکستان سره د اړیکو رغول، د پښتونستان مسلې د پاکستان له پنځېدا تر ننه ورځې د دواړو هېواد تر منځ د ښو اړیکو مخه نیولې ده. شفیق یې د یوه معقول حل په لټه کې شو. د افغانستان تجارتي لار د پاکستان له وجوده تېرې ده، چې وخت ناوخت یې د فشار په ډول په افغان تجارانو باندي تړله او تړي. وایې شفیق د دې مسلې حل بل وخت ته ځنډولی و او له مخې یې په دستي ښو اړیکو تمرکز کاوه. شفیق په یوه کنفرانس کې وویل؛ یوه ورځ به له پاکستان سره د پښتونستان مسله د ملي منافعو په نظر کې نیولو سره حل کړو.

ج: له شوري اتحاد سره اړیکې، له شوروي سره زبرځواک سره د شفیق سیاست په هغه باندې د اتکا راکمولو په بنسټ راپیل کړل. نوموړي شوروي صدراعظم هېواد ته را دعوت کړل. ده وویل چې دا یې د پخوانۍ عنعنې د مخنیوي په پار وکړل. د افغانستان پخواني صدراعظمان تر عهدې اخیستلو وروسته شوروي اتحاد ته تلل. شفیق شوروي وزیر ته په خبرو کې وویل، چې حکومت یې د شوروي ضد تمایلات نه لري. او نه باید مقابل جانب د افغانستان سیمه ییز ابتکارات ناسم برداشت کړي. شفیق غوښتل په یوه دوستانه فضا کې د شوروي له سیوري هېواد د اسلامي هېوادونو لمر او د لوېدیځو هېواونو مرستې ته برابر کړي. شوروي د شفیق له سیاست څخه وېره لرله او غوښتل یې افغانستان یې له اقمکارو څخه شي. هغوی د شفیق د پروګرام د ناکامۍ لپاره افغان چپیان هڅول. (کشککی، م، م ۹۰-۹۴)

د: له نورو هېوادونو سره اړیکې: موسی شفیق له نورې نړۍ سره د ښو اړیکو په ارزښت باندې پوهېدل. هغه له اسلامي نړۍ او غربي هېوادونو سره د اړیکو په بنیاد غوښتل افغانستان له انزاو څخه وژغوري. نوموړی د اسلامي نړۍ بېلتون ځورول او په هغه ګټو باندې پوهېدل چې د اسلامي نړۍ په پیوستون سره هغه خوندي کېدلې. د هغه په باور چې د اسلام کلتور ساتنه په اسلامي خواخوږي او ملګرتیا پسي اړوند دي. شفیق د اسلامي نړۍ په فکري انجماد او د په ټپه شمار پرمختګ له بدو پایلو څخه وېره لرله. نوموړي په ته تهران کې د اسلامي هېوادونو غونډې ته وویل چې اسلامي نړۍ باید یو اسلامي تحقیقاتي مرکز جوړ کړي. چې زموږ عصري، مادي او معنوي غوښتنې پوره کړي. شفیق د افغانستان او چین د اړیکو پراختیا غوښتله. ده له (۴۷) هېوادونو سره غوښتل تړون وکړي. (ګیلاني، م، م ۴۸-۵۳) شفیق په یوه صمیمي سیاست افغانستان د پرمختګ په لاره برابراوه. نوموړي د افغانستان حساس موقیعت، اقتصادي اړتیا او نظامي کمزورتیا د سیالیو وړ نه بلل او نه یې غوښتل چې هېواد یې د پردیو د سیاستونو او مفکورو قرباني شي.

پایله:

محمد موسی شفیق د افغانستان له هغو نومیالیو سیاستوالو څخه و، چې د افغانستان په ملي مسایلو ( کورني او بهرني سیاست ) په عمیق ډول پوهېدل. موسی شفیق د افغانستان قضیه په ښه ډول فرمول بندي کړې وه، چې دا فرمول په کورني سیاست کې د حکومت د باور په رغولو، د ملي عوایدو په تحریکولو او د قانون په تطبیقولو باندي ولاړ و. په بهرني سیاست کې موسی شفیق له ګاونډیو هېوادونو سره د ستونزو په رښتیني حل کار راپیل کړل. له زبرځواکونو سره د شفیق برخورد په متوازون منطق باندي استوار و. هغه له اسلامي هېوادونو سره د ملګرتیا په نوي پيل غوښتل د افغانستان ګټې خوندي کړي. او له انزوا څخه هېواد راوباسي. د شفیق پلان د افغانستان اوسنیو ستونزو ته هم حل لاره موندلی شي. چې له ګاونډیو هېوادونو سره په دوستانه برخورد ولاړ دی. د لویو ځواکونو په منځ کې شفیق د یوې موزونې کړنلارې غوښتونکی و. هغه په کور دننه کې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې یو قانوني هېواد غوښتل. ټولې هغه خپلسرۍ يې کنټرولې چې د حکومت باور ته یې صدمه رسوله. او دا هغه ناروغۍ دي چې د هېواد وجود یې اوس هم له تقویې او ودې څخه لري ساتلی دی.

لیکوال: حیات الله آریا

سرچینې:

۱. کشککی، صباح الدین، چاپکال (۱۳۶۵ل.)، دهه قانون اساسی.

۲. عطایي، محمدابراهیم، چاپکال ( ۱۳۸۰ل.) د افغانستان په معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، چاپځای، میوند خپرندویه ټولنه، کابل.

۳. عارف، عباس، د نشرکال ( ۲۰۱۸م.) یادی ازیک فرزند صدیق، خردمند و مدبر وطن، خپرونکی، آریانا افغانستان آنلاین.

۴. غوث، عبدالصمد، چاپکال (۱۳۷۸ل.) د افغانستان سقوط، ژباړن، ډاکټر شېر زمان طائزی، چاپځای، پېښور.

۵. ګیلاني، فاطمه، چاپکال (۲۰۲۰م) محمد موسی شفیق له مدرسې تر صدارته، ژباړن، لطف الله لطف، چاپځای، سرویش، کابل.

۶. هارون، چاپکال (۱۳۷۳ل.) داودخان د کا جې بې په لومو کې، خپرندونکې، خیبر د چاپ موسسه

اخستونځی: د افغانانو تارېخ پاڼه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←