اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

بطلیموس او افغان

مشهور یونانی جغرافیه پوه ،ستور پېژندونکی اوریاضي پوه بطلیموس (Ptolemy)اودده په جغرافیا کې دافغان کلمې یادونه :

- لیک: ډاکتر لطیف یاد -

کلاودیوس بطلیموس یا (Ptolemy) (۹۰–۱۶۸ زیږدیې /میلادي )په دویمې زیږدیزې پیړۍ کې دلرغوني یونان مشهور یوناني ستور پېژندونکی، جغرافیه پوه او ریاضي پوه و چې دمصر په اسکندریه کې زېږېدلی و . هغه د لمر نظام ځمکني نظریه وړاندې کړه.

دلته به دده پر کتابونو ځغلنده کتنه وکړو:

۱-المجسطی (Almagest)د ستورپوهنې په اړه دده یو هراړخېزه اثر دی او د د سیارو حرکتونه، ستوري، او د کائناتو هندسي ماډلونه پکې تشریح شوي دي .د "بطلیموسي نظام" بنسټ همدلته ایښودل شوی، چې د ځمکې مرکزیتي نظریه (Earth-centered)لري.په دې موضوع کې د ده دا کتاب خورا مشهور دی چې دیارلس ټوکه دی او موضوع یې ستور پېژندنه ده. د ه دخپل کتاب په لومړیو دوو مقالو کې د ستور پېژندنې بنسټونه او د ریاضي میتودونه تشریح کړي دي . درېیمه مقاله یې د کال د اوږدوالي او د لمر د حرکت په اړه بحث کوي. څلورمه مقاله د میاشتو د اوږدوالي او د سپوږمۍ د کوچنۍ کېدو اوغټېدو په اړه ده. پنځمه مقاله یې د لمر، سپوږمۍ او ځمکې د قطر، د هغوی ابعادو او د لمر د فاصلواو واټنونو په اړه ده.

۲-جغرافیه (Geographia):

د نړۍ د نقشې جوړولو لپاره دده یو مهم اثر دی چې پکې دبېلابېلو سیمو موقعیتونه، طول البلد او عرض البلد، او د نقشو رسمولو طریقې را نغاړل شوي دي.د هغه د جغرافیایي معلوماتو سرچینې د یوناني او رومي سفرونو راپورونه ول.

۳. اپتیکز (Optics):

د لید او رڼا په اړه بحث کوي.د انعکاس، انکسار او د لیدو زاویو تشریح پکې شوې ده .دده دا دا اثر د اسلامي پېر د عالمانو له خوا ژباړل شوی او پراخ شوی دی.

۴. (څلور کتابونه Tetrabiblos):

چې د نجوم (Astrology) په اړه دی، .د سیارو اغېزې، د زېږون وخت، او د انسانانو برخلیکونه پکې تحلیل شوي او د بطلیموس د نجومي نظریاتو بنسټیز اثر ګڼل کېږي.ستورپوهنه (چې زیاتره د آسټروفيزيکس په نامه هم يادېږي) د اسماني شيانو لکه ستوري، سيارې، لکۍ داره ستورو او د کهکشانونو په هکله د څېړنې يوه ساينسي زده کړه ده. په دې زده کړه کې د اسماني شيانو او د هغه شيانو چې د ځمکې د اتموسفير نه دباندې دي، د هغو د پېدايښت او اصل په هکله څېړنې او پېژندنې ترسره کېږي.دا زده کړه د تدريجي تکامل، فيزيک، کيميا، او د اسماني اجرامو د حرکت او په همدې توگه د کايناتو د جوړښت او ودې په اړوند بحثونه کوي.

۵. (الجدول المفیدHandy Tables-)

دا جدولونه د المجسطی د محاسباتو لپاره لنډ او عملي بڼه وړاندې کوي.د سیارو موقعیتونه، حرکتونه، او دستورو معلومات پکې جدول شوي دي .

دبطلیموس په جغرافیا کې د افغان

کلمې ذکر اویادونه :

د بطلیموس د "جغرافیا" کتاب کې د "Αυγανοί" یا "Auganai"نوم په یوناني ژبه لیکل شوې ده. دا کلمه د "افغان" سره ورته والی لري او ګڼ شمېر تاریخپوهان باور لري چې دا د افغانانو یا د افغانستان خلکو ته اشاره کوي.دا توکم د بطلیموس دجغرافیې پر بنسټ د هند او آریایانو ترمنځ اوسېده چې د افغانستان جنوب او جنوب‌ختیځ سیمو ته اشاره کوي، چې ښايي د ننني کندهار، زابل، پکتیکا یا پکتیا سیمې به وي.

د بطلیموس له خوا د افغان کلمې یادونه دا ښيي چې افغانان له میلاد نه مخکې هم د یوې جغرافیایي او قومي هویت لرونکي خلک وو او دا نوم د یوناني تمدن له خوا پېژندل شوی و، چې ددوی د سیمې د اهمیت او پیژندګلوي ثبوت دی.

ما خذونه :

۱- https://www.britannica.com/biography/Ptolemy۱

۲-علامه عبدالحی حبیبی ، دپښتوادبیاتو تاریخ، دپېښور چاپ

۳-Ptolemy summary انساکلوپیډیا بریتا نیکا

۴- Toomer, J. (8 November 1998). Ptolemy's Almagest. Princeton University Press. p. 1. .

(ډاکتر لطیف یاد)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←