Nakamura
Testsu Nakamura "ناکامورا ئې ولې مړ کړو؟"
ناکامورا چې پۀ پنځلسم ستمبر نولس سوه شپږ څلوېښتم ( 15 ستمبر 1946) کښې د جاپان یو ښار Fukuoka کښې پېدا شوے وو او پۀ نولس سوه درې اویایم (1973) کښې د Kyushu میډیکل یونیورسټۍ نه فارغ شو نو د جاپان "پیس میډیکل سروسز" PMS مشرتابه ور پۀ غاړه شوه ـ هم ددوي پۀ مشرتابه پۀ نولس سوه یو نوي (1991) کښې د افغانستان ختیزو سیمو ته راغے او دلته ئې د روغتیا درې مرکزونه (BHU) پرانستل ـ دلته چې کله پۀ (2000ء) کښې د اوبو وچ کالي او قحط سالي راغله نو ډاکټر ناکامورا پۀ دې اړه سخت ریسرچ وکړو چې د ډېرو بیماریو لامل او وجه هم دغه قحط سالي او وچ کالي وګرځولې شوه ـ ډاکټر ناکامورا دا سوچ وکړو چې دلته د زرو ډاکټرانو راوستلو نه غوره او بهتره داده چې یو دوه کوهیان یا د اوبو د نهر بندوبست وکړلے شي ـ د ننګرهار پۀ خېوه نومي ولسوالۍ کښې ئې شپاړس سوه کوهیان وکنستل ـ بلې خوا ته ئې د دغه وچ کالۍ زپلو سیمو ته د کونړ د سیند نه پڼځویشت نیم کلومیټره اوږد نهر د ماروارید پۀ نوم بوتلو چې دغلته خواو شا پنځلس (15000 Hkrs) زره هېکړه شاړه زمکه پرې اباده شوه ـ د دغه ځاے ټول اوسیدونکي چې د اوبو د نشتوالي له کبله کډوال شوي وو بېرته خپلو کورونو، حجرو، باغونو او پټو ته راغلل ـ وطن شین زرغون او بیا ښېرازه او اباد شو ـ ددې نه پس ئې بیا پۀ دوه زره شپاړسم (2016ء) کښې اتۀ نور نهرونه وباسل چې شپاړس زره هېکړه (16000 Hkrs) زمکه پرې د کر کروندې جوګه جوړه شوه ـ د ګمبیري کلي شپږ لکه (600000) ځائي خلک واپس خپلو کورونو ته راغلل او کلے بیا د سره اباد شو ـ پۀ دوه زره نولسم کښې ورته د افغانستان حکومت د دومره کړاو، زیار او سخت محنت له کبله اعزازي او فخریه اېوارډ هم ورکړو ـ نن هم هغه زړخوږے، بې بدو او پۀ انسانیت مئېن مسیحا چا پۀ ننګرهار کښې سره د پینځو ملګریو پۀ ډزو وویشتو او د تل د پاره ئې سترګې پټې کړې ـ روح ئې ښاد
خو دلته دا سوال راپورته کیږي چې داسې د انسانانو مسیحا اخر ولې، چا او پۀ کومه ګناه ووژلو؟ د خان زمان کاکړ صېب خبره چې خبره صفا او واضحه ده، ددې وطن، ددې خاورې او کلهم د پښتون افغان د ودانۍ،ښېرازۍ او پرمختګ ارمانجن به تل سرونه پۀ تلي کښې ګرځوي ـ یو ځل مخکښې هم پۀ ډاکټر ناکامورا برید شوے وو او ددۀ یو ډېر نزدې ملګري پکښې ژوند له لاسه ورکړے وو ـ خو ډاکټر صېب بیا حوصله و نۀ بائېلله او د دړدیدلي او غم ځپلي اولس خدمت ته ئې ملا وتړله ـ
د ډاکټر صېب د مرګ لاملونه به خلک کوم کوم بیانوي او کوم کوم جوازونه به ورته تراشي خو حقیقت خبره دا ده چې ډاکټر صېب ته د پښتنو سره د بې کچه مینې، دړد او تړون سزا ملاو شوه ـ د هغۀ د پښتنو سره د بې کچه مینې ثبوت دا هم وو چې هغۀ پښتو ژبه ذده کړې وه ـ وئېله او لوستله به ئې ـ نن د پښتنو عبدالستار ایدهي ته د هغوي پۀ دغه کمټمنټ د مرګ سزا ملاو شوه ـ ځکه چې هغۀ د پښتنو شاړې او مېرې ابادې کړې وې هغۀ پښتانۀ بیا خپلو شاړو کورونو، حجرو، باغونو او پټو ته راستانۀ کړل ـ هغه د پښتنو پۀ سترګو کښې د نوي او روڼ سباوون وړانګې وکرلې ـ هغه د زورېدلو پښتنو مسیحا وو ـ هغه د پښتنو حکیم محمد سعید وو ـ د پښتنو عبدالستار ایدهي وو او د باچا خان بابا خدائي خدمت ګارۍ ژوندے روح وو ـ د مینې، د سولې، د ښېرازۍ، د سوکالۍ او پرمختګ ملنګ وو ـ د پښتنو د خوشاله ژوند څرک وو او زمونږ د کوڅو د بیا رغولو بنجارے وو ـ ـ ـ
خو مونږ له لاسه ورکړو ـ ـ ـ
دا خلک ولې خلک وژني پۀ دوي څــــــــــــــۀ شوي دي؟
عقل ئې پښو کښې دې که سر کښې ئې واښۀ شوي دي؟
