خان شهید او باچاخان
خان شهید او باچا خان لومړۍ تاریخي لیدنه – ۱۹۳۱
۱۳ اګست ۱۹۳۱، بمبۍ :
باچا خان د مهاتما ګاندهي د ملاقات لپاره بمبۍ ته راتللو.
د ګاندهي جي په لارښوونه خان عبدالصمد خان اڅکزی، دیوداس ګاندهي، امیر محمد خان او میاں احمد شاه د اورګاډي تمځي ته د هرکلي لپاره ولاړ وو.
دغه هماغه شېبه وه چې فخر افغان (باچا خان) او خان عبدالصمد خان (خان شهید) لومړۍ مخامخ لیدنه وشوه.
خان شهید لیکي:
“زه د عمر له پلوه له باچا خان نه ډېر وړوکی وم، غوښتل مې چې د باچا خان خدمت وکړم، خو برعکس هغوی زما خدمت کاوه، زه حېران شوم، خو د باچاخان همدې خدمتګار طبیعت زموږ تر منځ ژور نږدېوالی رامنځته کړ، چې وروسته په یوه ستره ملګرتېا واوښت،،
په هغه غونډه کې چې د ګاندهي او باچا خان ترمنځ وشوه د پښتنو مشران پير بخش، حکیم عبدالجلیل، لال بادشاه او علي ګل هم حاضر وو.
هغوی نیوکه ( اعتراض) وکړه، چې خدایي خدمتګار د کانګرس تنظیم نه دی، بلکې د مسلمانانو تنظیم دی او په جلسو کې یې د “تکبیر” او “اسلام زندہ باد” نعرې وهل کېږي.
ګاندهي مستقیمه پوښتنه وکړه:
“پدې کې ستونزه څه ده؟ ایا کانګرس دا نه مني چې الله ستر دی؟
ایا کانګرس ‘اسلام مرده باد’ وايي؟”
خبره اوږده شوه… دلایل روښانه وو…
نتیجه دا شوه چې خدایي خدمتګار په رسمي توګه د کانګرس برخه وګرځېد، خو اختلاف هم رامنځته شو.
میاں احمد شاه له دې فیصلې ناخوښ شو او غونډه ېې پرېښودله او له بمبۍ څخه بېرته ستون شو.
سرچېنه: خان عبدالصمد خان اڅکزی – ابتدایي ژوند او د سیاست پیل ( 53-54 مخونه)
د کتاب لیکوال: شوکت ترین
