اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

سنګ پارس

لیک = سيدفريدالله شاه حساس

حقيقت دا دے چې د ژوند پۀ دے سفر کښې بعضې خلق د سنګ پارس غوندې وي کوم خوش نصيبه خلق چې داسې خلقوسره نزدې پاتې شي نو کۀ هغه اوسپنه وي، کۀ پتيل وي او کۀ زاړۀ ټيمان وي د سنګ پارس د نزديکت د وجې هغوي هم سره زر شي. دغه سنګ پارس خلقو کښې يو نوم د نامتو دانشور، مورخ، مصنف، شاعر او ادبي منتظم محترم پروفيسر جهانزيب نياز هم دے چې د مينې، محبت، خدمت او غيرت جذبې به ئې تل ژوندے او ښاغلے ساتي. هغوي واقعي چې سنګ پارس وو. هغوي د مينې پۀ مکتب کښې د ژوند حادثو سره قدم پۀ قدم مخ وو خو دژوند يوې سختې او تکليف ته نه هغه سرټيټ کړے دے او نه ئې ماتې خوړلې ده. هغه دمحبت يوداسې سنګ پارس وو چې پۀ فقيرۍ کښې هم امير ؤ. طاهر کلاچوي لکه چې هم دهغه دپاره وئيلي وو .

چې پۀ لار د محبت کښې پۀ قدم قدم پيښيږي

زۀ د داسې حادثاتو اډانه يمه مسکن يم

سنګ پارس د محبت يم فقيرۍ کښې اميرکړے

پۀ دولت د مينې موړيمه، غني يمه شتمن يم

رښتيا خبره دا ده چې دا مونږ په کومه معاشره کښې ژوند کوو دلته داکثر خلقو په کورکښې د جوارو د اوړو درک نۀ لګي خو د مازغو نه به ئې هر وختې د پولاؤ بوئي ځي، د رب دروب به ئې د حلوا وي خو چې وګورې نو پۀ پلو پورې به ئې نينې تړلې وي او په کورکښې به ئې يوه چونډۍ بارود نۀ وي خو پۀ ځان به ئې نوم د توپې ايښے وي خو پروفيسر جهانزيب نياز دغسې خلقو کښې نۀ وو هغه د تخت دپاسه ناست يو داسې ملنګ وو چې د خلقو پۀ زړونو به ئې راج کولو. هغه د خوشحال بابا د دې وينا عملي تصوير وو.

د خوشحال خټک د زړۀ ننداره وکړه

کۀد تخت دپاسه کښيني هم ملنګ دے

پروفيسر جهانزيب نياز يو داسې مثالي شخصيت دے چې د پښتو ادب، سياست او تعليم په حواله به د پښتونخوا تاريخ د هغوي د ذکر نه بغير نيمګړے وي يو طرفته کۀ هغوي د فخرافغان خان عبدالغفارخان بابا د خوري په شکل کښې د پښتون سياست يو نه هيريدونکے باب دے نو بلخوا د پيښور يونيورسټۍ د پښتو څانګې د چيرمين په حيث ئې داسې خدمات ترسره کړي دي چې د وخت ډير ګردشونه به ئې دغه تاريخي نقشونه تت او ختم نۀ کړے شي. هغه ټول عمر د وخت پۀ سترګو کښې سترګې اچولې دي او ژوند ئې کړے دے. هغه د وخت په اصولو باندې دومره پوهه وو چې هغه پۀ دې خبره عمل ډير وړاندې کړے وو او اسير منګل پرې بيا ډير وروستو دا شعر ليکلے وو چې.

وخت راته ويل چې زۀ کمزوري خلک نۀ بخښمه

زۀ زوره وريم فيصله هم زوره وره ليکم

پروفيسرجهانزيب نياز پۀ ٢ جون ١٩٢٧ کښې د هشنغر پۀ رځړو کلي کښې د کنعان خيلو پۀ درنه کورنۍ کښې د برهان خان کره پيدا شو. په کال ١٩٤٢ کښې چې کله خدائي خدمتګار تحريک دانګريزانو د سکولونو دبائيکاټ او بندولو اعلان وکړو نو پۀ دغه وخت کښې د پروفيسرجهانزيب نياز عمر پينځلس کاله وو خو دخپلې خاورې او خلقو سره ئې مينه د صدو راسې د ا سلافو او مشرانو ميراث وو. هم دغه هغه ليونۍ جذبه وه چې وړوکي جهانزيب نياز دخپل سکه ماما خدائي خدمتګار مشر خان عبدالغفارپه وينا داسې لبيک ووئيل چې دهغه دور انګريز سامراج ئې خپلو لويو جذبو او لوړو حوصلو ته حيران حيران کړو. د باچاخان د سکول پکټنک تحريک کښې جهانزيب نياز دومره سرګرمۍ سره حصه واخسته چې انګريز سرکار نه ئې د خپل قانون ټولې ضابطې او اصول هير کړل او هغوي پۀ کال ١٩٤٢ کښې جهانزيب نياز د پينځلسو کالو په عمر کښې د جنګ ازادۍ د ټولونه دکم عمره قيدي په حيث ګرفتار کړو او په جيل کښې یې بنديوان کړو. انګريز سرکار جهانزيب نياز پوره يو کال د چارسدې ، پيښور، هري پور او ډى ائي خان پۀ جيلونو کښې بندي وساتلو. پۀ ډيره کم عمرۍ کښې د ژوند دغه سختو او ګرانو هم د پروفيسرجهانزيب نياز حوصلې ماتې نۀ کړې بلکې هغه د حمزه بابا خبره دغه کړاوونو او ستمونو د هغه د صلاحيتونو رنګونه نور هم شوخ او رڼا رڼا کړه. او د حمزه بابا د دې شعر مجسم تصوير ئې ترې جوړ کړو.

تۀ ستم کوه. زۀ رنګ يم د نکريزو

چې مې څومره ټکوې هومره ظاهريم

بلکل هم دغه منظر دسوات عطاء الله جان ايډوکيټ هم پۀ خپلو شعرونوکښې داسې بيان کړے دے چې.

مونږ د خوشحال د فکر ملۀ، د هر مغل خلاف يو

زمونږ پۀ برخه خو سپيځلے بغاوت دے ياره

زۀ هميشه د حق په مرسته ودريدلے يمه

کار بلها ګران دے خو زما د غه عادت دے ياره

پۀ کال ١٩٤٧ کښې جهانزيب نياز د پيښورهائي سکول نه دلسم جماعت امتحان پاس کړو او په اسلاميه کالج پيښورکښې ئې داخله واخسته. پۀ ٣٠ جولائي ١٩٤٨ کښې يو وارې بيا دخدائي خدمتګار د تحريک سرګرميو له وجې انګريز سرکاري دوي له خپله کوره ګرفتار کړه. او پيښور جيل کښې ئې بندي کړو. پوره دوه کاله پس د جيل نه رها شو. په کال ١٩٥١ کښې ئې دولسم پاس کړو. په کال ١٩٥٤ کښې ئې د څوارلسم امتحان پاس کړو او دې نه پس بيا په اسلاميه کالج کښې سينئير مدرس تعينات شو ، د ژوند دغه تاودو سړو د هغوي نه د مينې يو داسې ځنځير جوړ کړو چې هغوي وروستو بيا د پښتون د ښيګړې او يووالي دپاره خپل ټول ژوندون وقف کړو بقول د حمزه بابا.

هريوګام به مې د ژوند يو حلقه وه

ما تاودۀ ساړه زغملي اوس زنځير يم

پروفيسر جهانزيب نياز سره زما ملاقات پۀ ٢٠٠١ کښې شوے ؤ . دغه وخت د هغوي عمر تقريباً څۀ دپاسه اوويا کاله وو خو پۀ دغه عمر کښې هم هغوي ډير زنده دل ،چاک وچوبند او تندرست وو. هغوي يو پرکشش شخصيت لرلو، تک سور سپين، مخ باندې وړه وړه ږيره. ښکلي، ګڼ بريت چې د هغوي پۀ شخصيت کښې ئې د رعب او دبدې يو تاثر پيدا کړے وو. درميانه قد، ولاړه پوزه، رڼې رڼې غټې سترګې، سپين ويښتۀ چې د سر د مخې نه کم شوي وو او په وروستو به ئې اړول. خنده رويه ، مسکا مسکا څهره چې هرځاے کښې به وو نو رونق مجلس، جان محفل او شمع بزم غوندې د هر چا مرکز نګاه به وو. د ډيرو خوبو، صلاحيتونو او قابليت باوجود ئې خاکساري، او مينه ،ورورولي د ژوند دستور او ائين وو. طاهرکلاچوي هم د داسې شهبازانو باره کښې وئيلي وو چې

خاکساري دکاملانو زوړ دستور دے

شهبازان اوسي په خړو پړو غرو کښې

زمونږ ددې سنګ پارس دفخر افغان باچاخان سره د نزديکت د وجې او د خدائي خدمتګار د مضبوط مرستيال له وجې خپلې خاورې ، خپلو خلقو او خپلې ژبې سره داسې ليونۍ مينه وه چې د خپل ژوندون زياته برخه ئې پۀ دې مينه کښې سرشاره تيره کړې ده دهغه نورادبي خدمات کۀ مونږ يو خوا ته هم کيږدو او صرف پۀ غني خان چې هغوي کوم سيمينارونه او دستورې کړې دي د هغې ذکر راواخلو نو کتابونه ترې جوړيږي. داستانونه ترې جوړيږي، هغوي پرون غني خان يادولو هير شوے ترې نۀ وو. نن مونږ غني خان او پروفيسر جهانزيب نياز دواړه ياده وو هير شوي رانۀ نۀ دي سبا به مونږ نۀ يو زما يقين دے چې زمونږ ذکر به هم چرته نا چرته دوو کسو کښې خامخا کيږي ځکه چې مونږ خپل مشران نه دي هير کړي مونږ به خپل کشران نۀ هيروي. د ژوند او مرګ دغه رازونه دغه فلسفه چې کله د غني خان دفکر پۀ ژبه ګويان شي نو داسې وي.

لنګه تياره شوه رڼا یې راوړه

ادم چې مست شو"حوا" ئې راوړه

مرګ چې د خپل ژوند تالاش کښې ووت

ژوندون یې راوړو او ساه یې راوړه

چې اوښکې سرې شوې شراب ترې جوړ شو

چی غم بابا شو خندا یې راوړه

او يا دا چې

نۀ منم ياره مرګ انجام د هستۍ نۀ دے

خلاصيدل شراب پۀ جام کښې اختتام د مستۍ نۀ دے

سيمينارونه، پروګرامونه او دستورې پۀ خله کول خو اسان کار دے خو داسې پروګرامونو ته عملي رنګ ورکول د اوسپنې نينې چيچل دي. مونږ اکثر له الو پۀ شلتالو پيوند کړو. پۀ توکاڼو کښې پکوړې پخې کړو. پۀ شين اسمان خيالي بارانونه اوروو، څۀ ټيټ کړو، څۀ پاس کړو او ځان ترې خلاص کړو اوبيا يو بل له ددروغو مبارکۍ ورکړو چې ځه د خيره ډير اعلي او بالا او زبردست پروګرام وشو. خو پۀ حقيقت کښې ښۀ پروګرامونه دومره په اسانه نۀ کيږي. د ښۀ دستورې کولو دپاره دنورو ډيرو کړاوونو، تکليفونو او مشکلاتو سره سره د ټولو نه لويه مسئله مالي مسئله وي. روپۍ په غر کښې لاره وباسي خو روپۍ چې نۀ وي نو بيا اوښ که پيسه شي نو اخستل ئې ګران شي. مونږ دلته پروګرامونو او دستورو ته خو ډير خوشحاليږو خو کۀ دلته دې د پښتو د خدمت دپاره چا ته دسلو روپو ووئيل، نو سل خبرې به درته وکړي ، سل ځله به دې پښيمانه کړي، سل ځله به دې توبه ګار کړي او سل ځله به دې پۀ دې سوچ کولو مجبوره کړي چې زۀ روغ يم اوکۀ ليونے او زۀ چې څۀ کوم دا ټيک کوم کۀ غلط.

پروفيسر جهانزيب نياز هم د غني خان د وړومبني سيمينار نه پس داسې واقعاتو او ګرانو سره مخ شوے وو. هغوي چې د غني خان دويم سيمينار وکړونو د غه سيمينار په حواله ئې په خپلو خبروکښې داسې وئيلي وو چې.

((نو بس ددغې اولني سيمينار نه پس ما دا عهد وکړو چې زۀ به د غني خان پښتو جرګې دپاره کچکول ونۀ ګرځوم. د دغې ملنګ په نامه ټول پروګرامونه به زۀ په خپل سر کوم. پۀ ٢٠٠٣ د مئي پۀ مياشت کښې امريکې ته راغلے وم دلته زما دوه لوڼه ډاکټرانې دي او خپل مشر زوے کاظم نياز هم راسره راغلے و. يوه ورځ هم پۀ دې بابله خبرې شروع شوې چې د غني خان پۀ نوم جرګه خو جوړه شوه خو جرګه خو بې پيسو نۀ چليږي نو دواړو لوڼو او زوے مې راته وئيل چې بابا څۀ تۀ کولې شي نو کوه او باقي زمونږ ذمه ده پام کوه چې چاته لاس ونۀ نيسې. يره پۀ دغه خبره پۀ دغه ورځ زۀ دومره خوشحاله شوم چې څۀ حد ئې نۀ وو.

دا ؤ د پروفيسر جهانزيب نياز تاثرات چې هغوي وائي چې د خپلو لوڼو او مشر زوي ډاکټرکاظم نياز ډاډګيرنې او ملاتړ باندې زۀ د حد نه زيات خوشحاله شوم. الله پاک دې هر پښتون ته داسې اولاد ورکړي چې د خپل پلار د مينې په مينه کښې خپله مينه داسې ګډه کړي چې د پلار هره ساه ورته دعا شي،. دا د پلار د هاغه دعا سيورے دے چې نن هم ډاکټر کاظم نياز او د هغوي ټولې کورنۍ ته الله پاک دومره ښکلے او ښائسته ژوند بخښلے دے او ډاکټر کاظم نياز هم د پلار د مينې قرض او فرض لا تراوسه ادا کوي. د مينې او د عشق په دې تصوير صرف عاشقان پوهيږي. هغه د حميد بابا خبره.

کۀ بلا پۀ عشق کښې ډيرې دي ناصحه

دا بلا واړه په ماشه پۀ تامۀ شه

دلته اکثر له داسې کيږي چې پلار ئې په تياره کښې مړ شي او د زوي نوم يې چراغ دين وي. د نيا نه ئې نمسۍ لويه وي ، د ږيرې نه ئې بريت لوي وي او د تول نه ئې پارسنګ سيوا وي خو زمونږ دا سنګ پارس د عمل د ميدان داسې زمرے وو چې هغه د سليم رازخبره.

خلق تير وخت پسې لاسونه مروړي

وختونو مونږ پسې ارمان کړے دے

زمونږ د دې سنګ پارس د عمل د ميدان يوه بله لويه کارنامه د سباوون وولنټيرپه نوم سکول دے. دقام د غريبو او بې وسه ماشومانو دپاره دا يوه داسې د جديد تعليم نه اراسته اداره ده چرته چې غريبانانو ماشومانو ته نۀ صرف دا چې مفت تعليم ورکړے کيږي بلکې دې سره سره د هغوي تربيت هم پۀ دومره ښکلي انداز کښې کيږي چې د سباوون سکول هر ماشوم کښې زمونږ د مستقبل د باکماله افرادو زيري پۀ چورلکونو او پيرونو دي. دا سکول سنګ پارس په ٢٠٠١ کښې پرانستے وو او تراوسه پکښې په زرګونو هلکان او جينکۍ د تعليم په کالو ښايسته شوي دي. د سباوون وړومبنے سکول په پيښورکښې پرانستے شوے وو او د دې سکول يوه دويمه څانګه هم د سباوون وولنټرسکول په نوم سره په چارسده کښې هم پرانستې شوې ده. د پروفيسر جهانزيب نياز د وفات کيدو نه پس اوس ددې دواړو سکولونو ذمه واري د هغوي مشر زوي ډاکټرکاظم نياز ډيرې پۀ ښۀ طريقې سره ترسره کوي. دې د ځان ځانۍ ماحول کښې چې هرڅوک په خپل فکر کښې دي د بل فکر صرف ښۀ خلق کولے شي. رحمت شاه سائيل د موجوده ماحول دا منظر کشي پۀ خپلو څو اشعارو کښې داسې کړې ده.

که نمرود راته هر څو اورونه بل کړي

دا خليل زړګے مې خدائيګو که بدل کړي

دې لوګي لوګي ماحول کښې زما خدايه

څوک به څه د احساساتو چراغ بل کړي

حقيقت دے چې پۀ داسې ماحول کښې کارکول ډيرګران وي چرته چې خاموشه ئې نو وائي ګونګے دے چې خبرې کوې نو وائي کړتو دے چې جګ ځي نو وائي کور ښکاري چې کوز ځې نو وائي چرګان پټوي خو زمونږ دې سنګ پارس خپل کار او خپل منزل سره کار لرلے دے او دچا د وينا ګانو ئې هيڅ پرواه نۀ ده کړې. هغه خپل ټول ژوند دخپل قام، ژبې او خاورې دپاره وقف کړے وو.

د سنګ پارس غوندې خلق لوے غنيمت وي پۀ جهان کښې ګني نو مونږه او تاسو کۀ اوس هم پۀ خپل چاپيرچل نظر واچوو نو زمونږ اخلاقي ، سياسي ،معاشرتي او شخصي کردار دومره د زوال ښکار شوے دے چې دسنګ پارس غوندې کردارونه پکښې دنشت برابر دي خو نااميده کيدل نۀ دي پکار، سائيل صيب هم نا اميده نه دے زۀ د هغوي پۀ دې شعر دا خپلې خبرې ختموم. هغه وائي

دا پګړۍ پردو ته ورپه سرنۀ کړې پيدا به شي

زۀ د ډيرو ورځو نه يو سر پۀ خوب کښې وينمه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←