اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

بهرام خان

د شهید مولانا خانزیب لیکنه

بهرام خان د مومندو د کونړ او جلال آباد ترمېنځ سيمې ، لال پورې(لعلپورې) ، د مورچه خېلو خانانو د کورنۍ پورې اړه درلودله او د خپل وخت ېو تکړه اولسي خان و ، بهرام خان چې د پلار نوم یې نواب سعادت خان مورچه خیل مومند و پلار ئې د لال پورې (لعلپورې)د خپل وخت 1840/1864 پورې ېو زورور قامي خان و چې د پيرنګېانو بر وړاندې هم جنګېده،ددغه خانې به تر مېچنۍ ېکه غونډ پورېوه او په سوداګریزو لارو به یې مالي باج اخیسته چې په کال کې به به تر 12000 روپو پورې رسېده ، د بهرا م خان په اړه ویل کیږي چې اوږدې غوړې څڼې یې وې او په اس به سپور ګرځېده او دغه افسانوي شهرت ئې په کال 1873 کې هغه وخت ترلاسه کړو چې د ېو پيرنګي مېجر مېکډونلډ په وژنه په ېو غزا کې برېالې شوې و ، پخپله بهرام خان وژل شوې ېا په بله کومه پېښه کې نه و مړ بلکې پخپل طبیعي مرګ مړ و ،دده سره د پيرنګي مېجر په وژنه کې ېو کس بل ملګری و هغه سړی څه وخت وروسته په ډهاکه کې نيول شوی و او بېا دپهاڼسۍ سزاورکړل شوې وه .

ډبليو ،آر ، اېچ ،میرک ، (W R H MERK ) د مومندو په تاريخ ليکل شوی په 1898 کې پخپل رپورټکې د بهر ام خان په اړه تفصيلياو بشپړه ېادونه کړې .

په لال پوره کې د جلال الدين اکبر د وخت نه ېو کورنۍ د مومندو د ترکزو څانګې ، درما کور مورچه خېلو ،د سيمه ييزو خانانو په منصب ناسته وه چې لومړنی مشر ئې ،ملک مورچه ،و په مومندو کېد ،ګوشتې ،او پنډېالې د بهرام خېلو ، خاني هم وهو خو د لال پورې خاني ددغه خانو په نسبت ستره وه .

زېن خان د احمد شاه بابا په وخت کې د لال پورې ېاد خان تېر شوې داسې ،بلو څ خان ،ارسلا خان ، او معاذ الله خان ، هم خانان پاتي شوي په نورو خانانو کښې ، لنګر خان ، سرفراز خان ، او محسن خان .

هم دغه راز پدې خانانو کې ېو ېاد سړې ، توره باز خان ، تېر شوې چې د معاذ الله خان زوی و سعادت خان ئې په 1837 کې ګوښه کړې و، خو څه وخت پس سعادت خان د بهرام خان له پلار سره روغه وکړه او په ړومبي افغان پيرنګي جنګ کې د امير دوست محمد کلک ملاتړ وو دوست محمد خان به ورله شپږ زره مواجب هم ورکول .

دهند مغولی واکمن شاه جهان په وخت کې د ملک مورچه زوی ، قلندر شاه خان و د باجوړ د ، بهرام خېلو منصور خېلو خاني چې کله پخپل وخت کې زوروره وه نو د خپل واک پولې یې د لال پورې ، د سيمې ، سورۍ تيږې ، ته رسولې وې چې دغه د لويديځ په لور د لرغونې باجوړ پولې وې.

ددغه کورنۍ او د باجوړ د منصور خېلو د خانې ترمېنځ نزدې اړيکې ه وې او خپل مینځي خپلوې هم کړې وې چې د سادت خان ( 1875 ) ېوه مېرمن د باجوړ د اجدر خان لور او دصفدر خان ،خور وه .

دغه راز د دغه خانې د شپاړ سمې زیږدیزې پېړۍ د باجوړ ېو روحاني شخصیت ، سېد احمد المعروف مورزاد ولي ، سره هم نزدې اړيکې وې مورزاد ولي هم په لال پوره کې وفات شو چې ددغه خانانو ترمېنځ روغې جوړې ته د باجوړ نه هاته تلې و،خو هلته ناجوړه شو مړ شو او بېا خپلو مريدانو د خپلې سيمې په لور راوړو چې د مومندو دانشکول سيمې ته ئې مړې ورسوه چې بیا یې نو سورلې مخکې نه تله او هم دلته په دانشکول کې خاورو ته وسپارل شو .

مورچه خېل د احمد شاه بابا په وخت کې د هغه مرستندوی و دې کورنۍ او همدارنګه د مومندو د سيمې نورو ډېرو قبيلو ته به کال په کال د افغانستان دواکمن له اړخه کلنی مواجب هم ورکول کېدل . بهرام خان هم په دې کورنۍ کې ېو تکړه ځوان واو د پيرنګېانو خلاف و او دهغو پر وړاندې به یې په جګړو کې هم برخه اخيستله ږدده ېوه کلا دچهل ګزو په سيمه کې هم وه چې پلار ورته په جاګير ورکړې وه .

د بهرام خان سره دده دتورې اومیړانې له کبله په تاريخ کې دده د شهرت او د پښتو ددغه یادې اولسي سندرې لامل شو په 1873 کې د مېچنۍ سیمې په ېو ه غزا کې د پيرنګېانو ېو مېجر ، مېکډونلډ ، بهرا م خان او ېو ورسره بل ملګری په ګډه سره وواژه او داسې لوی نوم جوړ کړو چې دغه فولکلوريکه سندره هم شاعرانو په ترنم کې ویله :

د لال پورۍ د خان سعادت خان لور د امیر شیرعلي خان ښځه ( قمر جانه) وه او امیر یعقوب خان او سردار محمد ایوب خان (د مېوند اتل ) یې زامن ول.

دغه میرمن د محبت خان، سخي شیر محمد خان بهارام خان، نعمت الله خان، فتح محمد خان، نوروزخان، سلطان محمد خان، ېارمحمد خان او عطا محمد خان خور وه.

ددې بهر ام نه پرته دوه بهرام خان نور هم په پښتنو کې ېاد دي ېو د باچا خان د پلار نوم هم بهرام خان و او بل بهرام خان د خوشال خان خټک زوی هم و چې د پلارپرخلاف د مغولو مرسته یې کوله .

تورہ بهر ام خانه، نوابه !

څڼې دې غوړې کړه چې باد یې رپوينه

نوابه !

تورہ بهرام خانه، نوابه !

اول مې فکر در ته نه وو، نوابه !

اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دینه

نوابه ! https://www.facebook.com/watch/?v=210680800240734

ابو طبېله:

لېکوال : شهیدمولانا خانزېب

کله چې د دوست محمد خان زوی اکبر خان په مشرۍ کې په جمرود کې د پښتنو شل زره لښکر په 20 مئي 1837 کښې د رنجيت سنګه جرنېل ،هري سنګه نلوه ،سره په جنګ شو هري سنګ د جنګ نه د تېښتې په وخت په کم ځائې چې د پېښور پوهنتون جوړ دې اووژل شو ېو اپريدي په نس ويشتلې وو پدغه جنګ کې دوانړه خؤا څه شل زره خلک وژل شوي وو ( کم ځائې چې هري سنګ اپريدو وژلې وو هلته اوس هم د ،هرين سنګه برج ،په نامه د تهکال پوليس تانړې سره ېادګار جوړ دې ) دغه جنګ له د سيدو بابا په مشرۍ کښې د باجوړ او مومندو د پښتنو لښکر هم تلې وو هري سنګ د رنجيت سنګ داسې ظالم جرنېل وو چې کمې سيمې ته به لاړې هرڅه به ئې چور تالان کړل او بيا به ئې اورونه اولږول په 1823 کښې چې کله پېښور ته په ړومبي ځل رالې پېښور تر 1809 پورې د افغانستان د ،ژمي ، پلازمېنه وه په پېښور کښې افغانانو لوئي باغونه جوړ کړي وو ددغه باغونو د ښکلا ذکر سټيورټ الفنسټن پخپل کتاب کښې کوي دغه ټول باغونه سيکانو تباه کړل اونې کټ کړې اوئې سيزلې کله چې هري سنګ اووژل شو نو د هغه نه پس رنجيت سنګه د پېښور لپاره ېو اطالوي نژاد جرنېل ایویټیبل پاولو/ General Paolo Avitabile ، ګورنر اوټاکلو . په ،ګورګټړې ،کښې به اوسېدو دده څه خپل نوم ګران وو پښتنو سم نشو وائلې او څه د پښتنو د ظلمونو په وجه بدې شو نو پښتنو پې د خپل خوئي مطابق ابوطبیله نوم اېښودې وو!

د پښتنو دا فطرت دې چې کله ئې څوک ډېر خوښ وي نو د خپل مزاج مطابق پې نوم ګدي او ېا ئې چې څوک ډېر بدي شي نو نوم ئې وران کړي .

دې د اټلي وو د نيپولين په پوځ کښې وو د ،واټر لو ، د ماتې نه پس ايران او بيا په 1827 کښې د سکهانو پوځ کښې په کراېه برتي شوې وو د توپ ماهر او پوهه انجئنېر وو ځکه رنجيت سنګه ورله لوړ مقام ورکړې وو.

سردار خوش وقت سنګھ دده د ظلمونو په اړه پخپل کتاب کښې ليکي په پېښور کښې بېشمېره پانسي ګاټ د لارې په غاړه جوړ کړي وو دغه ستنو ته بې هره ورځ پنځوس کسان تيزندې کول د خلکو نه بې ژبې غوڅولې په پېښور کښې ېو طبيب به د غوڅو ژبو والا درملنه کوله کله چې ددغه طبيب نه خبر شو بله ورځ ئې د هغه نه هم ژبه غوڅه کړه.

د پېښور ښار نه ئې چار چاپېره پينځنيم زره مربع ميټره دېوال هم تاؤ کړې وو څه لس فټه پلن او اته ويشت فټه لوړ وو په سر کښې څلور فټه پلن پاتي شوې وو د ښار شپاړس دروازې هم ده جوړې کړې په پانسي ګاټونو کښې هره ورځ به پښتانه مبارزين وژل د مابت خان جومات د منارو نه بې هم پښتانه د خلکو ويرولو لپاره راګوزارل په 1809 کښې د سټيورټ الفنسټن د وېنا ترمخه د پېښور وګړي څه ېو لاکھ وو خو په 1823 کښې چې پېښور سيکانو وران کړو خلک ئې اووژل نو څه دري شپېته زره خلک پکښې پاتي شو د ابو طبېله د زياتو د لاسه نور هم خلک کم شو او په 1844 کښې په پېښور کښې څه پنځوس زره خلک پاتي وو .

اپريدو ئې ډېره په نره مقابله کړې وه په خیبر ئې څو ځل حملې کړې وې خو ناکام شوې وو په ېو جنګ کښې اپريدو ژوبل کړې هم وو په 1841 کښې د پنډېلې په اتمانخېلو حمله کړې وه څه پينځه سوه سيکان تې وژل شوي او ناکام راستون شوی وو مشران وائي چې د سيکانو په باچاهي کښې په د پېښور په جوماتونو کښې په اذان هم بندیز لږول شوې وو چې ددې له کبله ډېرو خلکو د پېښور څخه هجرت اوکړو او قبائلي سیمو ته په کډه لاړل .

د ابو طبېله ګورنري تر 1842 پورې وه د شمشتو او چندڼ د سيمې جاګير ئې د څمکنو د خانانو نيکه ،قمر الدين مومند ،له پدې شرط ورکړې وو چې هر کال به د پنځوس اپريدي پښتنو سرونه دلبار ته راوړې ځکه چې ابو طبېله د اپريدي پښتنو د تاړاکونو سخت تنګ وو چې پنځوس سرونه به د کال په آخر کښې قمر دين پوره نه کړه نو په لاره کښې مسافر به رونيول سرونه بې تې غوڅ کړل او پنځوس بې پوره کړل د رنجيت سنګه د مرګ نه څو کاله پس ابو طبېله په 1844 کښې خپل وطن ته تلې وو هلته څه وخت پس ورله خپلوانو زهر ورکړي وو او وژلې وو.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←