اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

کلیوال شاعر

کليوال شاعر ( خاکه )

کليوال ورته ځکه وايم چې شاعرۍ کښې ئې د کلوبانډو، خوړونو ، پولو، پټو، لختو ، خوړونو ، باغونو ،ميرو ، غرونو ، فصلونو او موسمونووغيره ذکر ډير دے بلکې کۀ دا اووايم نو غلطه به نۀ وي چې ټوله شاعرۍ ئې د کلو او ورسره پۀ تړلو ښو رسمونو رواجونوپورې تړلې ده . کليوال شاعر به ورته اووايو .حقيقت دا دے چې په کلو بانډو کښې کښې فطرتي ښکلا ډيره وي . هر څۀ ساده باده او اصلي وي نو د انسان زړۀ ځان ته راکاږي .

د دې پۀ ځاے ښاريو کښې رنګينۍ ډيرې وي خو ورسره هر څۀ مصنوعي وي . د دواړوخپلې فايدې او نقصانونه شته چې دا وخت ئې زۀ مقابله نۀ کوم او د خپل غرِض ټکي له راځم چې زمونږ دا شاعر ئې تل پۀ شاعرۍ کښې يادوي ، تر دې چې ميلمستيا او نشې د پاره هم د کليوالو خوراکونو ذکر کوي لکه يو ځاے وائي

پۀ سکړک به دې ميلمه کړم

پۀ شوملو به دې نشه کړم

خو حقيقت ګورې داسې نۀ دے . ماخپله ليدلے دے چې کله پېښور ته راشي نو خيبر بازار کښې د مومند هوټل سيخ کباب خوري او د يو سقه راوي بيان دے چې مردان کښې مشهور کچالان نوش جان کوي .توکل پۀ خداے دا حقيقت به هم اووايم چې کم از کم دے پۀ شوملو نۀ نشه کيږي . خو بس داسې به اووايو چې کلي ئې خوښ دي او لکه د اکثرو مشرانو پۀ ماضي ميئن دے چې هغوي هم تل د ماضي ذکر ډير پۀ خوند رنګ کوي ولې چې دې سره د هغوي د ځوانۍ يادونه تړلي وي ، نور يو مشر هم مونږ نۀ دے ليدلے چې ګني هغۀ موټر کښې د سوريدلو نه انکار کړے وي او دا غوښتنه ئې کړې وي چې زۀ به پيدل ګرځم ، يا راله اوښ او اسپه پيدا کړئ .

يا د جديد دور د سهولتونو نه فايدې نۀ اخلي خو بيا هم هر يو چې قيصې کوي نو د ماضي کوي دغه شان دے هم دے . البته دے يوه خبره کښې دے د بوډاګانو نه مختلف دے چې دے وائي ماضي به يادؤ خو پۀ ماضي کښې به نۀ اوسو ، مطلب ئې دا دے چې د نوي دور د سهولتونو نه به فايدې اخلو . داسې به اووايو چې دے پۀ شاعرانه توګه کليوال دے چې فطرتي منظرونه ، شنۀ فصلونه ، غرونه ، ځنګلونه او سيندونه ئې خوښ دي او د دې ذکر ئې شاعرۍ کښې ښۀ پريمانه کړے دے ، خو اکثر مونږه وينو چې د ملاکنډ ، سوات ، بونېر او دير پۀ دورو وي . ما چرته نۀ دي اوريدلي چې دے کوهاټ ، کرک يا ډيره اسماعيل خان پلو تلے وي ګني نو هلته هم غرونه ، دشتې او ډاګې شته خو د بدقسمتۍ نه د اوبو دنشت له وجې تر لرې لرې شينکے نۀ ښکاري

دې تيرو ورځو کښې مې دې خبرې ته خيال شو کۀ فرض کړه عزيز مانيروال ليدلے چا نۀ وي اوددۀ کلامونه لولي يا اوري نو هغوي به ضرور دا سوچ کوي چې ګني عزيز به داسې يو سړے وي چې غټ خړ پټکے به ئې پۀ سر وي .شنه ږيره به يې وي ، چرته حجره کښې به يې يوبالخت ته ډده وهلې وي چيلم به راکاږي . د کټ پښې ته به يې دمړزخلته زوړنده وي . او مخامخ به ورته جنګۍ کښې سپے تړلے وي ،مېښو له به پۀ سنډا يا خره د نزدې پټو نه ګياه راوړي . دوه ميله درې وال چرئيز به ئې پۀ پړي تړلے اوږې ته پروت وي . هغه د مولانا عبدالقادر صيب خبره پينڅه شړپ پښتون به وي نو ګورې داسې قطعا نۀ ده . بلکې هغه يو اپ ټو ډيټ سړے دے چې هر وخت ئې لکه د ښاريانو سر څڼه کړې وي هغه د کليوالو خبره استري کړے ګرځي . هر سحر تازه حجامت کوي او د ښار بازار د فيشن ايبل ځوانانو غوندې ښکاري. فکر به ئې بېشکه ښارے نه وي خو پۀ وجودي لحاظ مکمل ښارے دے خوشعرونه ئې داسې دي تۀ به وائې چې هډو ښار ئې پۀ سترګو نۀ دے ليدلے يا هر ځل چې ښار ته تلے نو ګڼ کپانو ترې جيب وهلے دے او يا پرې لکه د پخوانو ښځو ګاډي کښې د تګ پۀ وخت الټۍ لګي . ځکه چې هغه داسې وائي .

زۀ د غرۀ له سره ياره

د ښارونو تماشه کړم

او کله کله چې ډير پۀ جوش کښې راشي نو داسې وائي

نۀ ځمه ښارونو ته ويريږمه

غرونو کښې خوشحاله ګرځمه

د دوي کلے مانيرۍ هم اوس تش پۀ نامه کلے پاتې دے ولې چې پولې ئې د صوابۍ سره لګيدلي دي او ما غوندې سړے خو ئې بيلتون قدرې نۀ شي کولے . غرض مې دا دے چې زمونږ دا اشنا د ښار بازار د ټولو سهولتونو نه فايدې پورته کوي ولې سندرې د کلي وائي . مثال ئې زمونږ د لوے ليکوال ، افسانه نګار او اداکار ګل افضل خان غوندې دے چې هغۀ هم ټول عمر ښار کښې تير کړے وو خو ولې پۀ اکثرو افسانو کښې ئې د کلي د پټو ، حجرو او نورو قيصو قطارو ذکر وو .

عزيز مانيروال ته کۀ زۀ ايرانے قالين اووايم نوبده به نۀ وي چې تر زړيدو ئې ماشاالله ښائيست نۀ صرف برقراره بلکې زياته شوے دے . پۀ ځوانۍ کښې خو هر څوک ښائيسته وي خو ښکلے هغه وي چې پۀ تير عمر کښې ښائسته ښکاري . بيا پۀ ځوانۍ خو عزيز ډير ښکلے وو . مخ به ئې لکه د شيشې پړق وهلو . نرے لکه د لختې نيغ وجود ئې وو . لوړ دنګ قد ، سور سپين رنګ ، نرۍ اوږده پوزه ، ګڼ ويښتۀ او ورسره پۀ ښه جامه پټ وو . هر چا چې به پۀ وړومبي نظر وليدلوو نو دا ګمان به ئې کولو چې دا به د کوم لوے خان زوے وي . دا راته ياد نۀ دي چې ما پۀ وړومبي ځل کله او چرته ليدلے وو خو ګمان کوم چې ١٩٨٧.خواو شا کښې مې ليدلے مې وو . ډير ښکلے ځوان وو . پۀ دغه زما نه د صوابۍ د اسماعليه کلي د علي حيدر جوشي د يوسف خان شير بانو بدله ډيره مشهوره وه چې د ډيرو سړو سره سره زنانو ته هم ياده وه . هسې هم د يوسف عليه السلام حسن پۀ ټوله دنيا کښې مشهور دے او د يوسف خان شير بانو پۀ بدله کښې چې د يوسف خان کومه نقشه راښکلې شوې وه نوهغه د يو مثالي ځوان وه چې د مردانه ښائست پرې تمامه وه .

ما چې عزيز پۀ وړومبي ځل اوليدلو نوغير ارادي طور مې زړۀ کښې تير شول چې يوسف خان به يقينا داسې وو ولې جې هغه هم د دغه علاقې وو . دا مې هم فکر ته راغلي وو چې د دۀ نه تپوس پکار دے چې د يوسف خان د خاندان خو به نۀ وي خو پۀ دې وجه غلے شوم چې د دوي يو کليوال شاعر چې خان غالب غالب ياديدلو او د ډيرې مودې نه پېښور کښې اوسيدلوهغه د خويه ډير تريخ وو . د سيف الرحمان سليم صيب سره يو ځاے جيل کښې پاتې شوے وو . مونږ نه خو ډير مشر وو ولې اکثر به مو ورسره ملاقاتونه کيدل خو چې داسې څۀ خبره به شوه نو غالب صيب به ډير پۀ فخر وئيل خانه زۀ ګورې د مانيرۍ يم مانيرۍ ، او مانيروال ګورې پۀ بوټي کښې بلا غواړي . خير د عزيز پۀ ځاے مې خوا کښې ناست يو مشر سړي نه دغه تپوس اوکړو.

هغۀ اووې چې دا يوسف خان د کورنۍ نۀ دے خو د هغۀ د علاقې ضرور دے . دا معلومات هم دغه مشر راکړل چې صوابۍ کښې اوسيدونکي پښتانۀ مندڼ دي چې دا هم پۀ لويه سطحه يوسفزي دي .

عزيز مانيروال کۀ څۀ هم د يوسف خان د خاندانه نۀ دے خو د يوسف خان خويونه پکښې وو او شته . کله چې ئې د يوسف خان قيصه بيا بيا اوريدلې وه نو لکه د ډيرو زلموئې ځان بيخي يوسف خان ګڼلو او د ترور لور ورته شيربانو ښکاريدلو او اخر دا چې هم هغه ئې نن سبا د وړو مور ده ولې خوش قسمته پۀ دې وو چې خپله شير بانو ئې بې ډزه ډوزه پۀ نصيب شوه . نۀ خو د تربورانو د ظلم زوره هندوستان ته تلے او نۀ ئې د هغوي د وهلو د پاره د اکبر باشاه فوځونه راوستلي وو البته د هنووستان نه پۀ ګڼ شمير کښې د راغلو ښار کراچۍ ته د روزګار د پاره تلے وو . کلي کښې د پلار نيکۀ هډوکي خرڅ کړي وو او کراچۍ کښې ئې پرې ځان له يو ټورسټ اخستے وو چې ګذاره ئې پرې روانه وه خو هغۀ هم د يوې حادثې ښکار شو چې پکښې يو نزدې خپلوان د ماما زوے وفات شو او عزيز د ماما د زوے مرګ داسې اددردولو چې هغه ګاډے ئې هم بيا ليدل نۀ غوښتل . وې د دغه قاتل ګاډي د ليدلو توان نۀ لرم نو دوه لاسه او دوه پښې د کراچۍ نه کلي ته راغلو .

د عزيز مانيروال د پاره دا اعزاز هم پوره دے چې پۀ داسې يو کلي کښې پيدا وو چې هغه د دشمنو او تربګنو د پاره مشهور ووچې خوا و شا ديرش څلويښت کاله وړاندې به ئې مرحوم خان غالب صيب او نورو ډير پۀ تفصيل سره ذکر کولو . داسې ځينې کلي د پښتنو نورو علاقو کښې هم وو او لا تر اوسه شته چې د دشمنو د پاره مشهور دي . غالب صيب پېښور کښې وو نو چې داسې د کوم بدمعاش خبره به چا وکړه نو هغۀ به سمدستي اووې هلکه دا خو سم زمونږ د کلي مانيرۍ ښکاري . زمونږ ګران ملګري او ليکوال ارشد علي ارشد راته يوه ورځ وئيل چې دې صوابۍ بازار کښې مې د يو پوډري سره پۀ څۀ بحث شو نو هغۀ راته وئيل خيال کوه ګورې زۀ د مانيرۍ يم ،نو پۀ داسې ماحول کښې د پاتې کيدلو او لويدلو باوجود د دې قيصو نه ځان ساتل پۀ خپله لوے کمال دے چې تر وسه ئې د شرونو نه ځان ساتلے دے .عزيز مانيروال دا وخت د پينځۀ شپيتو کالو عمر ته رسيدلے دے خو شکر دے هغه د مشرانو خبره پۀ څلور واړه څانګه روغ دے . د دۀ عمر نورو خلقو ته چې ګورو نو دے د خپل عمر نه شل پينځويشت کاله کم ښکاري دۀ ډير پۀ خوا ځان پۀ بوډاګانو کښې شميرلے وو او يو شعر ئې داسې وئيلې وو .

د پينځۀ کم څلويښتو کالو شومه

زړۀ مې مستۍ شل کلنۍ غواړي

د پينځۀ ديرشو کالو د عمر سړے ځوانانو کښې راځي کۀ اوس البته داسې اووائي نو ځاے به لري

د پينځۀ کم اوياؤ کالو شومه

زړۀ مې مستۍ شل کلنۍ غواړي

رحمان بابا يو شعر کښې وائي

تر پنجا و پنجه تېر شوې

تۀ لا ځان بولې پسر

د عزيز د ښۀ صحت راز د هغۀ روغه راستي ، کلو بانډو ، شاړو او غرونو ميرو کښې ګرځيدل دي د نزدې علاقو نه واخله د سوات او بونير پورې داسې غر به نۀ وي چې دے ورته تلے او ختلے نۀ وي دا عادت د پښتو د نوموړي شاعر سمندر خان سمندر صيب هم وو. د هغۀ هم دا شوق وو چې د غرونو سرونو ته به ختو او کوزيدلو اوتر اخره وخته به د ورځې به ارو مرو څو ميله پيدل ګرځيدلو ساده خوراک به ئې کولو چې د دې پۀ وجه ئې تر ډيره عمره صحت ښۀ وو .

عزيز هم لکه د نورو ماشومانو سکول ته تلے او تر پينځم جماعته اسلامي سکول کښې پاتې شوے ، چې دغلته ئې دوه ځله قران مجيد ختم کړے او دې نه علاوه ئې خلاصه او منيا هم پکښې وئيلي دي . خپل ټول استاذان او د وړوکوالي لوبې ورته يادې دي . سبق ئې تر لسم جماعته وئيلے دے . دغه وخت کښې پۀ دغه تعليم مناسبه سرکاري نوکري موندل څه ګرانه نۀ وه خو د هغۀ پۀ سر کښې يوه بله بلا ديره شوې وه چې هغه د فلمي اداکارۍ شوق وو . وجه ئې هغه زمانه کښې د پښتو فلمونو کتل وو چې دے ترې متاثره شوے وو. د اصف خان اداکاري ئې خوښه وه ، خو قسمت ته به منظوره نۀ وه نو دغه شوق ئې نيمګړے پاتې شو . هسې زما ذاتي خيال دا دے چې کۀ دے يو ځل فلمي دنيا ته رسيدلے وو نو کاميابي ئې يقيني وه ولې چې پۀ رنګ روغن برابر وو اواز ئې هم مناسب دے او په اداکارۍ کښې هم دا ضروري توکي ګڼلے شي . د يو فلمي هيرو د پاره چې کوم صفات پکار وي نو هغه ئې ټول پۀ ټوله لرل .

عزيز د يو ښۀ شاعر پۀ توګه کافي شهرت لري . د هغۀ شاعري اسانه ، روانه ، ساده اومترنمه ده . دغه وجه ده چې اکثر کلامونه ئې سندرغاړو وئيلي اومشهور شوي دي . زما يو ملګرے وو چې هغه خپله خو شاعر نۀ وو خو شاعري ئې خوښه وه ولې د هغۀ د خوښې معيار جدا وو . هر هغه غزل يا سندره به ئې خوښ وو چې پۀ موسيقۍ به برابر وو . د هغۀ دليل دا وو چې د هر شي خپلې جامې وي او د شعر جامه موسيقيت دے نو کوم شعر چې موسيقۍ کښې بې اثره وي نو دغه هډو شعر نۀ دے . هغۀ به دا هم وئيل چې کۀ غزل ښځو سره خبرو کولو ته وائي نو بيا دې کښې دومره ثقالت نۀ دے پکار . د هغۀ پۀ خيال د ګلستان . سيف الرحمان سليم . خاطر اپريدي . شمس الزمان شمس او ځينې نورو شاعرانو غزلې ډيرې اوچتې وې . د هغۀ يوه دويمه پيمانه هم وه چې د هغۀ پۀ خيال ښۀ شعر هغه وي چې څنګه ئې بنده واوري يا اولولي نو سمدستي ورته ياد شي . زما د دغه ملګري د خوشحال خان خټک نه د رحمان بابا شاعري زياته خوښه وه ولې چې د هغۀ پۀ جوړه کړې فارموله زياته برابره وه . زما دغه ملګرے ما سره څو مشاعرو له تلے وو د هغه شاعرانو شاعري ئې خوښه شوې وه چې شاعري ئې اسانه روانه او مترنمه وه . د کومو شاعرانو شاعري چې پۀ مشکله هغوي وئيلې شوه نود هغې پۀ اوريدلو سخت ګيله مند وو . هن ريشتيا يو مشر شاعر چې شعرونه اورول نودۀ غلي غوندې ما ته اووې تۀ دا شاعر پيژنې ؟ ما وې او پيژنم ئې نو راته ئې اووې زما خيال دے وس به ئې رسي ولې چې د جامې کپړې نه ښۀ ښکاري . وختي ما وليدلو چې د ښۀ موټر نه راکوز شو . دۀ ته اووايه چې ځان له دې دوه درې تنه پۀ بيعه راولي او دا خپلې دقيقې فلسفې دې ورته اوروي خلقو له دې مازغۀ نۀ کندې کوي . د هغۀ پۀ خيال عزيز مانير وال اوچت شاعر وو ولې چې شعرونه ئې ساده ، اسان او موسيقۍ ته برابر وو د عزيز د شعر باره کښې زما ذاتي خيال دا دے چې د هغۀ شاعري د زړۀ نه راوځي او نيغه زړۀ ته کوزيږي هغه د خپل کلي اولس د خلقو ترجماني پۀ ساده ژبه کښې کوي . د هغۀ پۀ کلام کښې هغه څۀ دي چې مونږه ئې پۀ امروزه ژوند کښې وينو او محسوس کوؤ خو د وئيلو توان ئې نۀ لرو نو پۀ داسې حال کښې چې عزيز ورته د شعرجامه واغوندي نو داسې راته ښکاري لکه چې زمونږ د زړۀ خبرې راته کوي او داسې شعرونه ضرور اثر لري .لکه د مثال د پاره به ئې دا يوه نمونه ذکر کړو

پخپل ريمن پړوني سپين مخ پټوينه

پۀ وټ کښې وګي ټولوينه

خدايه د جيټ پۀ سرو غرمو کښې

پښې ابله ګرځي کاريزو کښې

مټې راښکلې ليچې تشې ګرځوينه

پۀ وټ کښې وګي ټولوينه .

د عزيز مانيروال چې څنګه پۀ فکري توګه ساده ژوند خوښوي نو دغه شان ئې اظهار هم پۀ ساده لفظونو کښې کوي

غرونو ته ورخيژمه

زړونو ته کوزيږمه

د هغۀ دغه وينا کښې هيڅ قسمه مبالغه ارائي نشته بس خو هغه د مشرانو خبره تور توتان دي او ستا نه قربان دي .د هغۀ پۀ شاعرۍ کښې د رومان د خوږو نه علاوه د ژوند حقيقتونه هم شته خو هلته ئې هم ژبه خوږه ، پسته ده او پۀ داسې انداز کښې دغه تراخۀ حقيقتونه وړاندې کړي دي چې پۀ ذهن نۀ بوج کيږي . .

خدايه زمونږه چغې اورې کۀ نه

څوک بادشاهي او څوک ډوډۍ غواړي

د هغۀ پۀ شاعرۍ کښې سياسي او طبقاتي رنګونه روښانه دي د دې وجه دا ده چې عزيز تر اوږدې مودې د يو سرګرم سياسي ورکر پۀ توګه پاتې شوے دے . د دوي پۀ کلي علاقه کښې ګڼ خدائي خدمت ګاران موجود وو د هغوي نه ئې اثر اخستے دے . عزيز تر اوسه پۀ عوامي نيشنل پارټۍ کښې دے خو اوس هغه شان فعاله نۀ دے ، وجې ئې ډيرې کيدلے شي ولې يو حقيقت خو ښکاره دے چې عزېز ته تر اوسه د سياسي فعاله ورکر پۀ حيث د پارټۍ له خوا کومه توجه نۀ ده شوې . د باچاخان نه واخله تر ولي خان پورې جلسو کښې ئې پۀ سټيج نظمونه وئيلي دي . دغه نظمونه ئې ډير د جوش او ولولو نه ډک وو تر دې چې يو ځل ئې يوه جلسه کښې يو ډير جذباتي نظم اووې چې د سټيج کله راکوزيدلو نو د دوي د علاقې يو تن دلاورشاه کاکا ورته اووې : عزيزه نن خو سم اوشليدلې : يوه بله واقعه ئې هم د يادولو ده چې هسې خو د دوي علاقه کښې د زنانو د ستر پردې کلک رواج ووخو د خپلو سياسي مشرانو پۀ وجه به ئې تل زنانو ته د ازادۍ ورکولو د حق خبرې کولې . کوټه کلي کښې يوه غونډه کښې د زنانو په حق کښې داسې خبرې کړې وې نو د غه علاقې يو مشر پيرداد خان ورته طنزيه انداز کښې وئيلي وو : عزيزه چې بيا چرته جلسې راځې نو ځان سره دې مور راوله : دا خبره چې ما واوريدله نو راته د يو تبليغي امير صيب خبېره راياده شوه . هغۀ وئيل چې يو ځل مونږه تبليغ له يو کلي ته تلي وو نو زمونږه يو ملګري سحر بيان کولو هغۀ اووې هر بنده چې کور ته ننوځي نو سلام به اچوي . د دغه کلي ناست يو مشر اووې امير صيب کۀ پۀ کور کښې ښځې او ماشومان وي نو بيا به څۀ کوؤ . زمونږملګري اووې پۀ هغوي به هم سلام اچوئ . دې اوريدو سره مشر ډير پۀ طنزيه انداز کښې اووې امير صيب اوس دومره مو هم مۀ غورزوه چې ښځو ته دې سلامونه کوؤ .

عزيز نثر نۀ ليکي صرف د نثر کومې څو نمونې چې مونږه وينو چې يوه ئې د نورالامين يوسفزي پۀ کتاب د سريزې پۀ توګه او بله ئې پۀ پروفيسر انور علي جان ليکلې ده نو نثر ئې هم لکه د نظم غوندې ډير زړۀ راښکون لري خو دې لورې ته ئې نوره توجۀ نۀ ده کړې .چرته پخوا ئې پينځۀ شپږ تکلونه هم ليکلي دي خو بيا هم دنثر مقدار ئې د نظم پۀ مقابله کښې ډيرکم دے .

د عزيز مانيروال خبرې هم ډيرې د خوند رنګ نه ډکې وي . بنده وائي چې دے راته لګيا وې او ما اوريدلے .

هغه پۀ خپله سوچه صوابي واله لهجه خبرې کوي . پۀ خبرو کښې ځاے پۀ ځاے متلونه ، محاورې او د خپل کلي علاقې دلچسپ واقعات اوروي لکه يو ځل ئې وئيل چې زمونږه يوه ګاونډۍ وه نو هغې به د ماښام مونځ د کوټې پۀ سر کولو او د مانځۀ نه وروستو به ئې پۀ زوره دا دعا کوله چې خدايه پاکه د دې خوا و شا چم ګاونډ نه علاوه نور ټول مسلمانان وبخښې . دغه محترمې دچم ګاونډ د ښځو سره جنګونه کړي وو نو زړۀ ئې ترې بد وو چا ورسره خبرې او تلے راغلے نۀ کولو نو پۀ دې طريقه به د خپل زړۀ بړاس ويستلو .

د دې خوږې لهجې او کليوالو علاقو سره د مينې له کبله ئې اے ، وي ، ټي خيبر له د : کليوال رنګونه : پۀ نامه يو پروګرام اتو کالو پورې کړے وو.

د دې پروګرام دپاره به دوي کلي پۀ کلي ګرځيدل او د پښتونخوا د مختلفوکلو ثقافتي رنګونه به ئې ښکاره کول . د دې پروګرام پۀ ذريعه ئې دنيا ته دا واضحه پيغام تلو چې پښتانۀ داسې نۀ دي لکه څنګه چې نورې نړۍ ته ښکاره کولے شي چې بغير د ټوپک او ډز ډزو نه ئې بل کار نۀ وي بلکې دوي پۀ ژوند ميئن خلق دي . د دوي کلچربلا ډير ښائيسته رنګونه او خوبۍ لري . خواږۀ او مينه ناک خلق دي او د دوي پۀ کلچر کښې د مينې او محبت رنګونه خوارۀ دي . د دې پروګرام د کوربه پۀ حيث عزيز لويه نامه ګټلې وه . اتۀ کاله د يو پروګرام جاري پاتې کيدل د دې د ډيرې کاميابۍ واضحه دليل دے .

د عزيزمانير وال د شاعر پۀ کلام د تنقيد پۀ حق کښې نۀ دے نو زما به خيال د هغې څو وجې کيدے شي . يوه دا چې هغۀ کښې خپله خود تنقيدي ډيره ده . د دې خبرې غټ ثبوت دا دے چې څلويښتو کالو راسې شاعري کوي خو تر اوسه ئې صرف يوه شعري مجموعه : دا ليونے ليونے ګرځه : چاپ شوې ده . څۀ لږه ډيره نوره شاعري ئې وروستو کړې ده چې کيدے شي هغه هم نزدې وخت کښې چاپ کړي کۀ د هغۀ شاعرانه عمر او شاعرۍ ته اوګورو نو دا ډيره کمه ښکاري .دويمه دا چې کوم کسان خپله صرف شاعري کوي او نثر نۀ ليکي نو هغوي تنقيد نۀ مني . دريمه دا چې عزيز د شاعرانو نه د داد اخستو د پاره شاعري نۀ کوي . هغه د اولس شاعر دے او اولس پۀ سر سترګو قبول کړے دے . د هغۀ نزدې ملګري نورالامين يوسفزي ليکلي دي چې عزيز اولسي شاعر نۀ دے خو د اولس شاعر دے خو زۀ وايم چې هغه يو غوره اولسي شاعر دے البته د هغه اولسي شاعرانو غوندې نۀ دے کوم چې اکثر ناخوانده وو. دے لوستے او د اولس د زړونو ترجمان شاعر دے .

عزيز يو ښۀ پلار . يو ښۀ خپلوان او ښۀ دوست دے . د ښې پلارولۍ ثبوت ئې دا دے چې د خپلو دوه زامنو او دريو لوڼو ئې ښه تربيت کړے دے . ښۀ خپلوان پۀ دې دے چې ماماګانو سره ئې د مور زمکه کښې کومه برخه رسيدله نو هغه ئې ترې نۀ وه اخيستې حالانکې د دغه برخې رقم کافي زيات وو او د دۀ پرې ډير کار سميدلے شو .دې نه علاوه يو اوښے ئې وفات شوے وو نو خور او درې خورزې ئې د دوي پۀ کور لويې شوې او وادۀ کړي دي .

د ښې دوستۍ ثبوت ئې دا دے چې مشران وائي د چا د ښۀ سړيتوب اندازه چې لګوئ نو دا اوګورئ چې دوستان ئې څومره پخواني دي نو پۀ دې حساب ئې د ټولو دوستانو سره تعلق برقراره دے . پۀ نزدې او پخوانو دوستانو کښې نورالامين يوسفزے . انور مانيروال . سليم خان ايډوکيټ . جان بهادر مانيروال . قيصر مانيروال . لياقت خان . محمد علي . ګلزار شاه . حضرت جمال او نور ډير شامل دي . پۀ غريبه غريبۍ کښې د يارانو دوستانو غم ښادۍ له ځان رسوي .دغسې خپل ياران دوستان پس مرګي هم نۀ هيروي . نن هم چې هر محفل کښې وي نو د خپل کليوال او دوست تسکين مانيروال ذکر خامخا کوي او ډير پۀ مينه ئې کوي .

عزيز مانيروال هم لکه د خوشحال خان خټک او باچاخان دا ارمان لري چې پښتانۀ دې خپلو کښې متحد شي ، د دې دپاره هغۀ پۀ عملي او فکري توګه ډير کار کړے دے خو نتيجه ئې صفر ده . نن سبا د هغۀ لوے خواهش دا دے چې کۀ سياسي ډلو کښې تقسيم شوي پښتانۀ د خپلو غرضونو د پاره نۀ يو کيږي نو د شاعرانو ليکوالانو دې داسې يو تنظيم وي چې هغه د صوبې پۀ کچ د دوي نمائينده وي . وړاندې کلونو داسې يو تنظيم : د پښتانۀ ليکوال : پۀ نامه څو کاله چليدلے وو خو اوس ختم شوے دے . عزيز د دې غرض د پاره څو څو ځله پۀ سوشل ميډيا خواستونه اوځينو ځايونو ته سفرونه هم کړي دي خو يقين نۀ کوم کۀ دا وړۍ شړۍ شي .

کيدے شي لوستونکي دې خبرې ته ګوته اونيسي چې پۀ خاکه کښې خو د چا د خوبو ذکر کولو سره سره څۀ خامۍ هم پۀ ډاګه کول غواړي نو پۀ عزيز مانيروال کښې ګني هډو څۀ خامي نشته نو زۀ وايم بېشکه خامۍ به پکښې وي خو ما تۀ نۀ دي معلومې اوکۀ څوک دا اووائي چې د يوبل نه دې هم څۀ نۀ دي اوريدلي نو دروغ نۀ شم وئيلے اوريدلي مې دي خو هغه د هغوي شخصي رائې ګڼلے شو او ما ته اپيل نۀ کوي . بله دا چې عزېز پۀ چا تنقيد نۀ کوي نو داسې بنده بيا د بل تنقيد هم نۀ زغمي پاتې شوه د خاکې د فن خبره نو د خاکو ګڼ قسمونه دي او داقسمه خاکې هم ليکلے کيدے شي .

ګل محمد بېتاب پېښور

٢٨ دسمبر کال ٢٠٢٥

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←