اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

ولې هندوان د غوا غوښه نه خوري

ولې هندوان دغوا وو او غوایانو غوښې نه خوري ؟

هندوان دغواوو غوښې نه خوري

مسلمانان دخپلوورونو غوښې خورینه

په نړۍ کې دغوښو دخوړلوپه اړوند بیلا بیل مذاهب او ادیان بیلا بیل عقایدلري . په اسلام کې دسرکوزې غوښه ناپاکه ګڼله کیږي او قرآن کریم په صراحت سره دسرکوزې غوښه ناولې ګڼلې ده او خپل ټول پیروان یې دسرکوزي دغوښو دخوړلو نه منعه کړي دي اودقرآن کریم دما ئدې په سوره کې داسې لولو: ( حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنزِيرِ )

یو شمېر عیسویان هم دسرکوزي غوښې نه خوري او یهودیان په عمومي توګه دسرکوزې دغوښو دخوړلو نه ډډه کوي . یهودیان دسمندري ژوو لکه چنګاښ ، ډول ډول کبانو او نوروسمندري ژوو دخوړلو نه هم ډده کوي .مسلمانان حیوانات په اسلامی طریقه ذبحه کوي چې ورته حلال وایي او یهودیان بیا داولډ ټیسټمینټ ( تورات ) داوامرو پر بنسټ حیوانات ذبحه کوي چې ورته (کوشر) ویل کیږي اودوی د‌حیواناتو دذبحې په اړه ه ځانته قوانین لري چې په عبري ژبه ورته (کشروت ) ویل کیږي. یعنې ددوی په اند دذبحې سمه طریقه اوقوانین .

دنورو ادیانو نو پیروان ځانته دذبحه کولو بیلا بیلې طریقي لري . په ویتنا م ، تایلینډ ، کمبوډیا او ان چین کې دسپیو او پیشوګانو غوښې هم خوړلې کیږي . چینایان بیا دهر ډول ژوو( حیواناتو) غوښې خوري او ان څرمښکۍ او کاکروچ ( دورږو مور) چې په فارسي کې ورته (مادر کیکان) وایي هم خوري او ترې سوپ جوړوي .

ما څّه موده دمخه په یو ټیوب کې یوه ویډیو ولیدله چې په سعودی عربستان او قطر کې ځینې خلک په دښتو کې دشګو نه څرمښکۍ چې دوی ورته سمک الصحرا ( دصحرا او دښتو کبان ) وایی نیسي بیا یې ذبحه کوي ، پخوی او خوري یې . ماته یو مسلمان عرب کیسه وکوله چې په مصر کې دغټو موږکانو ( مږو ) غوښې هم خوړلې کیږي .

زه چې یو وخت دمنځنۍ ایشیا په یون ( سفر ) تللی وم نوداوزبیکستان هیوا د دتاشکند په ښار کې دپښتو ژبې یو پروفیسور ارواښاد غني یف ماته په خپل کور کې دغرمې له خوا یوه میلمستیا کړې وه او دآس غوښه هم پکې وه .

اوس به راشو چې هندوان ولې دغواوو او غوایانوغوښه نه خوري. ؟

که چیرې دآریایي اقوامو تاریخ ته نظر واچوو نو په لرغونو آريائیانو کې چې هندوان هم په هغو کې راځي دغوا او غوایانو غوښه ځکه نه خوړله کیدله چې ویل به یې غو ا دشیدو او لبنیاتو یوه ستره سرچینه او منبع ده .همداراز دغوایانو دسرې نه هم ډیره ګټه اخیستله کیږي .همداراز دنرو غوایانو نه دکرکیلې او دیوې لپاره کاراخیستل کیږي .دهندوانو په مذهبی کتابونو لکه پورانا ، ویدا ، مهابهارتا او منو سمهیتا کې دغواګانو دغوښو په نه خوړلو تاکید شوی دی او ویل شوي دي چې غو ا دمور حیثیت لري او نړۍ ته ژوند ورکوي ځکه شیدی ( پۍ ) ورکوي. په پخوانیو او لرغونو آریا ئیانو کې به چې یو چا به بل چاته ښه سوغات ورکاوه نو هغه به غوا وه . دهندو مذهب پر بنسټ کرشنا دهندوانو رب النوعه دغواګانو پاده وان(ګوروان ) و، نو له له همدې کبله هم په هندوئیزم کې غوا ته دتقدس او سپیڅلتیا په نظرکتل کیږي .همدارازغواګانې دهندوانو په ځینو مذهبي ورځو او جشنونو کې په تیر ه بیا دګو پا شتاما په مذهبي جشن کې سینګاریږی او ددوی پر غاړوکې ګلان اچول کیږي او دغواګانو شاه ګانې هم په ګلانو سینګاریږي او هندوان ورته درناوی کوي ، که تاسو هند ته لاړ شئ اووګورئ غوا او غوایان ان دسړکونو په منځ کې ولاړوي او کله نا کله دترافیکو او موټرو دخنډ سبب ګرځي ،خو څوک ورته څه نه وایي . دهندوئیزم نه پرته په سکهیزم او جینیزم کې هم دغوا او غوایانو غوښې نه خوړلې کیږي او درناوی یې کیږي . دهند زیاتره خلک ویجیټیرین دي اوځینې خلک یې غوښې او ان هګۍ هم نه خوري .

ما یو وخت دهندوستان په پلازمیینې نوي ډیلي کې یو کرایې کورته اړ تیا پیدا کړه ،خو ډیر ځلې مې ولیدل چې دکور خاوند به رانه پوښتنه کوله چې ته غوښه او هګۍ خورې ، ما به چې ورته وویل خورمه یې نو بیا به یې ویل چې موږ هغو خلکو ته کور په کرایه نه ورکووچې هګۍ ، غوښې او ان پیاز او هوږه هم خوري .

په دې وروستیو کلونو کې دهنددواکمن ګوند بي جي پي له خوا دهند په ډیرو ایالتونو کې دغوا وو او غوایانو دغوښو خوړل منعه ګرځول شوي دي چې دې کار دډېرو مسلمانانو غوسه راپارولې ده ، خکه چې دهند مسلمانان زیاتره دغوایانو غوښې خوري او دغوايي غوښه دچرګانو او وزو ( بزو ) دغوښو په پرتله ارزانه ده او ددوی وسه ورته رسیږي.

که دهند واکمن ګوند بی جي پي دغویانو دغوښو پر خوړلو بندیزونه لګولي نو له بلې خوا هند په ۲۰۲۴ زیږدیز کا ل کې بهرنیو هیوادونو ته یواعشاریه ۴۶ ملیونه ټنه دغوایانو غوښه صادره کړې او لیږلې ده .

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←