هند سره د پاکستان
د ښاغلي محمد ایاز وزیر د KhanCast ویډیو مرکه: 03.03.2025
ښاغلی ایاز وزیر وایي:
په ۱۹۶۵ کښې پاکستان د هندوستان سره جنګ وو، افغانستان د تا سفیر په ترو ( له لارې/ زریعه/واسطه ) حاکمانو ته پیغام ورکړ، چې د غربي پولې نه، بې غمه اوسئ، مونږه تاسې ته دلته هیڅ قسم تکلیف نه پیدا کوو، خپل جنګ ته توجو ورکړئ.
او که ضرورت مو وي ، دا څه سکاوټ (امنیتي ځواکونه) چې په فاټا (قبایلو) کې ساتئ دا هم لرې کړئ. بالکل جنګ کوئ ، بې فکره اوسئ مونږ تکلیف نه درکوو.
دوېیم وار په ۱۹۷۱ د بنګله دیش جنګ وو، په هغه کې یې همدغه رنګ په شا په چاقو ونه وهلې
دا دوۍ زبردستې موقعې وې- خاصکر ۱۹۷۱ کښې (پاکېستان) جنګ هم بایللی وو، پوځ قیدیان شوي وو. ته (پاکستان) یې ښه په مزه ډبولی شوې، خو هغوۍ ( د افغانستان شاهي دولت) تاسره داسې ونه کړل
(پخوانی دپلومات محمد ایاز وزیر)
********
لومړۍ جګړه (۱۹۴۷–۱۹۴۸م) – د کشمیر جګړه
دوهمه جګړه (۱۹۶۵م) – بیا هم د کشمیر جګړه.
درېمه جګړه (۱۹۷۱م) – چې د ختیځ پاکستان د جلا کېدو او د بنګلهدېش د خپلواکۍ لامل شوه
سره له دې چې د افغانستان شاهي دولت د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه وه منلې، خو هېڅکله یې د پاکستان پر وړاندې نېغ په نېغه پوځي ګام وانخیست.
شاهي دولت د ۱۹۶۵م او ۱۹۷۱م جګړو پر وخت یې په رښتینې توګه د پاکستان پلوي وکړه، ځکه محمد ظاهر شاه د پښتنو په بیا یووالي او د پښتونخوا ( احمدشاه بابا افغانستان) په جوړېدو کې د خپل واک زوال او ړنګېدنه لیدله.
https://www.facebook.com/share/v/1AaorQSPuj/?mibextid=wwXIfr
