اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

پښتون سټوډنټ قیډریشن

پښتون سټوډنټس فیډرېشن

زما پهٔ خیال د پښتون سټوډنټس فیډرېشن (پی ایس ایف) پهٔ بنسټ ګرو کې چې دا وخت څوک ژوندي دي نو پهٔ هغو کې ماته د مانیرۍ نعیم لاله سينئیر ترین بنسټګر ښکاري ( نعیم لاله د مشهور خداي خدمتګار فردوس خان بابا فرزند دے)، چې لا د ژوند اوربشهٔ خوري.

د پی ایس ایف وړومبې صدر انورکمال مروت ( مرحوم) ؤ. د ګړیالے عبدالسبحان خان چې هغه وخت د صوابۍ کالج صدر ؤ , هغه او د یارحسین خداې بخښلي شاعر امیر شاد محبوب او شمشیر جنګ د پښتون سټوډنټس فیډرېشن پهٔ وړومبی بېچ کې تاؤده برخه لرله. هغه وخت پی ایس ایف اینټي ون یونټ او اینټی ایوب خان سازمان ؤ . وروستو انور کمال مروت مرحوم، سبحان خان او امیر شاد محبوب مرحوم مسلم لیګ پارټۍ ته لاړل. د دوېم batch د پی ایس ایف صدر نثار شنواري ( مرحوم) د ځنګل خېلو کوهاټ څخه ؤ چې پهٔ دغه وخت مترقي قام پرستو سټوډنټانو د پی ایس ایف واګې ونیوې، او د نېشنل عوامي پارټۍ (نېپ) د سیاست سره پښتون ایس ایف وتړلې شو. پهٔ دغو کې خداې بخښلې فرمان الدین بخشالي هم شامل وهٔ.افراسیاب خټک هم پهٔ دې ټولي کې د خپل کالج نمائبندګي کوله. د هغو نه پس زمونږ درېم batch دے چې زه ( اعجاز یوسفزې) هم د دې بېچ برخه وم. د دې بېچ پهٔ ژوندیو پی ایس ایفینز کې علي خان محسود ( جرمني)، افراسیاب خټک، نقیب جان کوز دیر، پیر پروېز، ډاکټر سالار(دیر)، اسرار جلیا ( کنېډا)، عبدالرب ( کنېډا)،صفدر خان (جرمنی)،سلیم خان ایډوکېټ ( پنج پیر)،فرید طوفان ( کرک)، ارشد علی تولاندۍ، پروېز اختر شاه( ټېرۍ)، زرد علی خان ( ډاک اسمٰعیل خېل)، نثارګل( امازو ګړهۍ) سردار میر اپریدۍ، مشال خان ټکر، شاه روم ، پیر واجد علی شاه( یو اېس اے)، شوکت امیرزاده، ډاکټر غفور، عبدالقیوم خان(باجا) ، سعید خان کلابټ ،جهانګیر خلیل (پاوکه)- عالمګیر خلیل ( پاوکه)، شاهده ارباب ، شاهده شیرین او داسې ګڼ ستوري اوس هم د ژوندیو پهٔ اسمان پړقېږي. بخښنه غواړم د دغه درېم زرین دور پهٔ سلګونو مهم نومونه رانه پاتې شول چا چې پی ایس اېف د دغه وخت د ټولو نه پیاوړې او د محصلینو مضبوط تنظیم ګرځولې ؤ. ( د جنوبي پښتونخوا نه د ځلېدونکیو ستورو امېل لا پهٔ دې سر بېره دے، چې هغې باندې صادق ژړک صېب لګیا دې، کار کوي. دا د پي ایس ایف زرین دور وهٔ چې نظریاتي ، انقلابي او قامي رنګونه یې جوت وو. د دې دور ګلونه ډېر دي.

ستا د ښائست ګلونه ډېر دي

ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه .

الله دې د دې قافلې مړه لار ښودان او لاروي وبخښي او ژوندیو ته دې خداې روغ صحت ورکړي!

نوموړي قامپاله ملګري علي خان محسود راته وئیلې وو چې هغه لګیا دے د پښتون سټوډنټس فیډرېشن پهٔ زېږون او تاریخ یو کتاب لیکي خو دغه کتاب لا منظرِ عام ته نه دې راغلې. خداې دې وکړي چې دا ځلانده تاریخ خوندي کړې شي. پهٔ دې خاپونو بیا نور تکړا او dedicated ملګرو ډېر لوې مزل کړې دے، چې د هېرولو نه دي.دا کاروان لا روان دے!

دا د تللي پېرونو یو دُهند شالید ؤ چې ما پرې یو تت نظر واچاؤ. دا کیسه ډېره اوږده او خوږهٔ ده، څوک به راشي چې قلم به پرې اوچت کړي!

دومره خو مې ياد دي چې ته تللې په دې لاره وې

پلونه ستا د پښو مې لټول خو نظر چرته ؤ؟

(انجنئیر اعجاز یوسفزے)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←