اخري رباب/ نیوکې او…
کېسه ګي یا یوه خاطره
آخری رباب
پس له ډیر عمره يې رباب راواخیست هغه رباب چې له د ډیرو مودو راهیسي د کوټې په دیواله کښی زوړند وو. او په پوښ باندی یې د زمان ګردونه ناست ول .ګردونه یې ترې وڅندل او کښیناست او په خپل زنګون یې کېښود .
نه پوهیږم به څه وجهه یې رباب وهل بس کړي وو او رباب یې نه غږولو. چې وجهه یې د ده په خپل زړه کښی معلومه وه .
رباب یې سُر کړ او خپلې سحر انګیزه ګوټي یې په رباب کېښودې او د رباب څخه یې داسي په زړه پوري نغمې پورته کړي چې څرنګه یې زړه غوښټه د کور د ننه او د کور د بهر نه یو څه کسان د ده درباب اوریدو ته راغلل .
مخي ته يې کښیناستل رباب ته غوږ شول . دا د ده آخری رباب وهل ول د رباب څخه یې داسي ترنګ تېر کړ چې تر ننه پوری چې شپیته کاله پری اوښتي زما له خاطره نه وځي . اګر که زه په هغه وخت د ابتدایي مکتب شاګرد وم .په رباب کښي یې یو څو سندرې هم ووئیلي چې په شعرونو کښي یې د دنیا د بی وفایی او سست بنیادۍ څخه شکوه به کښي وه .
ناست خلک چې په شعرونو پوهیدل ډیرو وژړل ،ځکه دی د سرطان په بی درمانه مرض اخته وواو د ژوند لمحې یې لږې پاتي وي .همدا وو چې درې جمعی پس له دي فانی دنیا یې کډه وکړه .او وفات شو رباب لا همداسي په دیواله کښي په همدي کور کښي زړیدلی پاتي وو او همدا رباب تر ډبره زمونږ په کور کښي ځوړند وو خو با با نه وو او زما به هرکله دا صحنه یادیده یا دا چې ده به هم غوښته ،چې یو تل پاتي خاطره مونږ ته پریږدي .
هی چې په دي کم او بی وفا عمر سره څومره مغروره تاجداران غولیدلي او لا هم خلک د دنیا په بی وفايي تېر وځي
12.05.2026
لیک:سید عبید الله نادر
نیوکې او لارښودنې
حالات دومره مه کرکیچن کوئ چې د خلکو روح او روان پرې متأثره شي . د خلکو روحیې ته پام وساتئ خلکو ته باید د استعمار په وړاندی او مقابلې له پاره جرأت ورکړئ.
خلکو کښي اخلاقی جرأت مه وژنئ ښه استعدادونه وروزئ ښه استعدادونه د لاسه مه ورکوئ.
ژوندی خلک او په علم او معرفت سمبال خلک وساتئ ، په خلکو کښي اخلاقی جرأت له مینځه مه وړئ . د اوضاع او حالاتو په بدرنګه کولو کښي خلکو ته په زرګونه دروغ او دلائل مه وایاست .
خپلو فتوی ګانو ته مشروعیت مه ورکوئ . د سوکاله ژوند له پاره لارې وګورئ . او سوکالۍ فکر وکړئ .مونږ اورو چې د طالبانو د امربالمعروف ادارې مامورین ځوانان او خلک په راز راز پلمو تحقیروي .
چې دا یو صحیح کار نه دی . دوی ته د ژوند په مبارزه کښي د شهامت روحیه ورکړئ .
هغه متل دی چې : (د خپل د کلي زمری مه وژنئ ،که نه د دښمن ګیدړان به مو هم ووژني ) .
ځوانان باید وروزل شي چې په راتلونکو کښي په چارو کښي اخلاقی جرأت ولري .دا چې که مونږ ځوانان په بیلو بیلو پلمو توهین او تحقیر کړو لکه څرنګه چې د طالبانو د امر بالمعرف او نوري ډلې یې کوي .نو دوي ته اخلاقي جرأت نه پاتي کیږي
لازمه ده چې ځوانان په هر ډګر کښي و هڅوو چې ، دوي د ژوند په مبارزه کښي په قوي او ټینګ عزم ولاړ وي .ډیر ځله نورو ملیتونود خپلو ځوانانو روحيه د دښمن په وړاندی لوړه ساتلي.
او ځوانانو ته یې د میړاني او شهامت درس ورکړی .نو هغوي د ځوانانو د تحقیر کم راوستو څخه ډډه کړي .د ځوانانو د تحقیر په هکله د طالبانو له خوا د یواځي زما مضمون نه دی ، بلکه
ډیرو خلکو په میډیا کښي د نیا له څلورو ګوټونو څخه نیوکي کړي او لګیا دي کوي یې . داچې طالبان یې ځان ته نیسي دا هم د دوی لا پروایي بیباکي او د مسوولیتونو نه تیښته ده .
په میډیا کښي سختی او تندی نیوکي په طالبنو کیږي د انجونو د مکتبونو د بندو دروازو په هکله په هره خپرونه کښي او فیسبوکونو کښي د نیوکو یوه غوغا ګډه ده .
چې دي ته باید طالبان پام واړوي او دا باید بی اهمیته ونه ګڼي ټول په یو آواز همدا غږونه کوي ، چې د انجونو مکتبونه او پوهنتونونه د انجونو پر مخ پرانیزئ .
او انجونو ته د بیان او کار حق ورکړئ . دا ناری په دي څو کالو کښي چې طالبان د دوهم ځل له پاره حاکم شوي وهل کيږي .د فیسبوک په زرګونو پاڼو او ګروپونو کښی هم همدارنګه پر طالبانو نیوکي کيږي . په کار ده چې د دوي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو د حساسیتونو څخه چې په ټوله نړۍ کښي د طالبانو د کړنو په هکله دي ځانونه خبر کړي .
, .داسي ګروپ یا پانه او یا مضمون به په میډیا کښي نه وي چې ،د انجونو د تعلیم د بندید و غندنه ونه کړي . د دوي د فرهنګ وزارت به ډیره بی پروایي وي که د دي دومره حساسیتونو څخه ځانونه نه خبروی ، او باید دا د چارواکو درانه غوږونو ته ورسوي .
په په آخره کښي د حضرت حافظ په دي بیت خپله لیکنه ختموم .
حافظ وظیفه تو دعا ګفتن است و بس
در قید آن مباش که نشنید یا شنید
12.05.2026
