اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

میرمن نسېم ولي خان

مرحومه بیگم نسیم ولي خان ته د عقیدت سره ګلونه وړاندې کوم

لیکواله: شاهده وحید خان هوتي

بیگم نسیم ولي خان، د پاکستان په سیاسي تاریخ کې یوه باوقاره او زړوره ښځینه مشره

بیگم نسیم ولي خان (مور ابۍ) د مرحوم خان عبدالولي خان میرمن وه او اړیکه یې له داسې یوه سیاسي کورنۍ سره وه چې په برصغیر او وروسته بیا د پاکستان په سیاست کې یې نمایان رول لوبولی و. هغه له یوې خوا د باچا خان (خان عبدالغفار خان) نږور وه او له بلې خوا د باچا خان د ښي لاس او د غورځنګ د لوی مشر امیر محمد خان هوتي لور وه. د همدې نسبت له مخې هم هغې ته په ولسي او سیاسي حلقو کې یو ځانګړی مقام حاصل و.

د مور ابۍ واده په داسې وخت کې شوی و چې د خان عبدالولي خان د کور ټول غړي یا په زندانونو کې بندیان وو او یا تر څارنې لاندې وو.

د اویایمې لسیزې پر مهال، کله چې د ذوالفقار علي بھټو د واکمنۍ پر وخت د نیشنل عوامي ګوند (نیپ) پر مشرتابه بندیزونه ولګول شول او د حیدرآباد سازش کیس له مخې له خان عبدالولي خان سره یوځای ډېر مهم مشران بندیان شول، نو په هغه ستونزمن دور کې بیگم نسیم ولي خان غیرمعمولي سیاسي رول ولوباوه. د خپل مېړه له نیولو وروسته یې تور چادر په سر کړ او سیاسي ډګر ته راووته، نه یوازې یې د ګوند مشرتابه په غاړه واخیست بلکې د ولسواکۍ، د اساسي قانون د برترۍ او سیاسي حقونو لپاره یې بشپړه مبارزه وکړه.

هغې د بھټو حکومت پر ضد روان د قومي اتحاد په تحریک کې د نهو ستورو په ډله کې شامله شوه او داسې فعال رول یې ولوباوه چې په یوه پړاو کې بھټو صاحب وویل: «ما باید د ولي خان پر ځای بیگم صاحبه نیولې وای.»

بیگم صاحبې د سیاسي ګوندونو ترمنځ په اړیکو کې یوه مهمه حیثیت ترلاسه کړ. د هغې په مشرۍ کې نیپ او وروسته بیا عوامي نیشنل ګوند (اې این پي) سیاسي مبارزه په سوله ییز او اساسي قانوني چوکاټ کې مخ ته بوتله. په داسې وخت کې چې سیاسي فضا له سخت فشار او دولتي ظلم نه ډکه وه، د بیگم نسیم ولي خان د سیاست ډګر ته راتګ د ښځو لپاره هم یوه بېلګه شوه.

بیگم نسیم ولي خان نه یوازې یوه سیاسي مشره وه، بلکې د یوې مدبرې او بااصوله شخصیت په توګه پېژندل کېده. هغې وښوده چې په تر ټولو سختو شرایطو کې هم د سیاسي بصیرت، حوصلې او دوام سره مبارزه کېدای شي. د هغې رول به په پاکستان کې د ولسواک تحریکونو او د ښځو د سیاسي ګډون په تاریخ کې تل یادېږي.

د بیگم نسیم ولي خان رول یوازې د یوه وخت سیاسي تشې ته تر ډکولو پورې محدود نه و، بلکې هغه ورو ورو پخپله یوه اغېزناکه او بانفوذه سیاسي نښه بنه. هغه په یوه وخت کې د دوو حلقو څخه د ولایتي شورا غړې وټاکل شوه او د پاکستان لومړۍ ښځینه مشره وه چې په عمومي ټاکنو کې غړې وټاکل شوه — هغه هم په داسې دور کې چې سیاست تر ډېره د نارینه وو ډګر ګڼل کېده. په هغه زمانه کې د یوې ښځې لخوا په دې زړورتیا، وقار او دوام سره د ملي سیاست د مشرۍ په غاړه اخیستل یو غیرمعمولي کار و. همدا لامل دی چې بیگم نسیم ولي خان ته نه یوازې په خپل ګوند کې بلکې په پراخو سیاسي حلقو کې هم درناوی او محبوبیت ورپه برخه شو.

د ذوالفقار علي بھټو پر مهال، کله چې پر نیپ بندیز ولګېد، ولایتي حکومتونه ګوښه شول او د حیدرآباد سازش کیس له لارې اپوزیشن مشرتابه دېوال ته ودرول شو، نو بیگم نسیم ولي خان د احساساتي سیاست پر ځای د زغم او سیاسي حکمت عملۍ لاره غوره کړه. هغې د ولسواک قوتونو د یووالي ساتلو، د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو او د اساسي قانوني سیاست د بیا راژوندي کولو لپاره پرله پسې غږ پورته کړ. د بھټو حکومت پر ضد روان تحریک کې د هغې شتون دې تحریک ته یو اخلاقي جواز او ولسي همدردي ورکړه، ځکه چې هغه د یوه بندي سیاسي مشر د استازې په توګه راڅرګنده شوه، نه د داسې سیاستوالې په توګه چې یوازې د واک هیله ولري.

د حیدرآباد سازش کیس پر مهال د بیگم نسیم ولي خان رول په ځانګړي ډول علامتي اهمیت غوره کړ. هغه د ولي خان د سیاسي فکر، د باچا خان د عدم تشدد فلسفې او د پښتونخوا د حقونو د مبارزې ترجمانه شوه. په غونډو، ملاقاتونو او بیانونو کې د هغې په خبرو کې ادب، استدلال او وقار نمایان و، چې مخالفین یې هم د هغې د رول په منلو مجبور کړل. د سیاسي فعالینو لپاره هغه د حوصلې او ثبات نښه شوه.

د بیگم نسیم ولي خان محبوبیت یوازې تر ولسي غونډو محدود نه و، بلکې په پارلماني او غیرپارلماني سیاسي مشرتابه کې هم هغه یوه جدي او د باور وړ مشره ګڼل کېده. د اپوزیشن د بېلابېلو ګوندونو مشرانو به له هغې سره مشورې ته اهمیت ورکاوه. د هغې په شخصیت کې یرغلیز لحن نه و، بلکې دلیل، زغم او سیاسي اخلاق نمایان وو، چې د هغه دور په تریخ سیاست کې یوه بېله پېژندنه شوه.

بیگم نسیم ولي خان د ښځو لپاره په سیاست کې یوه نوې بېلګه قایمه کړه. هغه نه یوازې د یوه سیاسي مشر د میرمنې په توګه، بلکې د یوه خپلواک سیاسي شخصیت په توګه راڅرګنده شوه. د هغې مشرۍ دا تاثر پیاوړی کړ چې ښځې د بحران پر مهال یوازې علامتي رول نه لوبوي، بلکې په عملي سیاست کې پرېکنده حیثیت هم لري. په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د سیاسي فعالینو ترمنځ د هغې محبوبیت د دې خبرې ثبوت و چې خلک یې یوه حقیقي استازې ګڼله.

د بیگم نسیم ولي خان سیاست د اصولو، مقاومت او ولسواک ارزښتونو پر شاوخوا څرخېده. هغې په تر ټولو ستونزمن دور کې نه یوازې خپل ګوند متحد وساته، بلکې په پاکستاني سیاست کې یې د اخلاقي سیاست مفهوم هم ژوندی وساته.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←