اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

ډاکتر یاد

ډاکتر لطیف یاد د پښتو ژبې، ادب ، تاریخ ، کولتور او د پوهنې د ډګر نه ستړی کېدونکی اتل

ډاکتر لطيف ياد طالبي د محمد طالب زوى، د حاجي ملا جان لمسى، د عبدالسميع کړوسى او د مومند اخونزاده کودى دی، چې د ۱۹۵۸ زيږدي کال داگسټ د مياشتې پر ۱۷ نيټه د ننگرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د دولتزيو په کلي کې زيږيدلى دی.

پلار او نيکونه يې د اسلامي علومو لوى عالمان تير شوي او د سيمې خلکو د دوی کورنۍ ته ځانگړی درناوى لرلو..

د ډاکتر ياد پلار دافغانستان په بيلابېلو برخو کې، په عدلي نياوتونونو (محاکمو) کې دنده لرله او دغه دنده يې د ۵۰ کلونو په موده کې په پوره امانت، پاکۍ، رښتينولۍ او ديندارۍ سره سرته رسولې ده. څه موده د کابل په عربي دارالعلوم کې د تجويد او عربي ژبې استاد وو.

ډاکتر ياد د څلورو کالو وو چې پلار يې ورته د قران کريم زده کړه پيل کړه. د دې سربېره يې د پښتو ژبې د کتابونو سره اشنا کړ. په تيره بيا د #رحمان_بابا ديوان تل د دوی په کور د تبرک په توگه ساتل شوی وو.

له کوچنيوالي يې له پوهنې او پوهې سره مينه وه، د پښتو او پارسي ژبو د شاعرانو او ليکوالو کتابونه او شعري ديوانونه به يې لوستل او تاريخي موضوعاتو سره يې ځانگړې مينه لرله.

لکه څنگه چې د ډاکتر لطیف ياد پلار د افغانستان په بيلابېلو ولايتونو کې دنده لرله، نو هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د افغانستان په دې لاندېنيو ښوونځيو او ليسو کې سرته رسولې دي:

۱- د هرات ولايت د سيفي هروي په لومړني ښوونځي کې.

۲- د ننگرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ په ملکيار هوتک ليسه کې.

۳- د ننگرهار ولايت د سره رود په ميا فقيرالله جلال ابادي ليسه کې.

۴- د جلال اباد ښار په حضرت ميا عمر څمکني ښوونځي کې.

۵- د کابل په رحمان بابا ليسه کې.

۶- د لغمان ولايت په روښان ليسه کې.

لوړې زده کړې :

۱- د بي .اى بری ليک يې د تاريخ په څانگه کې د هند د پنجاب پوهنتون چنديگر د گورنمينټ کالج نه اخيستې دی.

۲- د ايم . اى بری ليک يې د تاريخ په څانگه کې د ډهلي پوهنتون د ډاکټر ذاکر حسين له کالجه اخيستی دی.

۳- دايم . فيل بري ليک يې د تاريخ په څانگه کې د هندوستان له ډهلي پوهنتونه اخيستی دی.

د پي. ايچ . ډي بری ليک يې يې د تاريخ په څانگه کې له ډهلي پوهنتونه تر لاسه کړی او د دکتورا تيزس يې د شېر شاه سوري پر ريفورمونو باندې ليکلى دى.

دندې:

۱- د افغانستان د پوهنو اکاډيمۍ (علومو اکاډمي ) د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز کې د ريسرچ او د څيړنو د څانگې مشري. په دغه موده کې يې يو گڼ شمېر پښتو کتابونه ليکلي، ژباړلي او ايډيټ کړي دي.

۲- د يوې لنډې مودې لپاره يې د هند د جواهر لال نهرو پوهنتون په پښتو ديپارتمنټ کې د پښتو ژبې تدريس کړى دى.

- پښتو يې مورنۍ ژبه ده چې ډيرې ليکنې يې پرې کړې دي.

۲- په پارسي ژبه په بشپړ ډول پوهيږي او ليکنې يې هم پکې کړې دي.

۳- په اردو ژبه هم لوستنه او ليکنې يې هم پکې کړې دي.

۴– انگريزي : خپلې ټولې لوړې زده کړې يې په انګرېزي ژبه کې کړې دي.

همدا راز په هندي، عربي او روسي ژبو دومره پوهيږي چې خپلې ستونزې ورباندې حل کولاى شي.

چاپ شوي نښيرونه (کتابونه/اثار):

۱- پښـتنې قبيلې. د لرو او برو پښتنو د قبيلو او د دوى د نسب د شجرو څېړنه ده. د کابل اريانا چاپخونه، کوټه او پېښور، دانش حپرندويه ټولنه، د ۲۰۰۷ زيږديز کال کې چاپ. .

۲- خوشال خان خټک، ليکوال اروا ښاد دوست محمد خان کامل مومندله اردو ژبې پښتو ته ژباړه، کابل، اريانا چاپخونه، پيښور، د دانش خپرندويه ټولنه د ۲۰۰۶ ز کال چاپ.

۳- داودي تاريخ. د هند د لودي، سوري او د بينگال سيمې د کرلاڼي پښتني واکمنانو تاريخ. له انگريزي ژبې پښتو ته ژباړه. د ۲۰۰۷ ز کال کابل چاپ، اريانا چاپحونه. په پيښور کې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا د ۲۰۰۷ زيږديز کال چاپ.

۴- حيات افغاني، ليکوال محمد حيات خان، له اردو ژبې پښتو ته ژباړه، د ۲۰۰۷ زېږدي کال چاپ، کابل اريانا چاپخونه. په پيښور کې پر ۲۰۰۷ زيږديي کال د دانش خپرندويې چاپ.

۵- په هند کې پښتني رياستونه او نوابان، ناچاپ.

همداراز يې په هندوستان کې د لاندېنيو کتابتونونو د عربي او پارسي ژبو ډيرې خطي نسخې فهرست کړې، چې ټول يې په ډهلي کې د نور مايکروفلم د مرکز له خوا چاپ شوي دي:

۱- په ډهلي کې د انجمن ترقي اردو کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.

۲- د ډهلي د هرديال کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.

۳- د هند د جامعه مليه پوهنتون د ډاکټر ذاکر حسين د کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.

۴- د هند د عليگر پوهنتون د مولانا ابو الکلام آزاد د کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.

۵- د ډهلي پوهنتون د کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.

۶- د ډهلي د جامعه همدرد د پوهنتون د کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.

۷- د حکيم سيد ظل الرحمن د کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.

۸- د هند د گجرات د درگاه عاليه چشتيه-احمد اباد کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.

۹- د هند د گجرات د درگاه عاليه مهدويه-پالن پور د کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.

۱۰- د ډهلي د ايوان غالب د کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.

۱۱- د عليگر د مزمل الله خان د کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.

۱۲- د لکهنو د ناصريه کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.

۱۳- د حضرت پير محمد شاه د درگاه د کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.

۱۴- د راجا محمود اباد د کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.

۱۵- د هند د پنجاب ايالت د پټيالې د ښار د عمومي ارشيف عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.

۱۶- د ډهلي د مظهر جان جانان د کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.

۱۷- د هند د گجرات د احمد اباد ښار د درگاه پير محمد شاه د کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.

همداراز يې يو گڼ شېر مقالې او ژباړې په پښتو او دري ژبو د افغانستان په هېواد او انيس ورځپاڼو، د زيرې اوونيزه، ژوندون، کابل، جرگې، الفت په مجلو او په هند کې د قومي آواز په ورځپاڼه، ټونک، قند پارسي مجله او د هند د ډهلي پوهنتون د پارسي ډيپارتمنت په تحقيقات پارسي مجله کې چاپ شوي دي.

ناچاپه نښیرونه (کتابونه):

۱- حيات حافظ رحمت خان، له اردو ژبې پښتو ته ژباړه.

۲- شير شاه او د هغه عصر، ليکوال کالکارنجن کننگو، له اردو پښتو ته ژباړه.

۳- افسانه شاهان يا تاريخ افغاني، ليکوال محمد کبير. د هند د لودي، سوري او د بينگال د کرلاڼي پښتنو په اړه.

۴- تاريخ شاهي يا تاريخ سلا طين افاغنه، ليکوال پښتون مورخ احمد يادگار، د لودي او سوري پښتنو په اړه گټور مالومات پکې راغونډ شوي دي.

۵- شرح احوال و اثار تاريخي علامه عبدالحی حبيبي په پارسي ژبه (تاليف).

۶-هندوئېزم (هندومت) تحقيقي اثر دى چې ۶۵ برخې د کابل نات په سايټ کې خپرې شوي دي او دا لړۍ روانه ده.

۷- د هند د ستر اسلامي سکالر (عالم) ارواښاد علامه مولانا علي ميا د کتاب المرتضى د دوه څپرکو ترجمه.

۸- د ملا نصرالدين ټوکې ټکالې، چې د فيسبوک پر مخ راغلى، خو لا چاپ شوى نه دى.

۹- سکهان او د دوئ مذهبي لارښوونکي: دا د سکهانو د لسو ګوروګانو (مذهبي لارښوونکو) تاريخ دى چې له ګورو نانک نه پيل شوى او د ګورو ګوبند سينگ پر حالاتو پاى ته رسيدلى دى.

۱۰- پښتو ویي: د پښتو لغاتونو لړۍ ده، اتیا برخې لري او د فیسبوک په پاڼې کې خپرې شویدي.

۱۱- د هند بیلا بیلو ایالتونو ته یونلیکونه / سفر نامې.

۱۲- کشمیر، د درانیانو د امپراتورۍ په وخت کې.

په عین حال کې د ډاکټر یاد په فیسبوک او ویبپاڼه کې خپرې شوې مقالې او څیړنې چې شمیر یې سوونو ته رسیږي.

پر کتابونو سریزې:

په ډیرو تحقیقي کتابونو او شعري ټولګو باندې سریزې او تقریظونه لیکلي چې د ځینو نومونه په لاندې ډول دي:

۱- (زموږ د هیواد سیمې او څیرې) ښاغلي داد محمد راسا لیکلی دی.

۲- (د ملیار ګلونه) د هیواد د پیژندل شوي شاعر، ښاغلي عبدالحفیظ ملیار شعري ټولګه.

۳- (د بریالي ژوند ۲۶۹ رازونه) د ښاغلي محمد عزیز پردیس لیکنه.

۴- (د پښتنو د شجرو تاریخي ریښه) د ښاغلي زمري محقق تالیف.

۵- (خپل اتلان وپیژنئ!) د کوزې پښتونخوا د لیکوال او څيړونکي، ښاغلي ډاکټر ایاز ایسپزي/ یوسفزي کتاب.

۶- (د مارشال شاه ولي خان یادښتونه) د ښاغلي داود افغان پښتو ژباړه.

۷- (غږیدلې پاڼې) د ښاغلي ساجد احمدزي د غزلونو ټولګه.

۸- (رڼا د قلم) د کوزې پښتونخوا د شاعر او لیکوال، ښاغلي سېماب وزیر کتاب.

۹- (د نړیوالو اړیکو اصول) د ښاغلو عبدالمقیم علیزي او محراب الدین واکمن په ګډه لیکلی کتاب.

۱۰- (د افغان واکمنانو کرونولوژیک تاریخ) د ښاغلي داود افغان تالیف.

۱۱- (صولت شیر شاهي) د شهید فرهاد ظریفي ژباړل شوی کتاب.

۱۲- (اکبر سیال، شاعري او شخصیت) د کوزې پښتونخوا د لیکوال او شاعر، ښاغلي علي اکبر سیال کتاب.

۱۳- (ژوند زده کړه) د ښاغلي حبیب الله حبیب منګل اثر.

۱۴- (د سیاسي افکارو تاریخ) د ښاغلي اسدالله الفت لیکنه.

۱۵- (د ډيورنډ د تپل شوې او کرغیړنې کرښې په هکله) د ښاغلي متقاعد تورن جنرال، دولت وزیري کتاب.

۱۶- (تصوف، روحانیت او کږلیجونه) د ښاغلي ولي الله ملکزي کتاب.

۱۷- د هند د ګجرات د بروډا پوهنتون د مهاراجا سياجي د کالج د عربي او فارسي ژبو استاد ښاغلي ډاکتر وجيه الدين کتاب چې غزليات نا شناخته جلال اسير اصفهاني نوميږي، ايډيټ کړیدي

بهرنيو_هېوادونو_ته_یون (سفرونه)

ډاکتر لطیف ياد ځينو هېوادونو ته د علمي کارونو او ځينو ته هم يوازي د ليدلو لپاره سفرونه کړې دي چې نومونه يې دادي:

هند، پاکستان، تايلينډ، روسيه، اوزبيکيستان، هنگري، پولينډ، تاجيکستان او سينگاپور.

په علمي غونډو او سيمينارونو کې گډون:

ډاکتر ياد په افغانستان او هندوستان کې په لاندېنيو سيمينارونو او علمي غونډو کې گډون کړى دى:

۱- په کابل کې د خوشال خان خټک په نړيوال سيمينار کې.

۲- په کابل کې د زرغونې ياد په سيمينار کې.

۳- په کابل کې د سيد راحت زاخيليپه سيمينار کې.

۴- په کابل کې د باچا خان د لومړي تلين په نړيوال سيمينار کې.

۵- په کابل کې د شېر شاه سوري په نړيوال سيمينار کې.

۶- په هند کې د شير شاه سوري په نړيوال سيمينار کې.

۷- د هند د راجستان په ټونک کې د پارسي -عربي خطي نسخو په سيمينار کې.

۸- د هند د پنجاب په پټياله کې د پنجابي مورخينو په سيمينار کې.

۹- د لويديزې استراليا د پوهنتون په هغه سيمينار کې گډون چې د افغانستان په اړوند جوړ شوى و.

ليکوال عبداللطيف ياد له ۲۰۰۲ زيږدي کاله راهيسې د لډونويديزې استرالياد مرکز د پرت په ښار کې ژوند کوي.

(نصیر ستوری)

سرچېنې:

۱ - ویکېپیډیا

۲- د ډاکتر لطیف یاد پېژندګلوي: ولي الله ملکزی

https://www.pashtoonkhwa.com/?page=pashtoonkhwa&cnt=3251

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←