اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

همیش خلیل

همېش خلیل

د پښتو ادب وتلی څیړونکی، شاعر، کيسه ليکونکي، خبريال, کره کتونکي او ادیب ارواښاد همېش خلیل د پښتني کولتور د سمسورتیا او بډاینې لپاره نه ستړي کېدونکې هر اړخېزې هلې ځلې کړي دي، ګڼشمیر کتابونه یې لیکلي او ارزښتناکې څېړنې یې مونږ ته راپاتې دي

ارواښاد خلیل په 21.07.2024 نېټه له دې پاتې نړۍ له تل لپاره سترګې پټې کړې. اروا یې ښاده - یادونه یې تلپاتې

__________________

ارواښاد همېش خليل د ۱۹۳۰ ز کال د اپرېل پر ۱۱ مه د پېښور په برتاکال کلي کې د انځرگل کره زېږېدلی دی. د ده د نيکونو ټاټوبی د جلال اباد د مېرزاخېلو کلی دی.

ارواښاد همېش خليل تر لسم ټولګي پورې د پېښور په اسلاميه کالج او د « اېف –اې او بي ـ اې » سندونه يې د پراېوېټ امېدوار په طور تر لاسه کړله.

همېش خليل ځای په ځای سرکاري نوکري هم کړې ده، خو د سياسي ذهن او آزاد طبعت خاوند وو او له همدې کبله ېې ملازمت ته ډډه نه لگېده، نو ځکه ملازمت ترې پاتې شو.

هميش خليل د خدايي خدمتگارو گوند غړي وو. پر ۱۹۵۱ او ۱۹۵۲ ز کلونوکې د پاکستاني چارواکيو له خوا څو ځلي بندي شو، چې ټول يې له ۶ تر۷ کالو پورې بند تېر کړی دی.

څېړونکی او ليکوال هميش خليل اتلس کلن وو چې د #پټو يا #ورکو #شاعرانو په تصانيفو او شاعرۍ یې لټون او څېړنه پيل کړه.

هغه پخپله د ماسټرۍ بريليک هم نه وو اخیستې، خو د پي ايچ ډي زده کونکو استاذ پاتې شوی دی.

همېش خليل د گڼو نوښتونو او غوره والي خاوند وو. شاعر، محقق، افسانه نگار،صحافي، مترجم او داسې نور.

ښاغلی همېش داووه ورځنی انقلاب او د پنځلس ورځنی دوران مدير هم پاتې شوی دی، په

شهباز ورځپاڼه کې ېې هم کار کړی دی. د ورځپاڼې انقلاب مدير هم وو.

نوموړی په پښتو ادب کې ډېرې څېړنې کړې دي. همداراز هغه په پښتو ژبې د باگرام ورځپاڼې بنسټ ايښودونکی او پازوال هم پاتې شوی دی.

( نصیر ستوری)

همیش خلیل

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←