اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

د PTM مبارزین

له لسیزو راهیسې لر او بر پښتانه د ښکېلاکي (استعماري) او رېاستي ځواکونو د زور‌زیاتي، تېري او بې‌عدالتیو له یوې اوږدې لړۍ سره مخامخ دي.

د «ترهګرۍ پر ضد جګړې» تر نامه لاندې، پښتني سیمې د پوځي عملیاتو، بمبارۍ، جبري ورکېدنو، بې له محکمې وژنو او د بې‌ګناه مدني خلکو د نیولو ډګر ګرځول شوي دي.

سردار علي وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ له ۲۰۲۰ز کال راهیسې په لسګونو قضیو کې د درغو ( جعلي ) تورونو پر بنسټ پرله‌پسې نیول شوی.

د سند عالي محکمې د ۲۰۲۶ز کال د مارچ پر ۱۶ نېټه د هغه اوږد بندیتوب «غیرقانوني، غیرمشروع او غیراساسي» وباله او د خوشې کېدو حکم یې وکړ، خو په څو ساعتونو کې بیا ونیول شو، یوه محلي محکمې قضايي ریمانډ ته واستاوه او د ړروغو نوې قضیې پرې جوړې شوې.

حنیف پښتین او نورالله ترین د ۲۰۲۵ز کال د نومبر پر ۱۲ نېټه په پېښور کې، د تحریک انصاف د ګوند له خوا رابلل شوې د یوې غونډې وروسته چې د پښتون ژغورنې غورځنګ #PTM د استازو په توګه یې پکې ګډون یې کړی و، د پولیسو لخوا ونیول شول.

ورسره نور پنځه تنه د ۲۰۲۶ز کال د جنورۍ پر ۱۸ نېټه له اټک زندانه خوشې شول.

فرید اپریدی په 18 مۍ ۲.۲۶ نېټه ونیول شو، تر دې دمه نورالله ترین، حنیف پشتین او فرید اپریدی جبري‌ ورک دي او کورنیو ته یې هیڅ رسمي تور نه دی ښودل شوی.

عبدالصمد لالا هم د همدې بې عدالتۍ په لړ کې د رېاستي ادارو په بند کې دی.

دا قضیې د نړیوالو بشري ‌حقونو سازمانونو لخوا هم د درغو او جوړو‌شوو (trumped-up) تورونو په بڼه بللې شوي چې موخه یې د حق‌غوښتونکو غږ چوپول دي.

موږ غوښتنه کوو:

علي وزیر او عبدالصمد لالا دې سمدلاسه او بې‌قید‌و‌شرط خوشې شي او ټول جوړ‌شوي تورونه دې پرې لرې شي.

د حنیف پښتین، نورالله ترین او فرید اپریدي ځایونه دې څرګند او دوی دې خوشې شي؛

جبري ورکېدنې، بهر له محکمې وژنې او د مدني خلکو غیرقانوني نیونې دې ودرول شي.

#ReleaseAliWazir #ReleaseSamadLala #releasenoorullahtareen #ReleaseHanifPashteen

#releasefaridafridi

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←