اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

د نجونو ښوونځي

د نجونو د پوهنیزو مرکزونو د پرانیستلو غوښتنه!

د طا.لبا نو د واکمنېدو راهیسې زموږ د ټولنې له نیمایي زیاتو وګړو (ښځو) پر زده کړو بندیز لګېدلی دی، او دا لړۍ تر دې مهه راورسېده چې د نجونو/ښځو د لوړو زده کړو مخه هم ونیول شوه.

دا خبره ټولو ته جوته ده چې طا. لبا. ن ډېری (اکثریت) نژادي پښتانه دي، خو سیاسي پښتانه نه دي، نو ددوی هره نادوده او ناسمه کړنه به سبا خلک پر موږ پورې وتړي، ځکه چې د پښتنو ضد او مخالفې ډلې او خلک به بیا دا دلیل راوړي چې طالبان پښتانه وو — او بیا به د دې مسئلې ، کړنې او موضوع پاکول (صفايي) ډېره ګرانه وي.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د (ا. ا .ا) له واکمنو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د ښځو پر لومړنیو، منځنیو او لوړو زده کړو د بندیز پرېکړه دې بې له ځنډه بېرته واخلي.

که د طالبانو کړنې (عملونه) همداسې روانې وي، نو دا د دې مانا لري چې طالبان د کمر سرته ځانونه پخپله برابروي او کندې ته به ځانونه پخپله غورځوي.

(د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند)

د_نجونو_ښوونځي_پرانیزئ

LetAfghanGirlsLearn

د_نجونو_ښوونځي_پرانیزئ

د نجونو ښوونځي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←