اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

دودونه او

دودونه یا نرخونه

پښتانه یو شمېر دودونه او کړنلارې لري چې د پښتونولۍ په نامه یادېږي. مېلمه پالنه، بدل او ننواتې د پښتونولۍ ستنې جوړوي.

دغه دودونه یا نرخونه یو ډول ولسي قانون دی، چې د وخت په اوږدو کې د #جرګو د #پرېکړو په پایله کې منځته راغلي وي.

کله چې د یوې جرګې پرېکړه د بلې جرګې له خوا ومنل شي، او یا بېلابېلې جرګې په یوه لانجه کې په ناپیلې توګه یو شان پرېکړه وکړي، نو د وخت په تېرېدو سره دود (دستور) په نرخ بدلېږي.

د پښتنو د دودونو شمېر ډېر زیات دی، چې ټول یې ځانته کتاب جوړوي. موږ یې دلته یوازې یو څو راپه ګوته کوو.

#سوله: سوله د څه مودې لپاره د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې بندیز ته وایي، چې د جرګې له خوا لګول کېږي او ټاکلې ناغه (جریمه) پرې اېښودل کېږي. که کوم اړخ یې مات کړي، نو جریمه ترې اخیستل کېږي.

روغه او جوړه: روغه تلپاتې جوړې او پخلاینې ته وایي. په روغه کې ټولې پخوانۍ لانجې حل کېږي او ورورولي بېرته منځته راځي.

ننواتې: کله چې سړی ځان پړ (ملامت) ګڼي، نو مقابل اړخ ته ننواتې ورځي او بښنه غواړي.

د ننواتې منل د پښتنو یو غوره صفت دی او د مړي له بدو هم تېرېږي.

په ننواتې کې ډېر پښتانه له ځان سره پسونه هم بیايي او هلته یې حلالوي، او یا له ځان سره قرآن شریف او ښځې بیايي، ځکه چې پښتانه د ښځو پړوني ته په درنه سترګه ګوري او خامخا یې بښنه مني.

برمته: که څوک په یوه کلي کې پر چا پور ولري او هغه یې ورنه کړي، نو د پور خاوند د پوروړي د کلي کسان او یا مال نیسي، تر هغو یې نه پرېږدي چې د ده پور نه وي ورکړل شوی. ډېرې برمته بیا د جرګو او مرکو له لارې حل کېږي.

تړه او تړون: کله چې یو بهرنی دښمن پر یوه ځای یرغل وکړي، نو هلته ټول ولس راټولېږي، په خپل منځ کې یو تړون او پرېکړه کوي او په ګډه د یرغل مخه نیسي.

چغه: کله چې په یوه کلي کې پر چا دښمن داړه وکړي، نو د کلي ټول خلک له وسلو سره راووځي او د بهرني خطر مخه نیسي.

اشر (پګړه): کله چې د یوه تن له وسه د لنډ وخت یو دروند کار، لکه غوبل یا کوهي کندل، پوره نه وي، نو د کلي خلک د مرستې لپاره راغواړي. هغوی ورسره مرسته کوي او دی به یې مېلمه پالنه کوي.

ټوله (ښېنه، ښندنه): که چا ته د کوم مصیبت له کبله تاوان ورسېږي، نو د کلي خلک او خپلوان یې ورته پیسې راټولوي، څو خپل کار پرې بېرته روان کړي.

تیګه: تیګه حدبندۍ، بریدبندۍ او بنسټ اېښودلو ته وایي. جرګه دواړو خواوو ته خپل برید (حد) معلوموي چې ترې به نه اوړي، او د تیګې په ماتولو ناغه (جریمه) لګوي.

پیغور او بدل: د پیغور په وسیله د پښتنو پښتو (صفتونه) تر پوښتنې لاندې راځي او پښتانه د بدل اخیستلو ته ملا تړي.

بدل ډېرې بڼې (ډولونه/قسمونه) لري. کله کله د روغې په حالت کې د مړي په بدل کې ښځې ورکول کېږي، چې «سوره» ورته وایي او خپلوي منځته راځي. یا د قاتل له پرې (ډلې) څخه یو تن ورته په ګوته کېږي، چې «ده ستاسو کس وژلی دی»، او «کشنده» ورکول کېږي. همدا کس بیا وژل کېدای شي او بدل به یې نه اخیستل کېږي. «کشنده» بیا پټ ګرځي او یا بل وطن ته تښتي او هلته خپل سر په امن کې کوي

سر چېنه: ژبساپوهنه، لیکوال: ډاکتر کبیر ستوری

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←