اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

میرمن ژیلا

پښتو مو سیقۍ ته دارواښادې میرمن ژيلا چوپړ

ارواښاده میرمن ژیلا په افغانستان کې نه یوازې دري موسیقۍ ته نه هیریدونکي چوپړ کړی دی ، بلکې پښتومو سیقۍ ته هم ددې هلې ځلې دستاینې وړ دي .

دارواښادې میرمن ژیلا اصلي نوم (کبرا کبیر )و چې دسردار محمد کبیرخان لور او په خټه محمدزۍ وه . نوموړې په ۱۹۴۳ زیږدیز کال کې په کابل کې زیږیدلې وه . پنځه کلنه وه چې موریې مړه شوه . له لس کلنۍ نه یې دموسیقۍ سره مینه پیدا شوه . نوموړې د ۱۹۵۵ زیږدیز کال نه نيولې بيا تر ۱۹۷۸ زیږدیز کاله پورې دافغانستان مشهوره او نامتو سندر غاړې او هنرمنده وه چې په پښتو اودري دواړو ژبو کې يې خو ند ورې سندرې و يلي دي۰

ارواښاده ميرمن ژيلا په افغانستان کې هغه وخت ښه وځليده او ډيره مشهوره شوه چې د هيواد تکړه موسيقي پوه ، کمپوزر او سندرغاړی استاد حفيظ الله خيال په راډيو افغانستان کې دمو سيقۍ لوی مدير و۰همداراز ددې دخورسارا ځلاند خاوند ارواښاد جلیل ځلاند هم له د ې سره دموسیقۍ په برخه کې مرسته کوله .

ښاغلي استاد حفيظ الله خيال ميرمن ژيلا ته نه يوازې ددې زمينه برابره کړه چې ښه وځليږي، بلکې استاد خيال دهغې سندرو ته کمپوزونه هم جوړول او دهغې سره يې يو ځای سندرې هم ويلي دي۰ دا هغه وخت و چې په راډيو افغانستان کې نورو ښځينه هنرمندانو لکه خدای بخښلې ميرمن پروين، ارواښاده ميرمن ر خشانه،ارواښاده میرمن آزاده،ناهيد، ارواښاد ه میرمن قمرګل او استاد مهوش هم د مو سيقۍ ډګر ته را وتلې وې۰

ژيلا په خپل هنري ژوند کې د استاد حفيظ الله خيال، ارواښاد احمد ظاهر، ارواښاد استاد ګلزمان او د هندوستان د مشهور فلمي سندرغاړي ارواښاد محمد رفيع سره یې هم په ۱۹۶۴ زیږدیز کال کې یوه ګډه سندرې ويلي وه ، خو ډېرې سندرې يې يوازې هم و يلي دي۰

ارواښادې ميرمن ژيلا په ډيرو افغاني کنسرتو نوکې د هيواد دننه او له هيواده بهر ګډون کړی و ، په تيره بيا د افغا نستان د خپلواکۍ په جشنو نو کې ددې خو ږو او زړه را کښو نکو سندرو د نورو سندر غاړو په مينځ کې ځا نګړی ځای در لود۰

دارواښادې ميرمن ژيلا هغه سندرې چې د استاد حفيظ الله خيال سره يې ويلي دي شعر ونه يې د شهيد امان الله سيلاب ساپي دي چې نو موړي هم په را ډيو افغانستان کې کار کاوه اوپه فرهنګي کړیو ( حلقو) کې د يو هنرمند غزلبول شاعر په حيث پيژندل شوى واوپه ادبي پروګرامونو کې د برخې اخيستنې او د موسيقۍ لــه څپو سره د خوږ ژبو هنرمندانو په آوازونو کې دده د غزلو او رومانتیکو شعرونو خپرېدو د افغانستان او ورسره د نورو پښتنو په ګڼو پرګنو او ولسونو کې دده له پيژندګلوۍ او شهرت سره زياته مرسته وکړه.

ارواښاد شهید سيلاب ساپی د راډيو د کار په دوران کې نه يوازې د يو شاعر ، بلکې د يو ليکوال، مبصر او لــه فرهنګي مسايلو سره ډېره لیوالتیا لرله او يوه پيژندل شوې څېره وه.

دارواښادې میرمن ژیلا نه (۴۸۲) غږیزې سندرې او(۱۳) انځوریزې یا تلویزیوني سندرې پاتې دي .

نوموړې پر افغانستان دروسي یرغل وروسته لومړۍ دپاکستان دکراچۍ ښار او بیا له هغه ځایه دامریکې متحده ایالتونو ته لاړه اود۲۰۰۹ زیږدیز کال دجون دمیاشتې په ۲۸ مه نېټه دامریکي په ویرجینیا کې تر اوږدې ناروغۍ وروسته مړه شوه آوهماغلته خاوروته وسپارله شوه ، خو له بده مرغه نوموړ ې په امریکې په دې ونه توانېدله چې نورې سندرې ووایي او یاهم په کنسرتونو کې ګډو ن وکړي .

زه دلته تاسو ته دميرمن ژيلا د هغو دوو سندرو شعر ونه وړاندې کوم چې داستاد حفيظ الله خيال سره يې يو ځای و يلي دي او شعر ونه يې د شهيد امان الله سيلاب ساپي دي ، هغه شعر ونه په لا ندې ډول دي:

زما د ګلو لښتې

مغرورې په زړه سختې

يو سوال درته کومه

لاليه لېونيه، سرتوره صحرانيه

زه ستا په غم کې يمه

دا ستا د خولې خبرې

خوږې لکه شکرې

پرې زړه ټکورومه

راځه شيرينه ياره

کړې مينې ناقراره

سوالونه ستا منمه

مينې دې ډير يم ځورولی

بېلتون بې اوره سوځولی

د ګلو لښتې!

د سمندر غوندې په اور کې ژوندکوومه

ماته له خپله ځانه ګرانه

ځار او قربان شمه له تانه

لېونيه!

د تورو زلفو ټال به تاته جوړومه

ناز لوبولې نازولې

يو ځل خواته راشه غلې

د ګلو لښتې! سېلابه څو به د رېبار منت کومه

زما د ګلو لښتې

مغرورې په زړه سختې

يو سوال درته کومه

کابل – راډيو

۶ / ۳ / ۱۳۴۳

د مير من ژيلا دو يمه سندره چې داستاد حفيظ الله خيال سره يې په ګډه ويلې ده د هغې شعر هم د ښاغلی شهيد امان الله سيلاب سا پي دی او هغه په لا ندې ډول دی :

ته ويره وکړه د ز خمي زړه له آزاره

ياره، ياره

راشه چې دې ښکل کړ مه لا سونه

دنا زو لو ياري کله ده اسا نه

ګرانه، ګر انه

مينه کې قبول کړه تکليفونه

ته ويره وکړه د زخمي زړه

ياره،ياره

را شه چې دې ښکل کړ مه لا سو نه

دنا زو لو ياري کله ده اسا نه

ګرانه، ګر انه

مينه کې قبول کړه تکليفونه

زړه مې ما شوم شو راته ژاړي

هره شيبه رانه تا غواړي

دا غبر ګې ستر ګې مې نيو لي ستا په لاره

ياره، ياره

را شه چې دې ښکل کړ مه لا سو نه

دنا زو لو ياري کله ده اسا نه

ګرانه، ګر انه

مينه کې قبول کړه تکليفونه

ته ويره وکړه د ز خمي زړه له ازاره

ياره، ياره

راشه چې دې ښکل کړ مه لا سونه

دزړګي سر دستر ګو توره

ګرانه سودا ليرې کړه نوره

زه به مې تورا وربل لو ګی کړ مه له تا نه

ګرانه،ګرانه

مينه کې قبول کړه تهمتو نه

ته ويره وکړه د ز خمي زړه له ازاره

ياره، ياره

راشه چې دې ښکل کړ مه لا سونه

دنا زو لو ياري کله ده اسا نه

ګرانه، ګر انه

مينه کې قبول کړه تکليفونه

ته ويره وکړه د زخمي زړه

ياره،ياره

را شه چې دې ښکل کړ مه لا سو نه

سترګي مې ستا لور ته کږې دي

د عشق سندرې دې خوږې دي

سيلاب دې مينه کې ژړيږي تر سهاره

ياره،ياره

راشه چې دې ښکل کړ مه لا سونه

دنا زو لو ياري کله ده اسا نه

ګرانه، ګر انه

مينه کې قبول کړه تکليفونه

ته ويره وکړه د زخمي زړه

ياره،ياره

را شه چې دې ښکل کړ مه لا سو نه

همداراز مير من ژيلا دهيواد دتکړه او وتلي هنر مند ښاغلی دکتور صادق فطرت ناشناس سره هم يوه بښتو سندره ويلې ده چې د هغې سندرې شعر هم د ښا غلی شهيد سيلاب سا پي دی، دسندرې شعر په لا ندې ډول دی :

راشه خواله غلې

اى نازولې

ما منلي ستا نازونه

زما بلبلې!

زه هم ستا په مينه

اى نازنينه

تيروم مياشتې کلونه

زما لاليه!

راځه راځه په مينه مينه

د زړګي سره نازنينه

د ژوند تابلو مې کړه رنګينه

راشه خواله غلې

اّى نازولې

رانه لرې کړه غمونه

زما بلبلې!

زما ګوګل کې ناسته ياره

سترګې مې سرې له انتظاره

څارمه ستا د راتلو لاره

زه هم ستا په مينه

اى نازنينه وړم د هر چا منتونه

زما لاليه!

د نوي ژوند نوى دوران دى

بشر روان مخ په آسمان دی

جوړ بيا د مينې امتحان دی

راشه خواله غلې

اى نازولې

د سېلاب واوره عرضونه

زما بلبلې!

کابل – نوى ښار

۱۷ / ۸ / ۱۳۴۳

د ميرمن ژيلا بله پښتو سندره چې د تر انې په بڼه يې ويلې ده شعريې د ښاغلي سيلاب ساپي دی په لاندې ډول :

نن چې په جهان کې هسکه غاړه سر اوچت لرو

مونږ جمهوريت لرو

زړه د ايشيا کې لرغونى شان و شوکت لرو

مونږ جمهوريت لرو

سرومال به زار کړو څو چې دا وطن ودان کړو

لوړ به ددې شان کړو

سر به ددې خاورې د عمرو ملي ارمان کړو

لوړ به ددې شان کړو

عزم فولادي باور په خپل مټ او طاقت لرو

مونږ جمهوريت لرو

داشاړې مېرې به اوس په مينه ګلزارونه شي

ټول ژوند به ګلونه شي

هم رڼا رڼا به د وطن غرونه رغونه شي

ټول ژوند به ګلونه شي

لاخوبدخشان جنت نشان غوندې ثروت لرو مونږجمهوريت لرو

اوس د مينې ډک نوى ژوندون دى راروان په مونږ

ښه رنګين دوران په مونږ

جوړ د خوشالۍ د مرغلرو دى باران په مونږ

ښه رنګين دوران په مونږ

زړونو کې سېلابه د وطن مينه نعمت لرو

مونږ جمهوريت لرو

کابل – د راډيو ستوډيو

3/1/1353

دارواښادې میرمن ژیلا نورې پښتو سندرې په لاندې ډول دي :

۱-او بسم الله جانه ،کمکی بسم الله جانه

شال مې راواخله چې میلې ته سره ځو نه-او بسم الله جا نه !

۲-زما دمینې لیونیه -داستایمه زه

۳-خان دلاورخانه توره دې لونګۍ شمله دې لا مزه کوینه چې داسندره یې غبرګه سندره ده او ارواښاد استاد ګل زمان سره یې ویلې وه .

یادونه : زما دالیکنه په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې دښاغلي ایشورداس په سایټ (کابل نا تھ ) کې دارواښادې میرمن ژیلا دمړینې په منا سبت خپره شوې وه خوما پکې دلته نوې زیاتونې وکړې (یاد)

https://kabulnath.de/Salae_Panchoum/Shoumare_99/Dr.Latfijad-Gila.html

دا دی دارواښادې میرمن ژیلا اواستاد حفیظ الله خیال یوه غبرګه پښتو سندره په لاندیني لینک کې اوریدلی شئ!

https://www.youtube.com/watch?v=zYbpsJYlGs8

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←