شعر
هجر او وصل چې همدم ژاړي
لاره هم ژاړي هم قدم ژاړي
له بتخانې نه راوتلي خلک
دلته په خوا کې د حرم ژاړي
زما له وينو زرغون شوى ماښام
د يوه سپين سبا په غم ژاړي
صمده مه تړه زړګى ورپورې
دا ښکلي چېرته د چا غم ژاړي.
هجر او وصل چې همدم ژاړي
لاره هم ژاړي هم قدم ژاړي
له بتخانې نه راوتلي خلک
دلته په خوا کې د حرم ژاړي
زما له وينو زرغون شوى ماښام
د يوه سپين سبا په غم ژاړي
صمده مه تړه زړګى ورپورې
دا ښکلي چېرته د چا غم ژاړي.