اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

د محبت له فیضه

میـــنه کې آشــــنا چې تا دلبر کـــــړمــه

څــومــره ســتمونو ټه دي، ورکــــــړمه

زه خـــو مرتــــبه د اخــــلاص پــــیژنم

ځـکه په وعـــدو دي زه، باور کـــــړمه

یو ځل دی په مړاوو ســـــــترګو، وکتل

مینه کې دنـــــیا نه دي خـــــبر کــــړمه

ډک می شي زړګی، لدې ماحــــــوله تل

کوم دردمن ته خـپله شـــکوه ســر کړمه

ســتا په اننـګو کې زه ســــرخي ویـــــنم

هرکله چې ســـتا مـــخ ته نظر کـــــړمه

پروت ومه تـــیارو، په ګړنـــــګونو کې

تا په خـــپله میــــنه، مــنور کـــــــــړمه

ورک په خپل غروراو، په لویي کې وم

تا په عاجــــزۍ کې خــــاکِ دَر کـــړمه

پـــټ د عـــالمــــونـــــو، له نــــظره وم

تا ښــکاره هر چـاته، لکه لمر کـــــړمه

خاورې وم ایرې وم لار کې پروت ومه

تا په خــــپله مینه کې ،ســـره زر کړمه

ســــتا له محبــــــته، دا ویــــنا لــــــــرم

ځکـــه د هر چـــا په زړه، اثر کــــړمه

پروت ومه یـو کاڼۍ په صــحرا د ژوند

تا په محبت کې، زه ګـــــوهر کـــــړمه


(شاعر: سید عبید الله نادر)

شریکول

WhatsAppTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←